Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 62200

ملاقاتهای مقامات پاکستانی بارهبران شمال وخشم سرلوچ مرادزی

5 آگوست 2012, 12:49, توسط جمیل کندهاری

دکندهار اوسیدونکو له تیرو څو کالونو راهیسی او په ځانګړی ډول په اوسني حکومت کي له ډیرو ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ سول، د کندهار اولس تر اوسه له ولسمشر حامدکرزی څخه ګیله نده کړې، مګر پس لدې به روانه چوپتيا پای ته رسوي او د خپلو حقونو غوښتنه به په هره برخه کي کوي، کندهار میړني قومونه لری، چي دا نه یوازی هیوادوالو منلي بلکه د نړی وټولو هیوادونو ته معلومه ده چي کندهاریان یومیړني خلک دی
د کندهار له اولس سره د مور میرنې چلندکیږي دوی لاهم چوپه خوله ناست دي، تېر یولس کلونه یې د اور په لمبو کي تیر کړل مګر آه یې چا وانه ورید، په تیرو یولس کالونو کې به یوازی ۲۰نفره په تحصلي بورسونه بهرنیو هیوادونو ته د لوړو زده کړو لپاره نه وي استول سوي
د کندهار ډیر باجرایت قومي مشران، دیني عالمان، زده کوونکي، محصلین، مامورین او سرتیری په مختلفو لارو او تکتیکونو له منځه ولاړل، دوی کي داسی څوک هم و چی ټولو افغانانو پری ویاړ کاوه، د کندهاریانو خوشحاله ژوند، میلمې ځایونه او هغه دودونه له منځه ولاړل چي دوی به یې د خوشحالۍ و ټغر ته راټولول، د دې قوم د له منځه وړلو لپاره اوس هم ډیري هڅي رواني دي، او ډیرو یې دولتی موقفد یو ځانګړي سبوتاژ لمخي له لاسه ورکړی، چی په لنډو ټکو کي نومونه اخستلای سو.
1 : حبیب الله قادری چي د مخدره توکو پرضد د مبارزی وزیر و، داسی وزیر چي په ټول هیواد کې یې د پاک نفسي ساری نه لیدل کیژی په وچ زور استعفا ته اړ سو .
2 : انجینر پښتون له وزارته لیري کړل سو . هغه وزیر چي د محتده اماراتو د دوبۍ په برمختلي ښار کي ئې په نړیواله کچه د ښه کار تقدرینه کيږي
3: عارف خان نورزی د قومونو د سرحدي چارو وزیر و چي یو مجاهد سوله غوښتونکي شخصیت ئې درلوده او په پوره توانمندی یې خپله ورسپارل سوې دنده پرمخ وړی ده له وزارته لیري سو .
4 : حمیدالله قادری د ترانسپورت اوهوایی چلند وزیر و، د ته هم دسیسه جوړه سوه او له وزارته یې پسي واخیستي، که څوک په کندهار کي د قادري کورنې نوم ، شهرت او دارائې ته وګوري او ددوی اخلاق ، وطندوستي او ایمانداري ته ځير سي هر باوجدانه شخص به دغه درک کي چي دقادري دوزارته لیري کیدل فساد نه یو ځانګړې توطیه وه .
5 : اوس اوس جنرال یونس نورزی، جنرال صیب یوازینئ کندهاری جنرال وچي کورنیو چارو(اوسني شمالي ټلوالي) په وزارت کي یې دنده درلوده چی د تعصبونو ښکار سو
دا او دی ته ورته نوري ډيري هم سته چي له دندو ګوښه سوی او اوس پر کور ناست دي، لومړی خو دوی د یوی دسیسی ښکار سوي که تاسو ئې د دسيسی ښکار نه بولی نو بیا خو په اوسنۍ کابینه کي داسی وزیران سته چي په ميلیونو ډالره یې اختلاس کړی او په ميليونونو ډالر یې حکومتي ځمکي غصب کړی پر هغوی بیا ولی دولت خوله چپه نیول ده .
