Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 61329

ســنت پــیامــبر مــانع اظهــار نظــر مــولــوی کشــاف شــد !

19 جولای 2012, 14:10

ازکسانیکه نا آگاهانه برپیامبر مسلمانان تاخت وتاز نموده ومسلمانان را توهین می نمایند باید بدانند که هنوز جامعهء قبیلوی اوغانی را نشناخته اند وحتی کوچکترین مطالعه ایی هم پیرامون اینکه این کسانی که بنام طالب ومجاهد هزاران انسانرا به کام مرگ میفرستند خودشان چقدر از اسلام وقرآن فهمیده اند.
سیدحسین پاچا یکی ازخبرنگ‍اران اوغان می باشد او مصاحبهء یک ملای کوچی را ازیک ویدیو بیرون آورده است ودرسایت دعوت به نشر سپرده است اگر زبان اوغانی را میدانید این را مطالعه کنید وبیجا وبی مورد به مقدسات مردم توهین ننمائید.
بااحترام
پرویزبهمن
نوټ :
دغه ليکنه مې درنو هېوادوالو او محترم مولوي صاحب عطاءالله لودين ته له وېډيو راايستلې ده. هيله ده چې يوځلې يې واوري او يا يې ولولي او بيا پرې خپل منصفانه قضاوت وکړي. ايا له دغې سرښندنې به موږ ته اسلامي او سياسي زده کړه او ورسره بيا سوله غوره نه وي چې خلکو زموږ له پاکو او اسلامي احساساتو نه ناوړه ګټه پورته کړه. ترڅو به راباندې په ازاد مارکېټ کې سوداګري کيږي؟ دا وخت دی چې موږ ټول بايد په شريکه د يو ملي تفاهم په چوکاټ کې د خپلو ملي او اسلامي ګټو نه دفاع وکړو نه دا چې خپل ځانونه، هېواد او ملي ګټې له نورو نه قربان کړو.
پوښتنه :
په لمانځه کې فرض چا ته کيږي او سنت چا ته کيږي ؟
ځواب : ؟؟؟
لاره ترې ورکه ده او نه پوهيږي چې څه ووايی ؟ بل درېيمګړی دلته مداخله کوي. خو بيا هم وايی چې نه پرې پوهېږم چې څنګه يې ووايم.
پوښتنه :
څو کليمې دي ؟ دا کليمه چې ته يې وايی، دا فرض ده، واجب ده او که مستحب ده ؟ فرايض د دې کليمې راته ووايه !
[په زوره غږېږه!]
ځواب :
نه پرې پوهېږم چې څنګه ده ؟
نه پرې پوهېږې ؟ ته مسلمان نه يې ؟
مسلمان خو يم، خو دومره مو څه زده کړې ده ؟
نو تا هېڅ نه ده زده کړې ؟
نه دومره مې چېرته زده کړې.
پوښتنه :
دا اسماني کتابونه څو دي ؟
ځواب :
والله که ما ته معلومات شته چې څو دي ؟
پوښتنه :
مذهبونه څو دي ؟
ځواب :
مذهبونه ؟
[غلي مه غږېږئ !]
تکراري پوښتنه :
مذهبونه څو دي ؟
ځواب :
مذهبونه خو يو مذهب دی
پوښتنه :
کتابونه څو دي ؟
ځواب :
کتابونه، کتابونه خو دومره ډمبارۍ دي، نو ما ته يې څه پته ده ؟
نه پوهېږم چې څو کتابونه دي ؟
پوښتنه :
کليمه يې شهادت ووايه !
ځواب :
بل خوا ته مخ اړوي او پوښتي چې شهادت څه رقم ده ؟
پوښتنه :
کليمه يې طيّبه ووايه !
ځواب :
طيّبه والله که راځي، نو څه ووايم ؟
((نو ته بيا څنګه مسلمان يې ؟))
پوښتنه :
څو بناوې دي ؟
ځواب :
بناوې ما ته څه زده دي ؟
نه مې دې زده کړي، زده مې نه دي.
پوښتنه :
دا اودس چې کوې، نو څه رقم ته يې کوې ؟
 [1]
اشهد ان لا اله الا الله
پوښتنه :
نه، فرض پکې کوم دي او سنت پکې کوم دي ؟
يا لوی اودس يا وړکی اودس وي.
تشريح : لوی اودس دا مانا چې غسل درباندې اوښتی وي يعنې شيطان غلط کړی يې.
پوښتنه :
ته څه رقم لوی اودس کوې ؟
زه اودس داسې کوم چې اشهد ان لا اله الا الله ... نو مخ ښۍ خوا ته ګرځوي او خپله ښۍ اوږه ښيي چې لومړی بايد پر ښۍ اوږه اوبه توی شي او بيا خپل سر ته اشاره کوي چې بيا پر سر باندې او بيا چپې اوږې ته اشاره کوي چې پر چپه اوږه بايد اوبه توی شي.
يعنې اول به يې پر ښي مټ، بيا به يې پر سر او بيا به يې پر چپ مټ توی کړې. ښه، کور دې ودان.
بس چې کله وچ شې ...
پوښتنه :
اللهم انا ووايه !
ځواب :
اللهم انا ونستعين او بس نور مې نه ده زده.
نوره دې نه ده زده ؟ ((خندا))
اللهم انا ونستعين ...
ښه، اوس تاسو ځان ته مسلمانان وايی ؟
((خندا))
ته مسلمان نه يې ؟
ولې نه زه مسلمان يم.
ادم کوچی هم ځانته مسلمان وايی؟
زه نه پوهېږم چې څنګه مسلمان ځانته وايی ؟
همدغه رقم مسلمانان ورسره دي لکه ته چې نورو مسلمانانو ته اسلام خپروئ ؟
نورو خلکو ته اسلام ورښئ! ؟
زه ...
د تا خپله کليمه نه ده زده، نو ته څنګه خلکو ته اسلام ورښيی ؟
بيا لا نورو مسلمانانو ته اسلام خپروې ؟
پېژنې يې ؟
نه، نه.
سنت يې ؟ يعنې سنت شوی يې ؟
چا سنت کړی يې ؟
خاندي او وايی چې سنت يم.
زه خير، بلې خبرې ته راځو.
((څه شی؟ سنت کړی يې ؟؟))
ستا نوم څه شی دی ؟
ځواب :
زما نوم نورخان دی.
پوښتنه :
د کوم کلي يې ؟
ځواب :
ايسته پورې د دلوزيو کلي يم.
پوښتنه :
بل نوم دې څه شی دی ؟
ځواب :
بل نوم مې نری دی.
ښه، بل نوم دې نری دی.
پوښتنه :
د چا زوی يې ؟
ځواب :
د ګل داد زوی يم.
پوښتنه :
په قوم څوک يې ؟
ځواب :
دلوزی
پوښتنه :
په دلوزيو کې څوک يې ؟
ځواب :
په دلوزيو کې سلطان خېل يم.
ښه، سلطان خېل يې !
نو دا کليمې دې ولې نه دي زده ؟
نو ته څنګه مسلمان يې و وروره ؟
نو کليمې خو موږ کوچيان خلک يو. موږ په څه پوهېږو ؟
ولې کوچان مسلمانان نه دي که څنګه ؟
او بيا له دې نورو نه پوښتنه وکړه. زما خو لا ښه ده دومره لمونځ زده دی. د دې نورو هېڅ زده نه دي، پوه شوې.
نو ولې ته مسلمان نه يې چې تا نه دي زده کړي ؟
موږ يې بايد زده کړو.
څنګه به يې زده کړئ ؟
اوس يې زده کوې ؟
موږ يې بايد زده کړو.
ځنې خو نه دي، بلڅې خو نه دي چې دې پرېښي.
په دوو کلو کې به دې دا بلڅې رااوږدې شوي وي ؟
که په کال دې يوه يوه دغه زده وای، نو اوس به دې دوه زده وای.
که په مياشت کې دې يو يو حديث زده وای، نو کال دولس مياشتې دی، نو اوس به دې دولس حديثه زده کړی وای.
پوښتنه :
اولين ايمان تا په څه شي راوړی دی ؟
ځواب :
اولين ايمان ...
په چا دې ايمان راوړی ؟
ايمان مې په خدای راوړی، په چا مې راوړی ؟
آفرين !
پوښتنه :
د چا په مذهب يې ؟
ځواب :
مذهب ؟
هو ،
((خندا))
پوښتنه :
د چا په امت يې ؟
ځواب :
امتيان د خدای يو، د چا يو ؟
آفرين، آفرين !
 [2]
ګوره !
ټولو مسلمانانو ته زما دا خطاب ده. ټولو کوچيانو او ټولو طالبانو او ټولو مجاهدينو ته زما دا خطاب دی چې نور خلک مه غولوئ!
خپله په کليمه نه پوهېږئ. مګر نور خلک د کافر په نوم تاسو شهيدانوئ. وژنئ يې د خپلو ګټو لپاره، پنجابی خوشاله کوئ.
نور همدومره دې بس دی چې د تا کليمه هم نه ده زده. دا اوس د تا مرګ روايت لري چې د خدای په احکامو تر اوسه نه پوهېږې.
ته خپل پېغمبر نه پېژنې، ته خپل مذهب نه پېژنې، ته خپل امام نه پېژنې، ته خپل کتاب نه پېژنې. د تا مرګ موږ ته روايت لري کنه؟ کنه د خان ولي مرګ روايت درلوده چې هغه څوارلس - پينځلس کاله جهاد کړی وو او د اسلام پر ټولو احکامو بلديت لاره. هغه ده ((ادم)) کوچي دا د تا په رقم يو ځناور وو ، هغه شهيد کړ.
او هغه ځناور پخپله نه پوهېده، لکه د تا غوندې يو ځناور وو.
په کليمه نه يې خبر، خالق دې هدايت درته وکړي.
ورته وايه امين.
امين
په درنښت
سيدحسين پاچا
کوچی طالب :
http://www.benawa.com/fullstor...

[1په دې کې فرض څو دي او سنت څو دي ؟

[2په امت د رسول الله (ص)

جستجو در کابل پرس