Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 68022

عبدالرحمن پژواک دیپلومات ورزیده یا چهرهء حیله گر تاریخ؟

27 نوامبر 2012, 13:28, توسط ستا وطنوال

ګرانه بهمنه! ستا لیکنه د ستایلو وړ ده خو ډیر د تاسف ځای دی چی ته تر څو په دی نه پوهیږی چی په افغانستان کی ټول اوسیدونکی قبیلوی ژوند لری. ته چی میرهزار ستایی او په کابل پرس? فخر کوی کاش یو څو پیسی له هغو هزاره ګانو سره چی د غرونو په څمڅو یا غارونو کی د غریبی او فقر ژوند کوی مرسته وکړی.
ستا لیکنه د دی لپاره د ستایلو وړ ده چی د آل یحی د کورنی پټ سیاستونه دی په ګوته کړی دی ځو ګرانه ! تاسو ډیر وروسته خبرشوی یاست او په دی باندی تر تا ډیر خلک لا د مخه خبر دی! افسوس د دی ځای دی چی ستا سترګی تعصب داسی تړلی دی چی د پادشاهی د کورنی ټولی کړنی د ټول پښتون قوم لپاره زندۍ جوړوی او غواړی تول پوښتانه د اعدام غاړی ته یوسی !
پوښتون قوم هم د افغانستان د نورو قومونو په څیر د شاهی کورنی د ظلم او استبداد قربانیان دی او په دی ټوله دنیا خبره ده! تا چی په فارسی ژبه باندی یو څو ښکلی کلمی زده کړی فکر مه کوه چی د دنیا هوښیار او بیدار انسان یی او له تا بل ښه دپلماټ به بل پیدا نشی.
د دواود خان یا د شاهی کورنی سیاستونه د دیورند د خط په هکله ستا په مقاله کی یو څه د تایید وړ دی خو په دی باید پوی شی چی د پښتونستان مساله یوه ملی موضوع ده او له دی نه ډول ډول سیاسی ګتي پورته شوی دی! ته د یو افغانستانی په توګه باید پری نږدی چی ستا د مځکی یوه برخه درنه واخستل شی نن دی که دیورند له لاسه ورکړ نو بیا به پاکستان د ننګرهار دعوه کوی نو هلته به بیا هم ته همداشان مقالی خپروی ! که هو نو په حقه چی ته د دی خاوری په لمن کی زیږیدلی نه یی او د پردو مزدور او یا هم اولاده یی!
ستا له لیکنو ښکاری چی ډیر له نفرت او کینی نه ډک انسان یی ! تا ته دی خدای د افغانستان زعامت نه در په لاس کوی نو ستا په وینا د قبیلی د حاکمانو نه به ستا استبداد او بربریت په څو څو ځله زیات وی ! که عبدالرحمن خان په هغه زمان کی داستی کارونه کړی (چی د هغه زمان اقتضا وه ، په هغه زمان کی زمونږ همسایه هیوادونو د حلوا په ویشلو حکومت نه کاوه) نو ته به د یویشتمی پیړی په وروستیو کی چی انسان د علم او پوهی لوړو مرتبو ته رسیدلی دی ټول پوښتانه له تیغه تیر کړی! لږ دی خپل ګریوان کی سرکوز ګړه ګرانه او له دی جهالته دی ځان وژغوره !
په درناوی
ستا هیوادوال

جستجو در کابل پرس