Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 68100

عبدالرحمن پژواک دیپلومات ورزیده یا چهرهء حیله گر تاریخ؟

30 نوامبر 2012, 00:49, توسط وطنوال

ګرانه کابل وطنه او بهمنه
برعکس دا تاسو یاست چی زما په خبرو مو سر خلاص شوی ندی، زه تاسو ته وایم چی تاسو زمانی فکتور له یاده ویستلی دی او په نظر کی یی نه نیسی ، خو په حیرانی سره ګورم چی تاسو هما خبره دواړو بیرته پر ما را ویشتلی ده.
ښاغلی بهمن د خپلی لیکنی په یوه برخه کی داسی لیکی:
[گیرم بفرض احتمالات غلط جناب عالی ، یک تعداد اشخاص ویا طوایف درین میان اولاده های چنگیزهم باشند آیا درقرن بیست ویک بکدام حق قانونی وشرعی شما حاضرشده اید که آنها را به جرم پدران شان ازخانه وکاشانهء شان آواره نموده ویا هم بحیث غلام وبرده آنها را دراختیار خویش نگهدارید واز إعطای حق خود ارادیت شان بحیث یک کتلهء بشری درکشورجلوگیری نمائید؟]
ښاغلی کابل وطن او بهمن!
دا هغه څه دی چی ما تاسو ته لیکلی دی ، زما د لیکنو سر تر پایه اصلی موخه تاسو ته د همدغی خبری بیانول دی! خو ستاسو د منطق او استدلال ستنه د تعصب او د پښتنو نه په نفرت باندی ولاړه ده. او که د یوی لمحې لپاره د عبدالرحمن قدرت ستاسو لاس ته راشی نو ټول پښتانه به په ژوندونی اور ته ګزار کړی ! واه ستاسو په منطق او استدلال.
ښاغلو زه د عبدالرحمن خان له ظلمونه سترګی نه پټوم خو یو ټکي ته باید مونږ او تاسو ټول ډیر په غور سره وګورو! عبدالرحمن داسی وخت کی د افغانستان په ګدی کښیناست چی افغانستان د له منځه تللو په حال کی وه د شمال له خوا د بخارا د امیر او پخوانی روسیی لخوا تر فشار لاندی وو او انګلیس د جنوب لخوا پر افغانستان فشار راووړ . په داخلی وضیعت کی هم ټولی قبیلی د نفاق او ورور وژنی په لمبو کی سوزیدل. زما په فکر دا د امیر عبدالرحمن میړانه او درایت وو چی و یی کولی شول قومونه سره را ټول کړی او د یو مدرن افغانستان بنیاد بیرته د سره کیږدی! کیدای شی ستاسو تحلیل کوم بل څه وی خو دا روښانه حقیقت دي. که دا کار عبدالرحمن نه وای کړای کیدای شوی یو بل کس کړای وای امکان درلود چی زمونږ کوم هزاره هیوادوال دا کار کړای وای. زاځی فرض وکړو چی د عبدالرحمن پرځای دا میړانه یوه هزاره وطنوال کړی وای نو تاسو څه فکر کوی چی هغه به د هغه زمان له حالاتو سره څه کول. د حلوا په ویشلو خو حکومت مخ ته نه تلو او نه هم جهان د ننی دموکراسی او تکنالوجی څخه برخمن وو. دا د مدیریت یو تریخ حقیقت دی چی باید ویی منی ، چی حاکمیت کوی نو خامخا به څوک نا راضه وی او څوک به خوشاله. د ځینو به ګتي وی او د ځینو به تاوان د د دی نیمګړی نړی تریخ حقیقت همداسی وه او دی. انسان د همداسی ناخوالو په مقابله کی تر ننه یوازی همدمره توانیدلی دی چی دموکراسی او د بشر حقونو په نامه سیستمونه ورته وایی او که ارزښتونه رامنځته کړي. زه د دی مثالونو په راوړلو د عبدالرحمن خان د ظلمونو برااًت نه کوم یوازی دا ویل غواړم چی د هغه زمان حالات د اوسنی زمان سره مطابقت ورکول عاقلانه نه دی او بل دا چی د هغه د ظلمونو پړه پر ټولو پښتنو اچول او پښتنو په اوسنی زمان کی دا طوق په غاړه اچول سم کار نه دی. زه دا ویل غواړم چی له وچو سره لانده مه ګډوې دا مسایل باید د ټولنیز تفاهم په رامنځته کولو کی تر بحث لاندی ونیول شي نه د نفرت او کینی اور ته د لمن وهلو په نیت. نو د داسی مسایلو په را برسیره کولو سره د پښتون قام شجاعتونو او میړانو ته ښیراوی مه کوی او د بربریت او خونخواری ناچله مهر مو پری مه لګوي.
د طالبانو نه له بل هر یو کس څخه زه پخپله ډیره کرکه لرم هیله کوم داسی ناحقه مهر پر ما مه لګوي. طالب د پښتنو په تورتم کی ساتلو یوه نمونه ده چی د استعمار لخوا څرخی او په خپله پښتانه پکښه لا تر نورو ډیر وژل کیږي او له منځه وړل کیږی. زه همدا لیګیایم تاسو وه پوهوم چی ټول پښتانه په یوه کړایی کی مه پخوی او کوشش وکړی لږترلږه د یو پوه او روښانفکره انسان په ټوګه او د یوشتمی پیړی د حالاتو سره سم د پښتون قام د بیسوادی او تعلیم په برخه کی د زمینی برابرولو وسیله شی.
د نورو پښتنو ځواب به هم ولیکم او که په پښتو ډیر سم نه پوهیږی کولی شم په پارسی یی هم ولیکم او ترټولو ښه یی په انګلیسی لیکلی شم.
تاسو ته می د یو ورور په صفت مشوره داده چی کینه او کدورت له ځانه لیری کړی چی پخپله تاسو ته زیان لری او خپلی مدرنی مطالعی او پوهه لوړه بوځی. زه ستاسو له استدلالونو نه په روښانه ډول وینم چی د مدرنو مسایلو نه نا خبریاست.
په درنښت
وطنوال

جستجو در کابل پرس