Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 66650

افغانستان څنګه جوړیدای شي؟

20 اكتبر 2012, 17:02, توسط مولانا

په سیمه کې برلاسې څارګره اداره چې د انګلسي استعمار زیږنده او ځای ناستې ده د انګریزي بلوسیدونکي او ښکيلاکي امپراطورۍ ته د افغانستان د ازادۍ څخه وروسته د نړۍ څخه د خپل د فریبه ډک ټغر د ټولیدو فکر پیدا شو ، مساله ئې دقیقه وڅيړله او د دې سيمې د تل
پاتې ستونزو د خلق کولو لپاره ئې زاړه انګریزان سره راټول کړل چې په یوه طرحه باندې کار وکړي تر څو که په فزیکي ډول د سیمې وځي باید په فکري او معنوي ډول دلته پاتې شي نو د اسلام په نوم ئې د اسلام اباد جوړولو لپآره د پاکستان نقشه جوړه کړه او د (IS I) په نوم ئې یوه څارګره اداره پنجابیانو ته جوړه کړه او د مداري په شکل ئې ورته د لوبو یو پيټار وسپاره او دا ئې ورته هدایت وکړ چې د اسلام نوم به اخستل کیږي خو انګریزي قانون به د « لا » د قانون حاکمیت په نوم نه بدلیږي او د انګریزي ژبه به هم رسمي ژبه وي ، جوماتونو کې به لمونځونه کیږي خو شریعت به نه وي ، جج به وي قاضي به نه وي ، اسلام به وي خو مسلمان به نه وي ، د پاکستان چغې به وهي خو د انګریز طابع به وي او لندن به خپل مرکز ګڼي او ان تر دې چې په هر کور کې باید بچی بچی د لندن په ارمان وي او د لندن د نوم سره باید مینه ولري ، مدرسې دې جوړې شي او په مدرسو کې باید داسې اشخاص وروزل شي چې د لندن طابع وي او هره لوبه چې وي باید د اسلام په نوم وي خو اسلامي دې نه وي .
څو لسیزې مخکې ئې کوتک وال فوځ د تبلغیانو په نوم ایجاد کړ او داسې افینو باندې ئې خلک اموخته کړل او اسلامي تبليغي په نوم ئې په لکونو او په خاصه توګه پښتانه د داسې یو نظم لاندې راوستل که ورته وکتل شي او په لار روان وي نو دغه کتار چې امیر صیب ئې په سر کې روان وي او عصري بستره ئې په شاپورې تړلې وي که د غشي ګوزار پرې وشي نو هم به یو کس داسې پیدا نه شي چې د کتار نه بهر وتلی وی او په غشي ولږیږي کله چې په جومات کې ناست وي او امیر صیب ئې ورته خبرې کوي نو داسې ښکارې چې امیر صیب بوتانو ته خبرې کوي او یا داسې معلومیږي چې بې روحه بوتان وي ، دوي سره د ټوپکونو پر ځای د بانګسونو کوتکونه وي بله ډله ئې ټوپکوال دي چې طالبان نوم ئې پرې ایښی دی او دوي خو لا څو کاله د شریعت په نوم حکومت هم وکړ او یو بې علمه ملا ئې ورته د امیرالمومنین په نوم هم ونوماوه ، د پاکستان د جوړیدو سره سم ئې په سیمه کې د برلاسۍ لپاره د ورکړل شوي پيټار څخه ئې دا څو کاله په پرلپسې ډول داسې لوبې راوستې چې د شیطانانو په خیال کې هم نه ګرځيدې ، وروستۍ دوه نوې لوبې دوه نوې ممثلین ، دوه نوي قهرمانان ئې مطبوعاتو ته راوړاندې کړل ، که غلط نه شم د ژورنالیزم په ژبه دوه څهرې وي یوه څهره چې خبر جوړوي او بله چې څهره خبر ئې جوړوي نو اوس دا دوه څهرې دی چې په خبرونو جوړیږي ، دا څهرې څوک دي ؟ یوه ملاله یوسفزۍ او بله څهره کرکټي عمران خان دی .
د ملالې په باب خو دومره څه نه وايم ځکه چې تیرو څو لسیزو کې میلونونو انسانانو رنګارنګ قربانۍ ورکړې ؛ اوباما پرې ونه ژړل ، بان کي مون پرې خپه نه شو ، میرمن کلنټن چاته تسلیت ونکړ ؛ انساني عاطفه حکم کوي چې په ناوړه پيښه باید د انسان زړه ودردیږي خو د افغانستان د معارف محترم وزیر صیب کله هم د هسکې مېنې په ناوې چې په سره جوړه او سره ډوله کې په وینو سره شوه ونه ژړل ، د پلخمري د مکتب په شاګردانو چې غوښې ئې د ونو څخه راټولې کړې ، ونه ژړل او داسې نورې ډيرې زړه دردونکې پيښې ؛ ډاکټر فاروق وردګ صیب په جوماتونو او مکتبونو کې د دعا غږ ونکړ خو د ملالې یوسفزۍ د روغتیا او صحت یابۍ لپاره ئې د افغانستان د (۹) میلیونه معصومو ماشومانو لاسونه الله پاک دربار ته اوچت کړل او ځان ئې د ملالۍ په غم کې شریک کړ ؛ مونږ به ناهید شهید ته دعا وکړو چې د سرو لښکرو په مقابل کې ئې قهرماني وښودله ، مونږ په ملالې یوسفزۍ دریدلي یو ، د دې واقعې شاته د (IS I) او بریټش انټیلې جینټ لوبه پرته ده خو ځه ملاله لندن ته ورسیده ، الله دې روغه کړي ، د لوبې سیل به کوو چې څه به کیږي او ملالۍ نه به څه جوړیږي .
بله څیره عمران خان دی چې کله د امریکایانو او انګریزانو په ملتیا وزیرستان ته لانګ مارچ کوي او کله په افغانستان کې جهاد روا او په پاکستان کې ناروا بولي .
دا زما د ورکوټوالي خبره ده ، زمونږ یو همزولی ؤ ، اصلي نوم ئې بل څه ؤ خو مونږ به ورته کوجان ویلو ، دا دومره کمزوری ؤ چې مو ټولو به واهه ، کمزوری خو دومره نه ؤ خو بې غیرته ؤ ، یوه ورځ د کور مخې ته ناست ؤ ژړل ئې ، ما ترې پوښتنه وکړه چې کوجانه ولې ژاړې . د خپلې کشرې خور نوم ئې واخیست (( چې زه ئې فرضي نوم لالۍ لیکم)) کوجان ویلی چې هر څوک کوجان وهي خو نن لالۍ هم کوجان وواهه مطلب مې دا دی که مولانا فضل الرحمن په افغانستان کې جهاد روا او پاکستان کې نا روا ګڼي خیر دی که خپلې لورګانې لندن ته د زده کړې لپاره لیږي او افغاني جونو ته تعلیم کول کفر ګڼي، خیر عالم دی اقلاُ شکل او صورت خو ئې د اسلامي طریقي سر برابر دی ، که پخپله بې پښتو کارونه کوي ، پلار خو ئې د ارواښاد ولي خان په وینا نر پښتون او نر مفتي ؤ .
خو د عمران خان په شان سیکولر انسانانو چې خوله ئې په شرابو او سګرټو ککړه وي ، هغه د مجید قرار خبره چې په مسلمانانو کې ورته ښځه نه پیدا کیده او انګریزه ئې وکړه خو بیا هم په اسلام کې اهل د کتابو سره د نر مسلمان نکاح روا ده خو اخیر ئې هغه غریبه هم طلاقه کړه ، داسې خبرې خوند نه کوي دا چې د افغانستان څخه کوجان جوړ شوی دی چې لالۍ ئې هم په څپيړه وهي ، د افغانانو دې خدای مل شي

جستجو در کابل پرس