زوړ نجار

Hask
دوشنبه 24 مارچ 2014

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

د يوه ظالم پاچا يوه خوار نجار ته خوشكه راغله او امر ئې وکړ چي
تركاڼ دي ووژل سي، د درباريانو له ټولۍ څه يوه زړه سوانده درباري په پټه نجار د
پاچا له پرېكړي خبر كړ، نجار چي د شپې كور ته راغى نو ډير خواشينى او وارخطا ښكارېده،
د معمول خلاف ئـې نه
 د شپې ډوډۍ وخوړه او نه ئې سترګي په خوب درنې سوې،
مېرمن ئې ټينگار وكړ چي په راز ئې پوهه كړي، نجار مجبور سو او د پاچا په پرېكړه ئي
خپله مېرمن هم خبره كړه، مېرمن چي په رښتيا غم شريكه او هوښياره مېرمن وه خپل مېړه
ته تسلا وركړه چي په آرام خوب ويده سه كه خداى يو دى د خلاصون دروازې ئې ډيري دي،
نجار هم د خپلي مېرمني په تسلا باندي ډاډه او په ارام خوب ويده سو، سهار چي ناببره
د نجار دروازه په ډېر تلوار وټكېده نو دى په ډيره وارخطايي را جګ او خپلې ميرمن ته
ئې په ناهيلي نظر وكتل او په دې هيله چي اوس به ئې د پاچا عسكر زولانه او د مقتل
په لوري كش كړي د دروازې پر لور رهي سو ، مېرمن ئې بيا هم تسلا وركړه چي كه خداى
يو دى دخلاصون دروازې يې بې شميره دي، نجار چي دروازه خلاصه كړه څه ګوري چي د پاچا
د عسكرو پلټن ولاړ دى او په ډېره بېړه او وارخطايي نجار ته وايي چي هله ژركوه
درمخكې سه
 ...!

پاچا مړ سو او تابوت ورته جوړ كړه!



آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/635

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس