صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > د ٢٠١٣ کال آي پې ايل کرکټ لوبو په زړه پوري انځور

د ٢٠١٣ کال آي پې ايل کرکټ لوبو په زړه پوري انځور

Hask
دوشنبه 27 می 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

د کرکټ د
نړۍ د شور، زوږ او ژونده د مالامال سريال يوه بله پرده هم راکښته سوه
!


IPL
ښيم چې هر کال يې خپل مينه وال د خيالي او واقعي
نړۍ د امتزاج يوې نادرې نندارې ته کښېنولي دي
.
د سږني ټورنمنټ اول اوور برېټ لي ولوباوه چې په لومړني جادويي
بال يې د ډيلي د ځوان بټسمن اونموکت چاند ويکټ والوزاوه. لومړنۍ څلوريزه او
پنځوسيزه د ډيلي کپتان مهيله جياوردنې ووهله
. 
د ټورنمنټ تر ټولو بدمرغه لوبډله ډيلى و چې د ډېرو تکړه لوبغاړو له لرلو سره-سره يې يوازې درې لوبې وګټلاى سوې او له دويم پړاوه
تر ټولو مخکې بې برخې سو
.
د تېر کال اتلې لوبډلې کلکتې سږ ډېر بېخونده او بې رنګه ټورنمنټ
درلود، ځکه نو شاهرخ خان هم په برنډه کې ډېر کم په مستيو او ډانسونو وليدل سو ته
وا د اوله سره يې د ناکامۍ بوى تر سږمو سوى و
. 
د ياد ټورنمنټ له پيله پر يوه حال او مېزان روانه لوبډله چيناى
وپېژندل سوه. جالبه دا وه چې دغې لوبډلې سږ کال د خپل ټول ريکارډ خلاف غوره لوبې
وکړې او زياتې يې په کې وګټلې خو په فاينل کې د ممبيي د خطرناک بالينګ ښکار سوه.
ډېرى کارپوهان په دې اند دي چې که ډهوني د بټنګ لپاره تر جدېجا مخکې يعنې پر شپږم
نمبر راوتلى واى نو د برياليتوب چانس يې ډېر و. که د راپور د غوښتنې خلاف کار نه
واى نو حتماً مې ليکل چې په دغه لوبډله کې مې يوازې ډهوني پر زړه جوړ دى نور دې يو
لا هم په مخه نه درځي. خير دى اوس به يې نه ليکم. لول

په دغه ټورنمنټ کې د زبردست نړيوال بالر ملنګا خپلې ويکټې تر
سلو واړولې او دا مهال د
IPL مخکښ ويکټ اخيستونکى او بلا بالر پېژندل کېږي. د
کارپوهانو په اند په
IPL کې سږ کال تر تېز بالنګ ورو يا سپېن او يا هم د
متوسط سپيډ لرونکي بالران ښه وځلېدل، دوى وجه د هندي پيچونو ډول په ګوته کوي او دا
هم پر اضافه کوي چې د همدغو سلو پيچونو او دغه راز آب و هوا له لاسه دغه هيواد په
خپل تاريخ کې د پاکستان په شان مشهور فاسټ بالران هم نه دي لرلي. ويل کېږي چې د
هند کرکټ بورډ به د کرکټرانو له خوا د تېزو پيچونو د جوړولو وړانديزونه تر جدي غور
لاندې ونيسي. د هند مشهور ژوندى فاسټ بالر ظهير خان دى چې کله ناکله تر 135 لوړ
بالينګ کوي
.
په دې ټورنمنټ کې څو فلمي او خيالپلو ته ورته پېښې هم وسوې. يوه
يې د پونې پر وړاندې د شل اوريز کرکټ د تورې بلا او بالرانو د قاتل کريس ګېل په 66
توپونو 175 ناسوځېدلي منډې وې چې 17 اوږدې شپږيزې يې په کې واورولې. زه حيران دې
ته يم چې څنګه په هغه ورځ د څو نندارچيانو سرونه مات نه سول! نوموړي په خپل دغه
هېښوونکي اننګز کې د شل اوريز فارمټ درې ريکارډه پر خپل نامه کړل: تېزترينه سليزه،
په يوه لوبه کې ډېرې شپږېزې او دغه راز په يوه اننګز کې لوړ سکور
. 
دويمه پېښه يې د استرالوي الراونډر ګلين ماکسويل په يو ميليون
ډالرو رانيونه وه چې يوازې يې په دوو لوبو کې وکاراوه او هغه يې هم خونده نه وه،
نور يې ټول ټورنمنټ د ميدان دباندې پر اوږده چوکۍ ارږميانې کښلې او د امباني
خاندان د سترګو خار و
. 
درېيمه لويه پېښه د ويکټ اخيستلو پر وخت د هربجن سينګ عجيبه
حرکات ول چې نه ډانس ته پاتېدل، نه اتڼ ته او نه هم منډې ته بس تيار لکه سړى چې
برق ونيسي. کوريوګرافران تر اوسه د دغو حرکاتو پر تجزيه بوخت دي خو لا يې په کومه
کټګوري کې د شاملولو توان نه دى پيدا کړى
. 
په دغه ټورنمنټ کې د تېر په پرتله هندي ځوان بټسمنان او بالران
د خارجيانو سره خوله په خوله روان ول او ښه ځلېدل. اميت ميشره، وينې کمار او
ايشانت شرما يې د بالرانو او روهيت، کوهلي، بيسله، داون او کارتيک يې د بټسمنانو
مثالونه کېداى سي. بايد وويل سي چې اميت ميشره په ٢٢مه لوبه کې د پونې پر وړاندې د
خپل
IPL دوران
دويم هټريک(درې ويکټه پر درېيو پرله پسې بالونو اخيستل) هم ترلاسه کړ. د هندي
بالرانو تر منځ تر ټولو نامي توپ اچوونکى باجي(هربجن سينګ) راوخوت. نوموړي 24
ويکټه واخيستل. تر اوسه په
IPL کې هېڅ هندي لوبغاړي دومره زيات لوبغاړي نه دي
سوځولي. د ده د قوله چې سږ يې کار ځکه سم و چې د پخواني هندي مشهور سپينر انيل
کوملې خبرو ته يې غوږ ايښودى
. 
ډېل سټېن په روان ټورنمنټ کې 219 داسې بالونه وار کړل چې هېڅ
منډه نه پر وسوه او په کنجوسو بالرانو کې اول لمبر راغى، يعنې منډې يې پر چا نه
لورېدې
. 
د ټورنمنټ تر ټولو غوره ځوان لوبغاړى د راجستان تکړه بټسمن
سانجو سامسون وپېژندل سو. په دې ټورنمنټ کې څو حيرانوونکي کېچونه هم واخيستل چې په
پاى کې يې د غوره کېچ نيوونکي لقب د پنجاب لوبډلې لوبغاړي ګورکيرات من سينګ وګټى
. 
د ټورنمنټ لومړى نمبر منډه جوړوونکى د چيناى اوپنر بټسمن سپين
ږيرى مايک هسي و چې ټولټال يې 733 منډې وکړې(وا دومره انرژي دې د کومه کړه زوى مړى
نه يې)، مخکښ ويکټ اخيستونکى هم د همدې ټيم غړى او زبردست ويسټ انډيزى الراونډر(چې
حريفانو به د سوخته د بيزو زوى باله) ډوېن براوو سو چې 32 بټسمنان يې سوځولي ول.
په
IPL کې تر
اوسه هېڅ بالر په يوه ټورنمنټ کې تر 29 ډېر ويکټونه اخيستي نه ول. زياتې شپږيزې
(51 دانې) ګېل کاکو ووهلې چې دى ژوندى وي بل به يې نو څوک وهي، منډه يې د لاسه نه
کېږي نو په شپږيزو او څلوريزو يې سره رسوي، ولاکه دغه وايي چې دا بالران هم
انسانان دي او احساسات لري که نه
. 
لنډه دا چې بالاخره د ساتيري ډک او د وخت ضايع کولو تر ټولو
زوروره وسيله يعنې
IPL پرون د ممبيي په اتلولۍ پاى ته ورسېد. پايلوبه د
کلکتې په ايډن ګارډن لوبغالي کې وسوه. دا هغه ګراونډ دى چې ممبيي په کې خورا ښه
ريکارډ لري. د ممبيي د کپتان د خبرو سره-سره چې د لوبې تر پيل وړاندې يې وکړې او
په کې ويې ويل چې دا زموږ لپاره يوازې يوه بله لوبه ده، نه پايلوبه، بيا هم ټوله
لوبډله په تېره بټنګ لاين اپ يې، تر تاثير لاندې و او تکړه-تکړه هلکان يې ژر-ژر
اوټ سول، ټول عزت يې پولارډ ور خوندي کړ. خو کله چې وار د بالنګ سو نو بيا يې داسې
لوبه وکړه چې موږ ټول ياران يې د غارونو څخه راوايستلو او پر فېسبوک مو د چيناى يو
ګړى مخکې خوشحالو مينه والو ته ګواښونه شروع کړل. دا ځل نو هغوى په سوړو ننوتل او
تر اوسه يې درک و خرک ورک دى. شرما اول اوور ملنګا ته ورکړ. دا چې نوموړى په نوي
بال د سم بالنګ کولو ښه ريکارډ نه لري نو ټولو پر دې پرېکړه شک څرګند کړ، خو هغه
ظالم خپل کمال وښود او دوه لوى ويکټونه(هسي او راينا) يې پر نه څه اوټ کړل
. 
ممبيي لوبډلې ته د لومړي مقام اخيستلو له امله سل کروړه هندۍ
کالداري انعام ورکړل سو. نوش جان
!!! 


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/57...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس