Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 62381

چند سخن عریان با آقایان فاضل سن‍گچارکی وآمرنعیم لالی

8 آگوست 2012, 14:56, توسط د ډیورند کرښې د لانجې د حل عالي شورا اعلامیه

بــــــــــسم الله الرحمن الرحـــــــــیم
د ډیورند کرښې د لانجې د حل عالي شورا اعلامیه
پنجابي پراختیا او لویا غوښتونکي، د پاکستان له جوړیدو راهیسې په څه د پاسه شپـﯦـته کلونو کې لګیا دي، د اباسیند په لویدیځه غاړه د لوی او تاریخي افغانستان د خاورې او ولسونو د لاندې کولو په موخه، د زاړه ښکیلاک « Forward » پالیسې ته ورته ، زړه او له وخته لویدلې تګلار او ستراتیژي پلې کوي . پنجاب په ۱۹۴۷م کال په جعلې او غیر مشروع ریفرنډم (پلبیسیت) سره لومړی د لر افغانستان یوه برخه چې هغه مهال د محکوم پښتونستان په نوم یاده شوې وه، لاندې کړه.
او هغه يي د « خداداد » پاکستان د نوي رامنځته شوی او مصنوعي هیواد برخه وګڼله او خپل د ملکیت حساب یی پرې وکړه . روسته يی د FATA یا د کوزې پښتونخوا د خپلواکو سیمو د هـضمولو لپاره ځان ، د ډیورند تپلې کرښې ختیځې غاړې ته راوراساوه او اوس غواړي د ډیورندکرښې په لویدیځه غاړه ، د پراختیا او لویا غوښتنې خپله پالیسې په ډیره سپین سترګی او بې حیايې لا پر مخ یوسي !
د ننګرهار د قبايلو او قومونو چارو رئيس بريالي ګرديوال د جولای په ۱۵ مه د ننګرهار د اتو سرحدي ولسواليو لکه دوربابا، نازيانو، لالپورې، ګوشتې، مومند درې، کوز کونړ او دره نور سلګونو قومي مشرانو او په دغه ولايت کې د سليمان خیلو، خروټو او مومندو شوراګانو سره یوه بــﯦـړنۍ غونډه جوړه کړه. د سلګونو قبايلي مشرانو سره له غونډې روسته، نوموړي خبريالانو ته وويل چې پاکستاني ځواکونه د کامې، ګوشتې او لالپورې په سرحدي سيمو کې ٤٣ کيلومتره مخته راغلي او د کونړ په ځينو ولسواليو کې يې هم ٤١ کيلومتره افغان خاوره نيولې ده . ده زیاته کړه چې د افغان دولت اقتصاد پر سوال ولاړ دى او پاکستان په هغو سيمو کې رغنيز کارونه كوي چې اوس يې خپله سيمه بولي او د پاکستان ستر هدف د کونړ او کابل په سيندونو کنټرول ترلاسه کول دي.
ده دا هم وویل چې پاکستاني چارواکي ددې سیمو خلکو ته د پاکستان شناختې کارت ویشي.
بلخوا د کونړ د والي ویاند واصف الله واصفی وايی پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا پر دانګام ولسوالۍ ۷۰ توغندي ویشتلی دي چې له امله دوه تنه تپيان شوي .
د دانګام ولسوالى اوسيدونکي زياتوي چې هره شپه ددوي پر کورونو په لسګونه توغندي دپاکستاني پوځ لخوا ويشتل کيږي.
همدارنګه د کونړ د والي د ویاند په وینا پر شیګل ولسوالۍ هم پاکستاني توغندي لګیدلي چې دوه تنه ولسي وګړی يي ټپيان کړي دي .
د ناړۍ ولسوال ګل زمان مخکې ویلي وو چې دپاکستانی بريدونوله امله د باتاش د نښترو په ځنګل کې اور لګيدلى و . نوموړى هغه مهال څرګنده کړې وه چې سيمې ته ورتګ اوداور وژنې امکانات په دې ناشونې دى چې پر دې سيمه پاکستاني ځواکونه پرله پسې توغنديز بريدونه کوي او داور وژنې وسايل هم په لاس کې نه لري.
په دې توګه د ډیورند د تپلې کرښې په لویدیځه غاړه یانې د افغانستان د خاورې په بله برخه ، د پنجاب تیری اوس نړیوالو ته چې ټول په افغانستان کې حضور لري ښکاره او څرګند دی .
دا چې ولې نړیواله ټولنه او د افغان دولت لوړپوړي چارواکي دداسې څرګند تیري په اړه چوپ او یا بې ځوابه پاتې دي د پوښتنې او حیرانتیا خبره ده .
د ډیورندکرښې د لانجې د حل عالی شورا په داسې حال کې چې پر افغان خاوره د پنجابي یرغلګرو برید او تیری په کلکه غندي ، په دې اړه د افغان دولت په ناڅرګنده ، تسلیم وزمه او مصلحتي تګلاره نیوکه کوي او هغه د هیواد د ملی ګټو ضد بولي .
بلخوا دا شورا له لروبرو افغانانو ، سیاسي او ټولنیزو جوړښتونو او خپلواکه ملي او قومي مشرانو او شخصیتونو ګیله لري چې د پنجاب د تیری په وړاندې چوپ او یا د اغیزمنو چارو په کارولو کې ناغیړي کوي .
دا شورا په دې اند ده چې که د پنجاب د پراختیايي او لویا غوښتنو تګلارو مخه ونه نیول شي، پنجاب به د افغانستان په لور د پرمختګ خپله د FORWARD تګلار نوره هم مخې ته یوسي .
اوس چې د هرې ورځې په تـــﯦــرېدو سره پر افغان خاوره د پنجاب تیري، نوي ابعاد نیسي دا شورا د ډیورندکرښې پر دواړو غاړو د روستیو پراختیاوو او پر افغان خاوره د پنجابي تیري په وړاندې، لاندې ټکو ته د ټولوپاملرنه رااړوي :
ــ افغان حکومت باید پر افغان خاوره د پنجاب د روستیو بریدونه په اړه خپله چوپتیا ماته کړي او په صفا ټکو کې دي دا تیری وغندي. د بریدونو د مخنیوي لپاره دې په بالمثل غبرګون ځواب ووايي. زمونږ دبالمثل غبرګون نه هدف دمتجاوز او دتیري کوونکو به مقابل کې بالمثل عمل دی او نه دبې ګناه او دافغانستان دخلکو ته چې د ډیورند لاین دخط نه هغې غاړې ته اوسیږي، ضرر رسول دي.
افغان اولس اوحکومت باید د پنجاب دا تیری په افغانستان کې د ایساف او ناټو د میشتو ځواکونو سره یوځای تر جدي پوښتنې لاندې ونیسي او په دې اړه دې د هغوی دریځ او ملاتړ ترلاسه کړي .
افغان حکومت باید دا تیری د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې مطرح کړی او د پنجاب د تیري په وړاندې دې په ټولو هغو هیوادونو کې چې هلته افغانستان سیاسي نمایندګۍ لري، پراخ دیپلوماتیک کار پیل کړي.
ــ د ډیورند لاین لانجې د حل عالي شورا خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ، د لرې پښتوخوا ټولو ملي ګوندونو او هغه پښتنو مذهبي تنظیمونو ته چې هغوی افغانستان خپل مورني او تاریخي وطن ګڼي او ځانونه افغان بولي، بلنه ورکوی چې د پنجاب د تیري په غندلو کې د خپلو افغانو برو وروڼو سره یوځای شی.
ــ د ډیورند لاین لانجې د حل عالي شورا همدارنګه د ډیورند تپلې کرښې پر دواړو غاړو له ټولو سیاسي او ټولنیزو جوړښتونو ، سیاسی او قومي خپلواکو مشرانو او شخصیتونو څخه غوښتنه کوی چې د پنجاب د بریدونو په وړاندې خپلې لیکې سره نږدې کړي .
((( که لروبر افغانان نن هم پخپل یووالی او یوموټي توب، د پنجاب او د هر یرغلګرد تیریو او د افغانانو په وړاندې ددې هیواد د یرغلیز سیاست مخې ته خنډ نه شی او دپاې ټکې کی نږدي، سبا به ډیر نا وخته وي او پښیماني هیڅکله هم ګټه نده کړې. . . !!!)))
تل او سرلوړی دې وي واحد او یوموټې افغانستان !
مات او شرميد لی دې وي پنجاب او پنجابي واکداران ، دا په سیمه کې د کړکیچ او جګړې ټاټوبی !
د ډیورند کرښې د لانجې د حل عالي شورا
لــــــــــــــندن ښــــــــــــــار - انګلستان

جستجو در کابل پرس