صفحه نخست > دیدگاه > په افغانـستان کې د لـویـدیـزې ټلــوالې اخــلاقـي فـساد

په افغانـستان کې د لـویـدیـزې ټلــوالې اخــلاقـي فـساد

لیکوالان: ډکټر محمد داود میرکي او ډاکټر رحمت ربی زیرکیار
ډکټر محمد داود میرکي او ډاکټر رحمت ربی زیرکیار
يكشنبه 29 جنوری 2012

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

په اکــــتوبر ۲۰۰۱ زیـیز کې په افــغانستان بانــدې له یرغــل راهــیسې، لویــدیزې ټلوالې خپل قباحت د وژنې د وحشـتناکو شکلونو، د جنګ د کرغیـړنو جنایتونو او د غیرقانوني وسلو د استعمال له لارې ښودلی دی. د لویدیزې ټلوالې رښتونې څیره او اخلاقي انحطاط یې د هرې ورځې په تیریدلو سره راڅرګند شول-پـه تیره له هغه مهاله چې د امـــریکې او متحدیــنو کلکې پټې او بې رپـورټه ضایعې په افغانستان کې محاسبې ته ونه سپارل شوې
لاندې بیلګې به بسنه وکړي چې د لویدیزې ټلوالې رښتونې څیره بربڼـډه کړي چې نه یواځې یې افغانستان ویجاړ کړی دی بلکې د افغانستان د ولس بشریت ته یې هم زیان اړولی دی.

یو څو ورځې وړاندې ، یوچا د څلور تنو وسله والو امریکایانو مونې وښودلې چې د طالبانو د جنګیالیو په مړیو یې متیازې کولې. دا زموږ لپاره د تعجب وړ نه وه ځکه چې موږ په افغانستان کې او هر چیرې د امریکې او د متحدینو د وسله والو قواو د دغسې کرغیړن سلوک په اکله ښایسته ښه ډیر لوستلي وو. خو د امریکایي قواوله یوه اســاسي او انکارنه مـنونکی واقـعیــت نه سترګې نــشو پټــولی اوهغه دا چې د بشر ویــقار او عزت ته سپکاوی کــــوي. په حقیقت کې امریکایي قواوې له ډاره ډک نمونه یي سلوک کوي: معمولا، دوی د ساده وسلو د لرونکو مخالفانو په مقابل کې په خپلو پرمخـتـلـلو وسلـو متکي وي او په هــغو بم اچــوونکو الـوتکــو ډاډه وي چې له غـږه ګــړنـــدئ (ســوپـر سانــیک) الـوزي. طالب جنګــیالي په ډیــر زړو کلــشنیکوفــونو او توغندي ویشــتونکو بمګــوټو(آر پــي جي) سمبال دي، خو د خپلې دفاع لـــپاره د ځان سره واقــعي وســله ګرځوي-خپله نه ماتیدونکې پولادي اراده. دغه ترکیب د امریکې،ناټو او د وارسا د تړون د پخوانـیو غړو په شمول ۴۹ هیوادونه په ګوڼـډو کــړی دي. په حقیقت کې امریکې په غلي (ضمني) ډول خپله ماتې منلې ده، ځکه هیلري کلینټن[ د امریکې د بهرنیو چارې وزیرې] د ولسي جرګې د بهرنیو چارو د کمیټې په وړاندې د ۲۰۱۱ په اکتوبر کې وویل چې سوله بې له ملا عمره ناشونې ده. را په یاد کړئ، دا هـمغه ملا عمر و چې امریکې ترهه ګر (تروریست)ګاڼه. بل مثال د امریکې په برید کوونکي ټانکي غوڼـډ را څرخي چې په کندهار کې یې ملکي افغانان ووژل او د ساعت تیرۍ لپاره یې د هــغوې ویجاړې شوې تنې وښودلې او دا خو لا څه کوئ چې دهــغوي ګوتې او ســـرونه یې د یـــــادګارونو پـــه څــیر غــوڅ کړل. پوښــتــنه داده چې کوم ډول وحــشیان به داسې وکــړي؟ ځـــواب یې دا دی چې وحــشیان امــــــریکایـــي عســــــــکــــر دي.

دریم مثال یې دا دی چې د سهیلي افغانستان د هلمند په ولایت کې، برتانوي عسکرو افغان ماشومان وازارول او تعــــرض یې پرې وکړ. برتانوي او امریکایي عسکرو د هلمــند په ولایت کې ځینې خورا فجیع جنایتونه تر سره کــړي دي ځکه چې هلته یې تقریبا هره جګړه بایللې وه. په رښتیا، د ۲۰۱۰ زییز په فبرورۍ کې پنځلس زره امریکایي او برتانوی قواو چې په څنګ کې یې د افغانستان د شمالي اتحاد ټولیو د افغانستان د ملي اردو دچپنې لاندې ګډون لاره ، د هلمند ولایت په مارجه نومې کرهـڼـیز کلي برید وکړ. د ا ستر قدرت چې په هوایي ملاتړ، کلک توپچي قدرت او د خاصو عملیاتو په قطعو سمبال شوی و په ګوڼـډو شو، ماتی یې وخوړه. په حقیقت کې، په مارجه کې دهغوی په ماتې باندې په افغانستان کې د امریکایی قواو جنرال مککـریستل رڼا اچولې وه ، په دې ډول چې مارجه یي وینې څـڅـیدونکی زخم ګڼلی و. مارجه یې ځکه وینې څڅـیدونکی زخم ګڼلی و چې هلته امریکایي او برتانوي عسکرو ته غټ تلفات اوښتلي وو که څه هم امریکې او متحدینو یې د جنګیالیو طالبانو په کچه غــټې قواوې او درانه او مُـدرن جنګي وسایـل لرل. خو داچې بهــرنیو یرغلګرو،ناټــو او امریکې، پـښــتانه ما ت نکــړای شول، د سپکاوي لار یې ونیوله،هغسې لار لکه برتانوي عسکرو چې په ماشومانو باندې د جــنســي هــدف لپاره تجاوز وکـــړ او امریکایي عسکــرو د مــړیو سپکاوی . د زړه ورو ســړو څه یو ناشــنا لــښکـــر؟- هـغه پـوځــونه چې د مــلــتـــونو اســـــتـــازي دي.

په ۲۰۰۵ زییز کې د ارزګان ولایت په دهـراود ولســوالۍ کې امریکایي عسکرو د دوه طالب جنګیالــیو مــړي وسیځل. د هغوی د سیځنې په مهال امریکایي عسکرو د لوډ سپـیکر په استعمال سره د کلي د خلکو زړورتیا او سړیتوب راټـیټول او په دې ډول به یې هغوی سـپکول. له دینه وروسته، امریکایي عسکر (دلته او په هر ولایت کې چې پــښتانه پکــې برلاســي وو) د ویــشتــنې هدف وګرځیدل. خلک په دې پوه شول چې امریکایي عسکر لازمي انسانــیت نه لــري او د بشري وقار سپکاوی کوی. له دې امله، د نــیواک په ضد پاڅـــــون ارت شــو او ولسي مـــــلاتړ یـــې خــپل کــړ.

په ۲۰۰۶ کې په افغانستان کې جرمن عسکرو له یوې ځایي هدیرې نه د فـټبال لپاره کوپـړۍ راوویستلې او نور سپک کارونه یې هم وکړل. هغوی د هډوکو سره عکسونه واخیستل او یوه عسکر د ککریو له منځه یوه د خپل تناسلي غړي په خوا کې ونیوله چې د جنسي شهـوتي تصویر له لارې یې سپکاوی وکړي
ډیر ځلې امریکایي عسکرو د سپیـڅلي قرآن سره د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې سپکاوی کړی دی. عسکر د خوب په مهال د خلکو په شخصي ژوند باندې تیری کوي، په پرله پسې ډول کورونو ته د ننوتلو دړې (دروازې) یې الوزوي او په انسانانوحمله ګر سپي ورخوشې کوي. که په دې ټولو یې تنده نه ماتیـږي، نو بیا څو ځلې عسکر د سپـيڅلي قرآن ټوکونه رااخلي او چـټلـیو ته یې ورغورځوي. دا هغه ډول بې نزاکته سلوک دی چې د پښـتنو(افغانانو) پریکړه یې غښتلې کړه په داسې حال کې چې نورو اقلیـتونو ورته په بې تفاوتۍ سر کتل یا یې د یو څو خیرنو ډالرو لپاره د زړه له کومي هـملاسـتیا کوله

پښتانه (افغانان) نه یواځې د جګړې ډګـر ګټي، بلکې په خپلې سرلوړتیا او وقار سره اخلاقي جګړه هم وړي او او خپل بشریت نه رسوا کوي. د افغانستان د غیرپښتون جمعیت ځینې ټوټې یرغلګران خوښوي او تسلي ورکوي په داسې حال کې چې ځینې نور یې بي تفاوته تماشاچیان دي- او دا هغه تو پیر دی چې په افغانستان کې د پښتنو په غوڅ پاڅونیز (قیامي) اکثریت او د غـیرپـښتنو په غوڅ مطیع اکثریت کې لیدل کیـږي. هسک څښتن به په صالحانو او شریرانو قضاوت وکړي. پښتانه افغانستان ته د یو څیز (شي) په سترګه نه ګوري چې د یو څوخیرنو ډالرو په مقابل کې یې خرڅ کړي
په افـــغانستان کې د لویـدیزې ټــلوالې جنګ په ډاګه کوي چې په جګ تخنیک ســمباله عسکري قوا یې په مسلکي نیـــمګــړتیا اخـــته ده، یانې عسکـــــر یې د جګــړې د تاو او فشار په مهال د وجـداني او اخلاقي معیارونو سره ژمنه نه شــي پالــلی. لویدیز واکمنانو ته د ستراتیجستانو، تحلیلګرانو او فکري بانکونو (تینک ټـینکس) لښکرې تیارسئ ولاړې دي. خو سره له دې دغه واکمنان په دې کې پاتي راغلی دي یا یې نه دي غوښـــتلي چـــې ځانونه پـه افـــغـــان واقعـــیتــونو پوه کـــــــــړي

(الف) پښتانه چې د افغانستان د وګړو اکثریت جوړو ی، د افغانستان موسـسان او ساتونکي دي

(ب) پښتانه د لویدیزې نظري ولسواکۍ (دموکراسۍ) په ځا ی، جوړښـتیـزه/سمـسمکئ ولسواکي لري. د بیلګې په ډول،لاندې پـښتو متـلونه د کړکـیچونو د حل لپاره د پښتنو د فکر څرګندوی دي
(۱) «په خبرو ‎سره دوزخ منم، په زور سره جنت پریـږدم». یانې پښتانه دې ته چـمتو دي چې سوچه دوزخ ته غاړه کښیـږدي – په دې شرط چې سپـیره دوزخ ته په درناوي او نزاکت سره وروبلل شي. خو که زور وکارول شي، جنت به پریـږ دي

(۲) « جرګه مې کړه خپل مې کړه، پـړ مې کړه مـړ مې کړه». یـانې کله چې له جرګې نه کار واخیستل شي، دغه کار درناوی او عزت تمثیلوي اود رابلل شوی قناعت ته لار پرانیزي. له دې امله رابلل شوی د جرګه مارانو محترمانه او درنې پریکړې ته تن ږدي که څه دغه پریکړه به یې په ضد وي او د رابلل شوي لپاره به کلکه جزا ( په مړینه محکومیدل) د ځان سره راوړي

(۳) « کــــه غــر ډیـر لــوړ دی په ســریې لار ده». يـانې پــــه کــلکو کــړ کیـچـنو حــالاتـو کې هــم د خــــبرو (مــذاکـــرو) لـپاره امــکان شـتـه

(پ) پښتانه د خپل سـمسمکي( مساوات طلبه) شـعور له امله د چا تکبر او غـرور نه شي زغملی. پښتانه خپل تاریـخ له خپلو هـدیــرو نه زده کوي چې د خپل ویاړ او عزت سمبـولونه یې ګـڼي. د پښـتنو سمـسکی شعــور او په ژورو جـرړو ولاړ عـزت نـفـس ورتــه اجازه نـه ورکــوي چې استعـماري او امپـریا لـیستــي غـــرور تــه سـر ټـیـټ کـــړي

په اووه لـسمه پـیـړۍ کې د پښـتـنـو ملي شاعر مشر خو شحال خټک (۱۶۹۶-۱۶۱۶) داسې لیکلی وو چې
د پــښتون نوم ویاړ او عزت خپروي، خو که دغه عزت اوحرمت نه وی د افغان تاریخ به څه وي؟ [ د دې غیرشعري مطلب په اکله ، زه زیرک یار لږ و ډیر ډا ډه یم چې د شعر پښتو مـتن به د انګریز اولاف کیرو په کتاب «دی پـټـانـز، ۱۹۵۸، کې خــونــدي شـــوی وي]. زیرک یــار

