Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 64188

از اختلاف هزاره و تاجیک فقط حکومت و گروه های تروریستی سود می برند!

9 سپتامبر 2012, 12:02, توسط تنویر

کابل: نن دکابل ولایت د پل سرخ په سیمه کې د احمد شاه مسعود (د نظار شورا) د پلویانو او هزاره وو ترمنځ نښته وشوه ، ځایی او سیدونکي وایی چی د سپکو وسلو ږ غونه یی اوریدلی دي .
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند د پیښې پخلی کړی خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه ورکوی .
دغه شخړه د پنجشیریانو او هزاره گانو ترمنځ هغه وخت رامنځته شوه چي د کابل په لوېدیځ کې د دشت برچې د سیمې اوسېدونکي د پنجشېریانو دبدو ردو ویلو په لفظی شخړه واوښتل چي وروسته په وسله واله نښته بدله سوه.
یوشمېر پنجشېریان دشت برچې ته په داسي حال کې په موټرسایکلونو سپاره ورغلل چې د احمدشاه مسعود عکسونه یې په لاسونو کې نیولي او دخوشالی چیغي یی و هلې.
له لومړنیوراپورونوسره سم د دواړوخواوو ترمنځ په شخړه کې لږ ترلږه پنځو تنوته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تراوسه لاڅرګنده نه ده چې مرګ ژوبله کوم لوري ته اوښتې ده.
نور راپورونه وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ شخړه هغه مهال پیل شوه چې پر موټرسایکل سپرو پنجشیر یانو یو تن هزاره ووا هه اوهزاره ګانوخپلې سیمې ته په موټرسایکلونو سپرو د احمدشاه مسعود د عکسونووړولو په غوسه کړه. هزارګانو د پنجشیریانو دغه بي باکه لمسون ته غبرګون ښکاره کړي او شخړه په نښته بدله سوه.
په دشت برچي کي ګڼ شمېر اوسېدونکي هزارګان په مظاهره راووتل او پولیس هڅه کوي چې د هغوی مخه ونیسي.
د شاهدانو په وینا مظاهره چیانو په سیمه کې پر دېوالونو د احمدشاه مسعود عکسونو ته اور ورته کړی او دمسعود ضد شعرونه یی ورکول ، دخبر سر چینه وا یې چي ځیني کسانو هوايي ډزې وکړي.
دا په داسی حال کي چي نن د احمد شاه مسعویوولسم تلین ددولتي چارواکو او شمالی ټلوالو لخواه په شاندارو مراسمو سره ونمانځل سو او یوه اوونې به په افغانستان کي دشهیدانو په نامه اوونې وبلله شي.
ددی تر څنګ نن غرمه دکابل دشش درک په سیمه کی هم یوه درنه چاودنه و سوه چي دوولس کسانو ته پکي مرګ ژوبله واوښته.

جستجو در کابل پرس