صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > شعر: تا ته شعر

شعر: تا ته شعر

lawang
دوشنبه 22 جولای 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

ویناوال: صدیق الله بدر


تا ته شعر

 

پوهېږې دومره
راته ګرانه يې ته

«««

نن زه له زړه نه
غواړم

چې درته شعر
ولیکم

غواړم هغسې دې
انځور کړم په کې

لکه چې يې ته
هسې

لکه چې څومره
راته ګرانه ايسې

«««

ډېر کلمات مې
راټول کړي هم دي

ها سندریز ها
شرنګېدلي

هغه تر ټولو،
هغه مهین هغه پاسته کلمات

د کلماتو اوډن
څومره سخت دي

«««

اوس ترکیبونه
لټومه پسې

بس یو ترکیب پسې
يم

چې وي تړاو په
کې د شعر او مينې

 

«««

کلمې اړوم را
اړومه

غواړم هغه ترکیب
پیدا کړمه چې

چې ستا جذبه چې
ستا اغېز څرګند کړي

غواړمه تا ته نن
یو شعر ولیکم

غواړمه داسې شعر
وي

چې کله ته يې
لولې

یو دم له ځانه
سره دا و وايې

دا خو نو زه یم

تا ته يم ګرانه
دومره؟

«««

هو ما ته يې ګرانه
دومره

خو شعر مې نه
راځي هيڅ

«««

د ترکیبونو،
کلماتو پوروړی ښکارم

چې لا اوډلو کې
يې کم یمه کم

رښتيا چې شعر لیکل
هم

هغه چا ته

چې وي درته
ګرانه ډېره

څومره سخت دي.

۱۳۹۲.۴.۲۷


آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/486

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس