Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 69252

متن فارسی پیام محمد امین بسمل به غیر پشتونهای افغانستان

28 دسامبر 2012, 00:28, توسط اکبر سرفراز

زه یو آواره، یو سرګردان او یو پښتون یمه
زه د ژوندانه د ویر شپیلی د غمو یون یمه
یو ځلی سکندر زما هیواد تر پښو لاندی که
بل واری عربو بی کلتوره بی وطنه کړم
وروسته بیا چنګیز په ما د ظلم لمبی بلی کړی
بل ځلی تیمور بی هدیری او بی کفنه کړم
زه هر جهانګیر او هر وحشی یو ځل ځپلی یم
زه هر بی وطنه خپل وطن کی ځورولی یم
څو ځلی نیولی باچهانو هندوستان په ما
زه د هر جابر د هوس لار کی وژل شوی یم
څو واره له ډال او له خنجر او کمربند سره
یا رانیول شوی یا په نورو پلورل شوی یم
ما چی چاته تاج او سلطنت او واک ورکړی دی
زه بیا د هغه په لاس بندی یا شړل شوی یم
زما په ځیګر یشی زمانی لک پرهارونه دی
زما له خولی وتلی میلیونونه فریادونه دی
زما په مټ عربو ملتونه لاندی کړیدی
زما په زور بابر پراخ ملکونه رانیولی دی
زما په یون محمود د سومنات بتکده ماته کړه
زما په تیغ څوک مړه، څوک سلطنت ته رسیدلی دی
ما ته مګر توری لوږه، تنده، بدبختی راوړه
ډیر ځله می یوی ګولی ډوډی پسی ژړلی دی
څوک چی فاتح شوی زه یی وره کی درولی یم
دا زما تقدیر دی زه تل وږی ګرزیدلی یم
نه نه زه غلط شومه ما څوک لاندی کوی نشی
ما د چا قوت بربادوی او څملوی نشی
ما په غلامی کی له دی وروسته څوک ساتی نشی
ما له خپلی لاری اړوی او ګرزوی نشی
ما څوک په ګولیو او اورونو ماتوی نشی
اوس ستر ملتونه څوک خوړی او هضموی نشی
ما څوک خښوی، محوکوی او ورکوی نشی
زه اوس د پیړیو له خوبونو را ویښږمه
لږه دمه راکړه آزادی چی در رسیږمه
نور د چا لپاره ستر ښارونه ورانومه نه
وینی بهومه نه او چا ته څه ګټمه نه
یوه کونډه کومه نه او بل یتیمومه نه
دوست خپه کومه نه، دښمن خوشحالومه نه
بیا د چا لپاره خپل بچی حلالومه نه
بی له خلکو تر چا سر قربانومه نه
ماته غوږ کی نوی حوادثو څه ویلی دی
ما ددی استاد درسونه ټول په زړه منلی دی
زړه خو هغه زړه وی چی جذبه د آزادی لری
سر خو هغه سر وی چی هوا د سربازی لری
مټی هغه مټی چی توفیق د آبادی لری
زه هغه ملت یم چی ننګونه او مردی لری
تندر او توفان لری، بریښنا او ترږمی لری
لاره د نجات لری، ماڼو لری بیړی لری
زه د توفانونو په زانګو کی روزل شوی یم
زه د زمانی سختو څپیړو ازمویلی یم
یو شی سره یو شی ای غریبو پښتنو وروڼو
ای زما پښو لوڅو او ښبنو او غوبنو وروڼو
ای زما بدمرغو، دربدرو، لیونو وروڼو
ای زما د پرون د بی وسیو د اسرو وروڼو
ای زما د هیواد د سباوون د عظمتو وروڼو
ای د انقلاب د غورځنګونو د څپو وروڼو
پاتی مو لا مخی ته دارنه درانه مزلونه دی
غرونه دی، کوهی دی، بی حسابه ګړنګونه دی
سلیمان لایق

جستجو در کابل پرس