صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > د ډاکتر نجيب د ژوند يوه په زړه پوري خاطره:

د ډاکتر نجيب د ژوند يوه په زړه پوري خاطره:

Hask
پنج شنبه 5 سپتامبر 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی


local/cache-vignettes/L320xH230/Sh-c3013d7f-d80eb.jpg?1707747914

نن مازيگر مي كورنى البم مخي ته ايښي و  او د ټولو عكسونه سره د هغوي خاطرې زما د سترگو
په وړاندي تيريدلې او پداسي حال كي چي اوښكي مي له سترگو جاري وي د كورنۍ يوه ډيره
په زره پوري خاطره مي را په زړه سوه او ومي غوښتل چي د تاسو قدرمندو ملگرو سره يي
شريكه كړم.

پدي وخت كي ډاكټر صاحب د افغانستان جمهور ريس و، د جمعې ورځ وه او ټوله
كورنۍ ډاكټر صاحب كورته يعني قصر نمبر يو ته ورغلو، د ډاكټر صاحب د جمعې مباركه
ورځ ډيره خوښيدله، او هميشه به يي ويل چي :"دا ورځ مي د دوو علتونو په
درلودلوسره خوښه ده. يوه دا چي د خداي ج د عبادت تر ټولو سپيڅلي ورځ ده او بله دا
چي زه پدې ورځ د خپلي ټولي كورنۍ ديدن  كوم
"زموږ د ماما كور په ده دانا كي و ، او خداي بخښلي ماما مي ډير په داكتر صاحب
باندي گران و.

 
كله چي مو د غرمي ډوډۍ وخوړل
 نو ډاكټر صاحب  خپل ساتندوى جفسر ته وويل چي يو عادي موتر را وغواړه
چي څوك مي ونه پيژني او موږ ټول د ماما ليدلو ته ځو.

 هغه ورځ موږ ټول يعني زه ،
شهيد نجيب الله، شهيد احمدزی او شهيده مور مي سره د جفسر د ماما كورته ور روان سولو
، كله چي د ماما كورته ورسيدلو نو ماما مي د ډاكټر صاحب په ليدلو سره ډير حيران سو
او هغه هم پدي چي د ملت جمهور ريس پدې عادي موټر كي فقط يوازي د يوه باډي گارډ سره
ورغلى ډير ورخطا سو او ورته ئي ويل چي نجيبه ته ژر لدې ځايه ولاړ سه چي څوك دي ونه
وژني زه كورته درځم خو ته ولار سه.

ډاكتر صاحب ورته په خندا سو او ورته وئي وويل:" ماما جانه نه مي
په ناحقه څوك وژلي او نه له دښمن نه ويره لرم. بل داچي داسي زمريان د هيواد په
هرگوټ كي داسي ټينگ امنيت نيولي چي يو نجيب خو څه كوي چي سل نجيبان هم د ښارپه منځ
كي وگرځي څوك به ورته پورته ونه ګوري. " هم هغه ورځ وه د ماما كوركي مو چاي
وڅكلې او مازيگر كورته راغلو. ډاكټر صاحب په خپل ځان او په افغان  ملت ئي ډير اطمينان درلود  او هميشه به ئي ويل چي زه له ترور څخه پدي نه
داريږم چي افغانان په غافله كي ويشتل نه كوي. هغوي د ميدان زمريان دي او مخامخ
درسره لاس او پنجه نرموي. واقعت يي ويلي وو شهيد د شهادت په شپه تن په تن د
پنجابيانو سره وجنگيد تر څو بي غيرتو پنجابيانو د هغه په سر ډزي وكري او دا زمري
يي د ابد لپاره زمونږ څخه واخيست، او دميدان ننگيالي زمري يي په شهادت ورساوه.

روشن احمدزى


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/60...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس