Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 59103

آیا شاعران پشتون خلاء نادرخان را پر خواهند ساخت؟

12 جون 2012, 16:30, توسط میرویس جلالزی

(دوشنبه/جون۱۱) د افغانستان د علومو اکاډمۍ د هیواد د قومي ترکیب په اړه د خپل وروستي تحقیق پایلي اعلام کړې.
دغه ترکیبي جوړښت په آریانا د دایرة المعارف کې په مفصله توګه خپور شوی دی.
په دغه کتاب کې راغلي چې په افغانستان کې د پښتنو فیصدي په سلو کې دوشپيته د تاجکانو دولس سلنه، د هزاره توکم نهه سلنه او پاتي نور قومونه ۱۴ سلنه جوړوي.
په دغه کتاب کې راغلي چې پښتانه په بې ساري توګه په هیواد کې ډیر شوي او یو مهال دغه شمیره شاوخوا څه باندي ۵۰ وه.
د علومو د اکاډمۍ په دغه تحقیق کې ویل شوي چې پښتانه د هیواد په ډېرو سیمو کې خپاره دي او دمګړۍ د هیواد هرې برخې ته پراخ شوي او دغه برخې اوس یوازي په جنوب او ختیځ پوري نه بلکې د پامیر تر لمنو پوري هم غزیدلي دي.
د دغه دایرة المعارف د خپریدو پر وړاندي د نورو توکمونو غبرګونونه هم پاریدلي دي.
تاجکان او هزاروايي چي په دې قومي ترکیب کې له دقت څخه کار نه دی اخیستل شوی.
د فارسي ژبي یوه لیکوال پرتو نادري ویلي چي دا قومي جوړښت چي اوس د علومو اکاډمۍ خپور کړی افغانان د نفاق په لور ټیل وهي.
د احصاییې د مرکزي ادارې رييس عبدالرحمان غفوريو چې د جمعیت اسلامي غړیتوب او د کاناډا تابعیت لري، بي بي سي فارسي ته وویل چې د علومو د اکاډیمۍ له لوري اعلان شوې شمېرنې دوی ته د منلو وړ نه دي ځکه چې تراوسه پوري په افغانستان کې د نفوسو سرشمېرنه نه ده شوې.
تېره اوونۍ د احصاییې مرکزي ادارې د بامیان نفوس ۳۸۸ زره اعلان کړ خو د بامیان د ولایتي شورا د بامیان نفوس ۶۵۰ زره وباله وباله او د عبدالرحمن غفوري له لوري اعلان شوې احصاییه یې محکوم کړه. خو د مرکزي احصاییې اداره وايي چې د بامیان ډېری اوسېدونکي نورو سیمو ته تللي دي.
د علومو د اکاډمۍ څیړندویه ډله وايي چي دوی له څو کلونو خواریو او هڅو وروسته دا مالومات راټول کړي او د دغه کتاب دوهم ټوک به هم ډير ژر ترتیب او خپور شي.
ټاکل شوې چي دا دایرة المعارف ډير ژر دعامو خلکو لاس ته ورسېږي.

جستجو در کابل پرس