صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > شپانه دا خپله شپېلۍ بنده نه كې

شپانه دا خپله شپېلۍ بنده نه كې

Hask
سه شنبه 23 اكتبر 2012

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

شپانه دا خپله شپېلۍ بنده
نه كې

په دې دښتونو كي يوازي دا
يوه نغمه ده

چي موږ ته نكل د پېړيو
كوي

يوازي دغه آواز

اوس د آشنا دښتونو

د جګو جګو غرونو

زموږ د زهيرو چپاو سويو
زړونو

د نړېدلو سوځېدلو خونو

د ځوانيمرګو نيمه خوا
قبرونو

يوه يوه كيسه پر ژبه لري

يوازي دغه آواز

يوازي ستا د شپېلۍ مستي
او آزادي نغمې

د لوړو غرونو تر كمرونو
ورځي

لا د كيږدۍ تر ماښامونو
ورځي

لا په دښتو كي تر اورونو
ورځي

لا د زلميو مينانو تر
نكلونو ورځي

لا د بلبلو چڼچڼيو تر
غوږونو ورځي

شپانه دا خپله شپېلۍ بنده
نه كې

چي زموږ د غرونو دا ژور
لاښونه

چي دا زخمي ګلونه

دا سوځېدلي او دا وچ
ډاګونه

دا نيمه خوا ښارونه

دا بې صاحبه دا ميرات
كورونه

دا د مرګي له ساندو ډكه
خونه

يوازي تا پېژني

شپانه كلونه كېږي

چي وطن رنګ د لېونتوب
اخيستى

جنګونو باج له سړيتوب
اخيستى

د څو قاتلو لوټمارانو
ټولۍ

د بېګانه داړه مارانو غدۍ

زلمي سرونه په لمنو كي
وړي

شهيدي ويني په خُمونو كي
وړي

پردي تېغونه په لاسونو كي
وړي

نه يې په شپو كي دي كيسې
پرې ايښي

نه په كيږديو كي لمبې پرې
ايښي

نه يې پر شوندو ترانې پرې
ايښي

نه يې شهباز نه يې نغمې
پرې ايښي

نه يې لنډۍ نه يې نارې
پرې ايښي

ستا له شپېلۍ به هم نغمې
تللي وي

ستا له نغمو به هم كيسې
تللي وي

ستا له كيسو به هم مزې
تللي وي

تا ته به هم سورونه نه وي
پاته

ستا له آوازه به هم ويني
څاڅي

ستا له سورونو به هم
اوښكي پاڅي

تا ته به كله دونه شور
پاته وي

ستا د نغمې به كله زور
پاته وي

ستا به د وينو چېرته اور
پاته وي

خو ته دا خپله شپېلۍ بنده
نه كې

ستا له شپېلۍ وارى سم

كه سبا بيا مو ګودرونه
خپل سول

كه مو دا غرونه دا دښتونه
خپل سول

كه په كيږديو كي اورونه
بل سول

او بيا كيسې د اورېدلو
سولې

بيا غاړګۍ د اچولو سولې

پېغلي ګودر ته د ورتللو
سولې

د پايزېبونو د پاوليو
شرنګولو سولې

د محتسب سترګي ړندې سوې د
ايستلو سولې

بيا به دا ستا په نغمو

بيا به دا ستا په آواز

دا ستا په مسته شپېلۍ

راويښوو د نيمو شپو
نكلونه

له شپو به باسو شيطاني
خوبونه

بيا به را ياد كو پخواني
وختونه

بيا به رباب ته شهبازونه
راسي

بيا به نغمو لره سورونه
راسي

بيا به نڅا ته پايزېبونه
راسي

بيا به محفل ته پانوسونه
راسي

د ساقي لاس كي به جامونه
راسي

ته به شپېلۍ ږغوې

ياغي سندري به دي

راپاڅوي د رګو وچي ويني

ژوندۍ كوي به زمولېدلي
ميني

راويښوي به ډكي ډكي پيني

دا شپېلۍ بنده نه كې

په دې شپېلۍ كي زه خوبونه
وينم

پكښي خيالونه وينم

درته خوبونه زنګوم پكښي
ټالونه وينم

د نن اورونه هېرومه
جنتونه وينم

شپانه دا خپله شپېلۍ بنده
نه كې

ستا له شپېلۍ وارى سم

په دې دښتونو كي يوازي دا
يوه نغمه ده

چي موږ ته نكل د پېړيو
كوي

Photo: پښتو متلونه</p width='320' height='236' />
<p>1. هرچاته خپل وطن کشمير دی <br class='autobr' />
2. خپل کورساته ګاونډي غل مه نيسه .<br class='autobr' />
3. د ورغومي تڼاکه مرغلره ده .<br class='autobr' />
4. خپله ژبه هم کلاده هم بلا.<br class='autobr' />
5. مه کوه په چا، چې وبه شي په تا .<br class='autobr' />
6. مارته په لسټوڼي کښې ځای مه ورکوه .<br class='autobr' />
7. ديولاس څخه ټک نه خيژي .<br class='autobr' />
8. موړ د وږي له حاله څه خبر دے .<br class='autobr' />
9. که غر لوړدے په سرلارلري .<br class='autobr' />
10. کوږ بار تر منزله نه رسېږي <br class='autobr' />
11. څه چې کرې هغه به رېبې .<br class='autobr' />
12. مېړونه مري اونومونه يې پاتې کېږي .<br class='autobr' />
13. چه غورځي هغه پرځي .<br class='autobr' />
14. خپل عمل د لارې مل .<br class='autobr' />
15. دګورشپه نه په کورکېږي .<br class='autobr' />
16. مارخوړلی له پړي بيرېږي <br class='autobr' />
17. چې په تمه د سپروشي، هغه پاتې په ميروشي .<br class='autobr' />
18. بنده ترخپل وس پړ دے .<br class='autobr' />
19. اوبه په ډانګ نه بېلېږي .<br class='autobr' />
20. اوبواخيستی ځګ ته هم لاس اچوي .<br class='autobr' />
21. خوشحال خټکه! په درنو دروند، په سپکو سپکه .<br class='autobr' />
22. دکبرکاسه نسکوره ده <br class='autobr' />
23. خپل عيب دولومينځ دے .<br class='autobr' />
24. خپله خور لور کړميزنه وي .<br class='autobr' />
25. نه د دين شو او نه د سادين<br class='autobr' />
26. م زر ما او ټوله ځما<br class='autobr' />
27. كه غر لوي دي په سر ي لار ده<br class='autobr' />
28. چي شپه ي تر منځ وي، د هغي بلا مه يريږه<br class='autobr' />
29. توري يرو ل كوي، سپيني ورو ل كوي<br class='autobr' />
30. كه اوربشي پيسه سير شي، د خرۀ هم هغه لپه ده<br class='autobr' />
31. چا په كلي كي نه پريښودو او دۀ وييل خر مې د ملك كره وتړۍ<br class='autobr' />
32. بزي بزي، شودي به راكي خو د پچو ډكي-<br class='autobr' />
33. وار وار كله د ځوي كله د پلار-<br class='autobr' />
34. نمر په ګوته نه پټيږي-<br class='autobr' />
35. د بارانه تښتيدمه، د ناوي لاندي مي شپه شوه-<br class='autobr' />
36. د كلي وؤزه، د نرخه مه وؤزه-<br class='autobr' />
37. په جنګ كي اسونه نه څربيږي<br class='autobr' />
38. د كور جل سپكه وي-<br class='autobr' />
39. وطن په خلكو ښايسته وي-<br class='autobr' />
40. د خرۀ مينه لته<br class='autobr' />
41. خر د خيد(شنو) په خوراك څه پوهيږي-<br class='autobr' />
42. سل په لالي پوري، يوه پرې د بنګړو-<br class='autobr' />
43. د دروغو مزے لنډ وي-<br class='autobr' />
44. د لامدو به څه لامدۀ كي-<br class='autobr' />
45. د زورور اوبه په لوړه ځي-<br class='autobr' />
46. چې ته هم راڼۍ شې ، زه هم ، خټې به څوک کا-<br class='autobr' />
47. زما پېدا په ما لګيا-<br class='autobr' />
48. كږه خوله سوك سموي-<br class='autobr' />
49. سينځخ په لوټه اوختو، كشمير ئې وليدو-<br class='autobr' />
50. په كور كي مرور وؤ، په غرۀ كي ي ګورګوري نه خوړي<br class='autobr' />
51. نر هغه ده چي كټي ګپي وهي-<br class='autobr' />
52. د غل مخ تور وي-<br class='autobr' />
53. د سنډګا نو په جنګ كي چيندخ مري-<br class='autobr' />
54. سنډا ته سريندي مه وهه-<br class='autobr' />
55. په غولو كي چخچي مه وهه-<br class='autobr' />
56. ميږي هم په خپل كور مست وي-<br class='autobr' />
57. سل دي ومره ، يو دي مه مره-<br class='autobr' />
58. په بوسو كي اؤبه مه بهيوه-<br class='autobr' />
59. چي يوه دانه خاوري شي، سل پيدا شي-<br class='autobr' />
60. اصيل ته اشاره، كم اصل ته متروكه-<br class='autobr' />
61. د خا ن نوكر د خا ن نه زياته چليږي-<br class='autobr' />
62. چي په ګوړه مري، په زهرو ي څه له وژني-<br class='autobr' />
63. لږ خوره تل خوره، ډير ګنډير شي<br class='autobr' />
64. نابلده غله جمات ماتوي-<br class='autobr' />
65. مړه خيټه پارسي واي-<br class='autobr' />
66. - اجل چې راشي وخت نه غواړي<br class='autobr' />
67. انسان ته خبره خره ته لرګئ<br class='autobr' />
68. بدبختي يوازې نه راځي<br class='autobr' />
69. پر پردي لاس مار مه وژنه<br class='autobr' />
70. پر ښو تلوار په بدو تامل<br class='autobr' />
71. په پادې کې د يوې غوا مردارئ د ټولو نوم بدوي<br class='autobr' />
73. په تل کې به يې پېدا کړې<br class='autobr' />
74. په دوه ګوتو لمر نه پټېږي<br class='autobr' />
75. په زور کلی نه کېږي.<br class='autobr' />
76. په هوا کې ماڼې نه جوړېږي<br class='autobr' />
77. په يوه ګل نه پسرلی کېږي<br class='autobr' />
78. په ښايست مه نازېږه<br class='autobr' />
79. پوره ورک دې کړه دوه کوره<br class='autobr' />
80. تر بيکارۍ بېګاري ښه ده<br class='autobr' />
81. تشه لاسه ته مې دښمن يې.<br class='autobr' />
82. تللی وخت بيا نه راګرځي<br class='autobr' />
83. ته له ما جار زه له تا جار<br class='autobr' />
84. جومات ته نژدې له خدائ نه ليرې<br class='autobr' />
85. چرګه معلومه نه، چرګوړي اسمان ته وختل.<br class='autobr' />
86. چې په آسانه يې ګټي په آسانه يې بايلي<br class='autobr' />
87. چې پيل ساتي پيلخانې به جوړوي.<br class='autobr' />
88. چې اوښان ستاتې، دروازې به لوړې جوړوې.<br class='autobr' />
89. چې خان يې په ياران يې، که ياران درسره نه وي تورې خاورې د بيابان يې<br class='autobr' />
90. چې رڼا دې وي له کوره ټول عالم پرې رڼا بوله<br class='autobr' />
91. چې زوی ونه ژاړي مور ورته شيدې نه ورکوي<br class='autobr' />
92. چې شوه تير هغه شوه هير هوښيار نه ګرځي په تېرو پسې ډير<br class='autobr' />
93. چې نه لري سړي نه کروت خوري نه غوړي<br class='autobr' />
94. چې هر څومره هوښيار يې نادان وپوښته<br class='autobr' />
95. چې اوږه يې نه وي خوړلي له خولې نه يې بوی نه ځي<br class='autobr' />
96. چې ډير غورېږي هغه لږ ورېږي<br class='autobr' />
97. چې غورېږي هغه ورېږي نه.<br class='autobr' />
98. چې کار په هغه دې کار ، چې نه کار په هغه دې څه کار<br class='autobr' />
99. خپل عمل د لارې مل دی.<br class='autobr' />
100. خپله لاسه ګله لاسه <br class='autobr' />
101. خدايه لوی مې کړې لويي را مه کړې<br class='autobr' />
102. خر د ګل په بوې نه پوهېږي<br class='autobr' />
103. خط له ټکي شروع کېږي<br class='autobr' />
104. خوله يې د سوي شخوند وهي د اوښ.<br class='autobr' />
105. د خدای قانون نه بدلېږي<br class='autobr' />
106. د خره مينه لغته ده<br class='autobr' />
107. د خلکو زور د خدای زور دی<br class='autobr' />
108. د درواغو مزل لنډ دی<br class='autobr' />
109. د دو پېسو شادي د لسو روپيو زنځير ويوړ.<br class='autobr' />
110. د شيدو سوئ مستې پوك کوي<br class='autobr' />
111. د صبر ميوه په مراد پخېږي<br class='autobr' />
112. د صبر مېوه خوږه وي.<br class='autobr' />
113. د عادت بلا په بسم الله نه ورکېږي<br class='autobr' />
114. د غله په غره کې ځاې نشته<br class='autobr' />
115. د غله په ږيره کې خلی ده<br class='autobr' />
116. د لمدو خټو لږ اوبه پکار دي.<br class='autobr' />
117. د لوګري چې لو ته زړه نکېږي نو لور په لوټه اچوي<br class='autobr' />
118. د مشرانو خبره د کاڼي کرښه ده.<br class='autobr' />
119. د واده او ګور شپه نه په کور کېږي.<br class='autobr' />
120. دړندو په ښار کې يوسترګي پاچايي<br class='autobr' />
121. رښتيا چې راځي، دروغو كلي ړنګ كړي وي.<br class='autobr' />
122. د کبرجن سر ټيټ وي<br class='autobr' />
123. درست کښت يې وخور دی يې لا مږه بولي.<br class='autobr' />
124. درواغ د ناپوهه وزر دي<br class='autobr' />
125. درواغجن حافظه نلري<br class='autobr' />
126. درواغجن دې دروغ وايي عاقل دې قياس کوي<br class='autobr' />
127. دوست به دې وژړوي، دښمن به دې وخندوي<br class='autobr' />
128. دوست ته حال وايه دښمن ته لاپې<br class='autobr' />
129. دومره خوږ مه شه چې عالم دې وخوري او دومره تريخ مه شه چې عالم دې وغورځوي<br class='autobr' />
130. دومره ښه مکوه چې پرې ستومانه شې<br class='autobr' />
131. زور يې د ملخ پټې وهي په مخ.<br class='autobr' />
132. ژرنده که د پلار ده هم په وار ده<br class='autobr' />
133. ژوند په اميد خوړل کېږي<br class='autobr' />
134. ساده سړی خدای ساتي<br class='autobr' />
135. سپى چې لېونى شي خپل خاوند هم خوري<br class='autobr' />
136. سپور د پلې په حال څه خبر دی<br class='autobr' />
137. سترګې له سترګو شرمېږي.<br class='autobr' />
138. سل روپۍ پور کړه د ژمي شپه په کور کړه<br class='autobr' />
139. شپه که تياره ده، مڼې په شمار دي.<br class='autobr' />
140. غر که څومره جګ دی ، خو په سر يې لار شته.<br class='autobr' />
141. غوا که توره ده شيدې يې سپينې دي.<br class='autobr' />
142. غوټه چې په لاس خلاصېږي خولې ته صبر دی.<br class='autobr' />
143. چې په ګوړه مري، په زهرو يې څه له وژنې.<br class='autobr' />
144. قانع د خدای دوست دے <br class='autobr' />
145. قصابان ډېرېږي غوا مردارېږي<br class='autobr' />
146. لمر په دو ګوتو نه پټېږي.<br class='autobr' />
147. لمړۍ ځان پسې جهان<br class='autobr' />
148. له اوربشو نه اوربشې، له غنمو نه غنم، هوښيار ويل زه يې منم<br class='autobr' />
149. له باران نه پاڅيد ناوې ته کيناست.<br class='autobr' />
150. له بارانه تښـتېدمه، د ناوې لاندې مې شپه شوه.<br class='autobr' />
151. له بدکرداره ځوی نه ښه ده ړنده ارتينه<br class='autobr' />
152. له خپل څادر سره سمې پښې وغزوه<br class='autobr' />
153. څادر ګوره، پښې غزوه.<br class='autobr' />
154. له خوږو نه خواږه له ترخو نه ترخه د تا يې پرې څه<br class='autobr' />
155. له شوروا نه مرور له غوښې سره پخلا<br class='autobr' />
156. له لوږي مړ شه د منت خواړه مه خوره<br class='autobr' />
157. له مياشې نه فيل جوړول<br class='autobr' />
158. له ناکلالې ښځې جره بې کوره ښه دی<br class='autobr' />
159. له وخت نه ګټه واخله<br class='autobr' />
160. له ږيرې يې اخلي پر بريتو يې ږدي<br class='autobr' />
161. له ښو نه ښه ځېږي له بدو نه واښه<br class='autobr' />
162. لورې تاته وايم نږورې ته يې واوره<br class='autobr' />
163. لږ به خورم هوسا به اوسم<br class='autobr' />
164. لېوه ته چې نصيحت کړې په هغه ورځ دوه خوري<br class='autobr' />
165. مات لاس غاړې ته لوېږي.<br class='autobr' />
166. مار چې څومره کوږ ځي، خپل سوري کې سمېږي.<br class='autobr' />
167. مار يې لنډئ کړ خو مړ يې نه کړ.<br class='autobr' />
168. مار چې لنډى شي، ګړندى شي.<br class='autobr' />
169. مال خپل ساته ګاونډی غل مه نيسه<br class='autobr' />
170. ملامت سترګې نلري<br class='autobr' />
171. مه مې يادوه بد پلار چې زه دې ياد نکړمه ښه پلار<br class='autobr' />
172. موټی د خروار نمونه <br class='autobr' />
173. موړ د وږي له حال څه خبر دی<br class='autobr' />
174. مياشتې ته له لومړې ورځې دعا کېږي<br class='autobr' />
175. ميلمه د کوربه سره نه جنګېږي<br class='autobr' />
176. مينې نه مينه ځېږي<br class='autobr' />
177. مکوه هغه کار چې نه دې مور کړی وي نه پلار<br class='autobr' />
178. ناپوهه دومره په بل نه کوي لکه په ځان<br class='autobr' />
179. نارينه غرونه غرونه، ښځې اړمونه.<br class='autobr' />
180. نوم يې لوی کور يې وران<br class='autobr' />
181. نيمچه ملا سړی کفر ته باسي<br class='autobr' />
182. هر ځلېدونکي ته ملغلره مه وايه<br class='autobr' />
183. هر څوک خپل شے ښاغلی ګڼي<br class='autobr' />
184. هر کار په حوصله کېږي<br class='autobr' />
185. هره ورځ اختر نه وي<br class='autobr' />
186. هره ورځ د بلې مور ده.<br class='autobr' />
187. هېڅ ګل بې اغزي نشته<br class='autobr' />
188. وچې خاورې په دېوال نه نښلي.<br class='autobr' />
189. وخت سره زر دي<br class='autobr' />
190. وخت ښه قاضي ده<br class='autobr' />
191. ورور دې هغه ده چې په درد دې وخوري<br class='autobr' />
192. وروري به کوؤ خو حساب تر مينځه<br class='autobr' />
193. وسله هغه چې په لاس کې درغله.<br class='autobr' />
194. وسله هغه ده چې په لاس کې دې وي<br class='autobr' />
195. ياپل ګور يا خپل ګور <br class='autobr' />
196. يار له کوڅې تير شو رنګ يې هېر شو<br class='autobr' />
197. يتيم د ژړا عادت وي<br class='autobr' />
198. يو انار سل بيمار<br class='autobr' />
199. يو وايي کور مې درجار، بل وايي زه هم سترګې لرم.<br class='autobr' />
200. ځمکه د خدای ده کور دې خپل <br class='autobr' />
201. څاڅکي څاڅکي ډېرېږي<br class='autobr' />
202. څه چې کرې هغه به رېبې<br class='autobr' />
203. څو زحمت و نه ګالې راحت نه مومې<br class='autobr' />
204. ډوبېدونکی هر بوټې ته لاس اچوي<br class='autobr' />
205. ړوند رڼا نه پېژني<br class='autobr' />
206. ښه چې کوې امېدواره اوسه، او بد چې کوې خبرداره اوسه<br class='autobr' />
207. ښه کوه درياب ته يې اچوه<br class='autobr' />
208. کبر زوال لري<br class='autobr' />
209. کلاله وکه خپله سياله.<br class='autobr' />
210. چې زه وايم زه يم، ته واېې زه يم ، نه به ته يې نه به زه يم ، که تا ويل چې ته ېې ، زه وايم ته يې، هم به زه يم او هم به ته ېې<br class='autobr' />
211. د کوڅه ډبی سپي مه وېرېږه<br class='autobr' />
212. د ميږي چې اجل راشي ، وزر ئې اوشي<br class='autobr' />
213. ګوړه ګوړه وايه خوله به دې خوږه وي<br class='autobr' />
214. سپي غپيږي كاروان تيريږي-<br class='autobr' />
215. ړوند په خپل كور ښه پوهيږي-<br class='autobr' />
216. توتان په وار پخيږي، ماشومانو ورته بيړه ده-<br class='autobr' />
217. كارغۀ د شراكي قدم زده كولو، خپل هم تري هير شو-<br class='autobr' />
218. تماشبين د نخښي منځ ولْې-<br class='autobr' />
219. تشه لاسه، تۀ م دشمن يې<br class='autobr' />
220. يو د لوږي مري، بل يْْْْْې سر نه پراټي لټوي-<br class='autobr' />
221. په شګو غوړي مه اړوه-<br class='autobr' />
222. كه د وريژو خوړل اسان وے ،منجا زامنو به خوړي-<br class='autobr' />
223. تۀ به يې په مټ يوسي، دے به وائ كناټي مو دې اوخوږولو--<br class='autobr' />
224. وينه په ويني نه وينځل كيږي-<br class='autobr' />
225. ښځه په كور يا په ګور<br class='autobr' />
226. خر يار كړه،مطلب پري بار كړه <br class='autobr' />
227. د هري وني مه خوره، د يوي به د زهر شې<br class='autobr' />
229. ترڅوچې ماشوم ونه ژاړي مورشيدې نه ورکوي<br class='autobr' />
230. زوړ ملا ، زړې تراوې<br class='autobr' />
231. يو خواته ډانګ وي اوبل خوا ته پړانګ<br class='autobr' />
232. اسمان ته کوکې مه وهه<br class='autobr' />
233. هم خرما او هم ثواب<br class='autobr' />
234. د ښاره ووزه، خو د نرخه مه ووزه<br class='autobr' />
235. په ډيرو ليوني خوشاليږي<br class='autobr' />
236. مړه خيټه فارسي وايي--<br class='autobr' />
237. يو بام دوي هواوي-<br class='autobr' />
238. وهم دي كوم ځاي، درزا دې كوم ځاي خيژي<br class='autobr' />
239. دايلۍ بچى ته څوک لامبو نه ښائى.<br class='autobr' />
240. او ل مېړانه په سيالۍ وه اوس سپيتانه په سيالۍ ده.<br class='autobr' />
241. بد ورور په بده ورځ كې پكار راځي.<br class='autobr' />
242. بي ثمره ونه څوك په ډبرو نه ولي.<br class='autobr' />
243. د ژمي په لمر او د دښمن په خندا اعتبار نشته.<br class='autobr' />
244. د زورور له څنګه زړه ور مه كېنه.<br class='autobr' />
245. چې غورزي، هغه پرزي.<br class='autobr' />
246. ځواني يوه نشه وي، داسې نه چې همېشه وي.<br class='autobr' />
247. خراړې، د يو ګذار نه لاړې..<br class='autobr' />
248. اختر پټ مېړه نه دې.<br class='autobr' />
249. په پردي خيرات کې سپي په لوټو مه وله.<br class='autobr' />
250.د اودو هغه نر کټي راوړي<br class='autobr' />
251. كه ګور ګران دې،د مړي ناكام دې.<br class='autobr' />
252. مار خوړلې پړي نه يرېږي.‎


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post-320.aspx

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس