صفحه نخست > دیدگاه > آيا د اوسنی دولت د خلکو د ګټو سا تندوی دی اوکه د خلکو د ګتوضد دی؟

آيا د اوسنی دولت د خلکو د ګټو سا تندوی دی اوکه د خلکو د ګتوضد دی؟

ليکوال: نياز گل ناصری
سه شنبه 15 آپریل 2008

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

نه پوهیږوچی اوسنی دولت د خلکو د ګټو سا تندوی دی اوکه د خلکو د ګتوضد دی، د ملت سهولت او آرامی غواړی که دخلکو کورونه ورانوی، راځی چه په عمل کی قضاوت وکړو.

کله چی په ګران هیواد افغانستان کی ددولسیزوپه موده کښی افغانان خپل منځی جګړو تر پوزی را وستلونور دجګړو څخه ستړی شوی وه. د موقتی اداری په جوړولو دبن په توقعاتو صلاح شوو،خلک خوشحاله وه چی موقته اداره اوپه خاصه توګه انتخابی دولت به دټولو در دونو دوا اودخلکو په زخمو نو به پټی کیږدی. ولی په تا ًسف سره باید ووایو چی داسی ونه شو زمونږ انتخابی دولت د یو قوم په خدمت او په مصلحتونویی تکیه وکړه، ددی پرځای چی داسی ونه شوه زمونږ انتخابی دولت د یو قوم په خدمت او په مصلحتونویی تکیه وکړه. ددی پرځای چی د ټول ملت د پاره سهولت او آرامی په لټه کی شی یوازی د یو څوتنو پانګوالو د پیسو د زیاتوالی او لاپړسوب لار یی خپله کړه، خیر دی که دا ملت ټول د یو څو محدودو اشخاصو قربانی شو. د مثال په ډول ویلی شو تقریباْ پنځوس کاله وړاندی ار واښاد داودخان د خپل صدارت په موده کی د کابل د ښار ماستر پلان جوړ کړی او دچهلستون سرک چی د ګوټو په شماریو څو محدود کلی تری استفاده کوی کوم ترانزیت او یا دکوم ولایت سره د کابل ښار نه نښلوی د ۳۰ مترو په پراخوالی پلان شوی وه چی ۱۰ متره یی د سرک یو لوری او ۱۰ متره دی بل لوریته وسعت ورکړی. چی په دغه صورت کی د سرک د غاړی کورونه دری یا څلور متره تخریب کیدل، کورونه په ځای پا تی کیدل لږی لږی څنډی یی له منځه تللی چی په دی کار نه خلکوته او نه دولت دومره بی حده سر ګردانی اوزیا ن متوجه کیده چی دا څوڅو ځلی د ښار والی د مسؤلینو لخوا د ګردی میز د جوړولو له لاری د رسنیو پواسطه د خلکو غوږوګونوته هم رسیدلی دی. ولی په ډیر تاسف سره کله چی ددی لاری په مسیر کی د جنګلک فابریکه د ټر کاڼی فابریکه د بابر شاه بڼ د چهلستون بڼ د آغا خان لخواواخستل شوه ۵۰ کلن پلان و ګرځیده د سرک ددواړو خوا پرځای نقشه یو لوری ته متوجه شوه چی تقریباْ ۱۰۰۰کورونه په شمیر د تخریب سره مخامخ شول او دا کورونه یو کال مخکی استملاک شول. د سرک کار جریان لری د خلکو کورونه ورانیږی او دعوض درک یی نشته ځکه د کابل په چاپیریال کښی چی کومی دولتی ځمکی موجودی وی هغه لا دمخه د ټوپک خاوندانو په زور غصب کړی او یا دیوه قوم خلکو پکی کورونه جوړکړی چی غوره بیلګه یی د شیرپور زور آباد پروژه، دهوایی دګر شمال غربی ځمکی دی چی د زور خاوندانو پکی ښکلی بنګلی جوړی کړی، هغه یی په ملیونو افغانیو یا ډالرو خر څی کړی. بیا د قرغی د غره په لمن کی یی په خپل سر او دټوپک په زورکورونه جوړهغه یی په لوړ قیمتو نو خرڅ او بیا د اوبو او برښنا وزارت ملکیت یی د برښنا کوټ تر څنګ د واصل آباد د غره په لمن کی کورونه جوړ کړل چی په دی اړ وند رسمی او دقیق ډیر زیات مکتوبونه امنیتی ار ګانوته رد وبدل شوی موجود دی، ولی دهغی قوی پشتوانی پر بنیاد چی د وقت دولت په دولتی لوړ پوړو کی در لودله امنیتی ارګانونه یی د مخ نیوی څخه عاجز شول، کورونه جوړ شول جوړیږی، خرڅ شول خر څیږی، دولت یی مخ نیوی نه شی کولای. د چهلستون دسړک د پراختیا په سبب باید د زر ګونوخلکو کورونه اوس وران کړی، په زر ګونه خلک دی په دغه روان اقتصادی حالت کی بی کوره شی، خو کله چی ښاروالی دولتی ځمکی پیداکړی بیابه ۴۰ کاله وروسته د کور له پاره نمری ورکړی. څه فکر کوی چی دغه زور ګویه انسانان چی په غیر عادلانه توګه ډیرخلک بی کوره کیږی د یوه شخص د ګټو قربانی کیږی دابه د خپل انتخابی دولت څخه څومره راضی او خوشحاله شی آیا دوی به دخپل دولت په دفاع کی ودریږی او که ددولت دښمن لوری به خپل کړی؟

فکر کیږی چی پخوانو مشرانوپه دی ارتباط ښه ویلی چی د خلکوزوردخدای زوردی افغانان ځانګړی خصوصات اوځانګړی فرهنګ لری څوک چی د چاکور ورانوی هغه ته دښمن ویل کیږی ددښمن نه ددوستی طمعه کول ګناه ده.

داچی د چهلستون بی وځلی اوغریب ولس هم ددی شجاع با غیرته اوهوډمن ملیت یوه برخه ده تر هغه وخت پوری به هیچاته ددی حق او اجازه ور نکړی چی کورونه یی تخریب اوویجاړ کړی تر څو د کور دپاره ځای ور نکړای شی اویا سړک پخپله پراختیا کی خپلی دواړه خواوی تخریب نکړی. کلو اوباڼدوته څوک ۶۰ متره سرک نه جوړوی. ۱۰ تر ۲۰ مترو پوری سرک کا فی د ی . خلک د ښاری پراختیا مخالف نه دی ولی دخپل انتخابی دولت څخه د عدالت او قانونیت غوښتونکی دی. هاغه چاچی دولتی ځمکی غصب کړی او دخپلی قبضه لاندی را وستلی د هغوی سره دولت هر راز معاملی ته چمتو دی ولی هغه چاچی ۳۰ یا ۴۰ کاله مخکی د یو چانه شخصی ځمکی په بیه اخستی او دځان د پاره پکی سر پناه جوړی کړی اوس دکابل محترمه ښاروالی هغه کورونه ورانوی ولی د ځمکی قیمت نه ورکوی، وائی چی ستاسی اسناد عرفی دی آیا په دی ملک عرفی اسناد د منلو وړ نه دی. په دی وطن کی خو ددی دری لسیزو جنګ په موده کی ټولی معاملی د عرف له مخی اجرا شوی. مونږد خپلو ځمکو قیمت د ورځی د نرخ په مطابق غواړو. او ددولتی لوړ پوړوکارکونکو خاصه پاملرنه په دی رابطه غواړو. مونږ هم ددی وطن بچیان یو د نورو سره سم حقوق غواړو. په ډیردرنښت.

د چهلستون د سرک په پراختیا کی ټول زیانمن شوی خلکو
له طرفه.

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید

پيام‌ها

  • ګرانه وروره ناصری! د ټولوڅخه لومړی باید ووایو چی په ګران هیواد افغانستان کښی هیڅ کله هم داسی دولت او حکومت نه دی راغلی چه د دا هیواد د خلکو په یو عمومی ټوګه ای به ګټه کښی کار کړی وی؛او یا د دی ستړی خلکو په زخمو کی تپی کیږدی، هیڅ ولوس مشر او یا نورو مشرانو چه ددولت په لوړو ادارو کی مشغول دی، صرف خپل ځان او خپل ګټو ته فکر کوی، په دی چی دوی خپل هیڅ رنګه مشکلاتو سره مخامخ نه دی او هیڅ ځانمرګی خپل ځان ددولت دمشرانو وڅنګ ته نښي پتاوولی، هم دا رنګه دوی خپله د ځان مرګی د بریدونو څخه خبر دی.

    لکه استاسو په وینا،مونږ او یا دهیواد ګرانه خلک څنګه توقعاتو د هم داسی دولت څخه ولره لی شو؟

    زما په فکر کښی ترسو چی دافغانستان خلک خپله ددی ګډوډیو سره جګړه و نکړی خو هیڅ کله دا ملت د آبادی مخ ونه وینی، ځینی خلکو یاهغه غلونو چی ددولتی په څانګو کی کار کوی، او د خلکو د سرمایه څخه غلا کوی ډیر د اوسنی حکومت څخه رضایت لری او وایی چی دا دوران یو استثنایی دوران دی چی د افغانستان ټولو خلکو په کښي ګ‌ډون لری، او ددولت په پرمخ تک تیاوو د بیاروغوونی په باره کی خبری کوی، لکه استاسو به وینا دولت د یو قوم په خدمت کی دی. بامیان چی د هیواد تاریخی ولایت دی تر اوسه پوری هیڅ رنګه بیاروغوونی هلته صورت نه دی نیولی.

Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

Nations | Hazara | Tajik | Uzbek | Turkmen | Hindu and Sikh | Kyrgyz | Nuristani | Baloch | Pashtun/Afghan | Arab/Sadat

جستجو در کابل پرس