دخداي په پار کندهار دافغانستان ستراتژیک پایتخت ګنل کیږي ، تر کابل وروسته دهیواد دوهم ولایت دی دنفوس له مخي دهیواد څلورم ولایت دی خو بیا هم په کابینه یو وزیرکندهاری نسته ؟؟
دبامیانو ولایت د هیواد دریمه درجه ولایتونو څخه دي دنفوس له مخي ۱۴ ولایت دي خو په کابینه کي ئې اووه وزیران ناست دي ؟؟
د کندهار میړنئ ولس هم له اوسني حکومت سره اوږه په اوږه ولاړ دئ چي په همدې دلیل ئې حکومتي کارکوونکي او زیات شمیر دیني عالمان او قومي مشران پدې تور چي ګواکي له حکومت سره مرسته کوي ترور سويباید ووایم چي په تیرو لسو کلنو کي دټول کندهارپه سطحه 1200 قومي مشران ترور سوي دي خو د کندهار ولسونو بيا هم وویل چي دا ترور پروانکوي ځکه میړني ولس په میړانه له منځه ځی، کندهاریان چي بله ګیله لری هغه یې هم په تحصیلي بورسونو کيبهرنیو هیوادونو ته د نه تګ او په تحصلي برخه کي د پوهنتون ته دنه توجه ده، په تیرو يولسو کالونو کی ۲۰ نفره هم په بهرنیو بورسونو ندي تللي، چي دا د کندهار ولسونو سره بله جفا ده، اوس خو د کندهار ټول اوسیدونکي پدې پوهیدلي چي اوسنی حکومت ورسره د مور میری چلند کوي، او د کندهاریانو ټولو هغه دودونو اورواجونوچې دوئ پکښې خپلي خوشحالۍ لمانځلې له منځه تللۍ او یا د منځه تلو په حالت کي دی، په تيرو يولسو کالونو کښې په زرګونه کورنۍ د غم په ټغر کښیناستې، هر وار حکومت اعلان کړی چی د قاتلینو پلټنه به وسي او قاتلين به د قانون منګولو ته وسپارل سی، خو تر اوسه یی معلومات ونسو اولس د ولایتي ادارې ددغه درواغو څخه نور ستړی سوی دی، په پيښو کی له ټپیانو سره ۵۰۰۰۰ افغانی او شهیدانو سره ۱۰۰۰۰۰ افغانی مرسته کيږي خو دغلو په اداره کي دغه مرستي خوږ سوي کسانو رسیږي هم نه ټول دولاست په مقام کي سره غیبي سي
کندهار چی څومره د اور په لمبو کي سوځول سوی او یا هم په همدې اور کي سوځول کيږي د دوی آه هيچا هم ندی اوریدلی، که چارواکي دا فکر کوی چی د کندهار اوسیدونکود طالب په وخت هوسائې لیدلې نو دا هم غلطه خبره ده، کندهاریانو هم د ملامحمدعمر اخند په وخت کي اوهم په اوسنی دولت کي ډیري ستونزی لیدلي او ژوند یی له ستونزو ډک دی، نه پوهیږو چي ولي په هر نظام کي چي د کندهاریانو د توري او مړانه په زرو رامنځته کیږي ولي دهغه نظامو له لوري بیرته یوازي زموږ له خلکو سره داسي کیږي؟
ملامحمدعمر اخند چی د کندهار له خلکو سره کوم ظلم کړی دا اولس به يې د ژوند تر پایه هیر نکړي خو دوی پدې دولت کي هم خوښ ندي، د کندهار ولس ځانګړی امتیاز نه غواړی، مګر د خپل حق غوښتلو هميشه غوښتونکی دی، کندهاریان خپل حق غواړی.
موږپه ولسمشر غږ کوو د خدای لپاره کندهار وژغوره، کندهار ژغورني ته اړتیا لري، د کندهار ولس له اوسنۍ دولت او بالخصوص له اوسني والي او دهغه دغلو دټيم څخه ډیر په تنګ دی، ولسمشره! د سمسور او ښکلي کندهار په خاطر د کندهار په اوسني اداره نظر وکړه او د کندهار ولس له ستونزو او مشکلاتو وژغوره

جستجو در کابل پرس