د ښکیللاک (استعمار) او امپریالیزم تاریخ د پښتنو د برخه لیک په اکله ډیر بې رحمه و. استعماري، غیرقانوني، بې اعتباره او ناروا « ډیـورڼـډ لیکه» (۱۸۹۳) لا تر اوسه پښتانه ویشي. د تیر او اوسني وخت د استعماري نقـشو او د پښتنو په مقابل کې د فجایعو سر سره، پښتنو خپل ناموس خوندي کړ او د خپل ژونـد په قـــیمـت یې خپل ویاړونه دفاع کړل. پښتانه په دې پسې ونه ګرځیدل چې یرغلګرو په کومه اندازه ځانونه راټـیټ کړي او کوچني کړي دي. دوی به هـیڅکله ځانونه د یرغـلګرو سویې ته راټـیټ نکړي بلکې خپله جګړه به په شــرافـتمــنـدانه تــوګه پر مــخ بــیایـي

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید

پيام‌ها

  • پشاتنه دوصد سال بر این سرزمین حکومت کرده و جز از کشت و کشتار و غارت و چپاول کاری نکردند. وقت آن است که ملتهای غیر پشتون و یا غیر اوغان متحد شده و بر علیه این وحشیهای قرن بیاستند.

    • قندولک! پشتون های لیاقت و شایستگی حکومت را داردند اگر نه دوصد سال حکومت کردن گپ ساده نیست.به شما هم مواقع میسر بود پس چرا نتوانیستید که یک حکومت با کفایت داشته باشید،حکومت شما از کوتل خیرخانه به پایین اقتدار داشت. برای وحشی مانند خودت باید لباس وحشی را به تن کنیم،اصلاَ طرز نوشتن تو آشکار میکند که یک وحشی، ویلگرد،بد اخلاق هستی.اخلاق انترنیتی را رعایت کن و چرند نه نویس.

    • agar shuma ba qaanon madani taslim nashawid wa har kas ke ghiar pashtun bashad na pazired wa hata zan hai khod ra befroshid ta shuma ra kase hemayah nezaami wa seyasi konad , alaihe ghair awghan ha . pas koja yak hokomat motamaden ghair awghani dar in sarzamim arz wojod konad !? ba aks ghiar awghan ha ba raai wa mardom saalari wa hata taqalob shuma ehteram kardand wa dast az asleha kashidand , hale khod begoyed ke shuma dar 10 sal akher kardid ! ham dawlat hasted , ham talib wa ham amrikaye!!! hale khod bego ke dar 100 sal akher ke pashtun hokomat kard che fayda ba khod pashtun ha karda magar shuma az hama mardom pas mandid !! mazdor shudid ! wairan kardid ! abro insan wa islam ra ba sawyda jahani bordid !!

  • (الف) پښتانه چې د افغانستان د وګړو اکثریت جوړو ی، د افغانستان موسـسان او ساتونکي دي

    shuma na tanha ke aksaryat nisted , balke dar kheyanat wa watan foroshi az hama karda 100 qadam peshtar hasted !!! man namedanam ke chetor sharmat nameyayad ke baz khod ra aksaryat wa modafe afghanistan mependarid !! az durand shoro ta emroz magar pashtun ha khak foroshi nakardand !!! magar pashtun ha ros ha ra nayawardand ! magar pashtun ha Arab wa pakistani ra nayawardand ?! magar Talib emroz ki hast ?http://www.bbc.co.uk/persian/a... . pashtun ha faqat baaes barbaadi in khaak shudand ta barai khod hoyat besaazand ke natwanistand belakhera dorogh hai tarichi , jaal tarichi khod ra efsha kardand wa emroz khod ra ba haist terrorist hai bainolmelali marefi kardand !! khodawand ra shukr guzarim ke media dar afg peshraft kard wa 40 awsaaf pashtun barai hamish az ab baramad ke emroz wa sang wa chob ba sare shuma mezanand wa hata ke shuma ra saratan zamin khetaab mekonand .

Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس