صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > لنډه کیسه: د امن خونه

لنډه کیسه: د امن خونه

lawang
شنبه 13 دسامبر 2014

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

لنډه کیسه

د امن خونه

محکمې ملا په شل کاله بند محکوم کړ. هغې له خوشالۍ په ډک نظر خپل ښي اړخ ته ناست پلار و مور ته وکتلې. هغوى او نور خپلوان يې دې ته داسې کتل لکه يوې ګنهګارې ته چې ګوري. چپ اړخ ته يې ناستو هغو ښځو ته وکتلې چې بيا بيا يې د محکمې په جريان کې پر قاضي غږ کاوه چې زاني ملا ته سخته سزا وټاکي.
هغوی ډېرې خوشاله وې. يوه ميرمن چې کله يې دې او كله يې مور و پلار
کتل، یو ناڅاپه له ځايه راولټېده، د نجلۍ مور يې له ځانه سره د محکمې له خونې
بهر بوتله. څو شېبو کې بېرته په منډه راغله، نېغه د قاضي مېز ته ورغله
او ورو يې د هغه په غوږ کې څه وويل.
قاضي د نجلۍ مور و پلار او خپلوانو ته په ځير وکتل او تر څه سوچ وروسته
يې وويل: ((دا محکمه د نجلۍ د ژوند د ژغورلو پخاطر يوه سلا کوي چې هغه دې
د خپل کور په ځای د امن کور ته لاړه شي.))
۱۳۹۳.۹.۱۹


آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس