Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 70150

اعتصاب هزاره ها در کویته به سقوط حکومت ایالتی بلوچستان انجامید؛ اعتصاب همچنان ادامه دارد!

22 جنوری 2013, 15:34, توسط اجمل شمس

د بشیر احمد بلور په شهادت د « افغان ملت » ملي مترقي ګوند د غمرازۍ پیغام
Wednesday, 26.12.2012, 10:00pm (GMT)
دعوامي نشنل ګوند د مهم مشر او د پښتونخوا ایالت د ستر وزیر بشیراحمد بلور مړینه د لر او بر پښتنو لپاره ستره او نه جبران کیدونکې ضایعه ده . بشیراحمد بلور شهید په کلونو کلونو د خپل ولس په خدمت کې تیر کړ او په ډیره میړانه یې د پښتو ، پښتونولۍ او دفخر افغان باچاخان د عدم تشدد د فلسفې د تحقق لپاره د عوامي نشنل ګوند د سنګر نه مبارزه کوله چې بالاخره یې د خپل ځان نذرانه هم وړاندې کړه . شهید بلور د ترهه ګرو پر ضد په ښکاره یو ولسي دریځ درلوده چې د خپل همدې موقف له کبله د دین او ولس د دښمنانو له لاسه په شهادت ورسول شو . (انالله و انا الیه راجعون)
بشیراحمد بلور د ډیرو ښو صفاتو خاوند ، ریښتونی مسلمان او پښتون او د خپلو خلکو مخلص خدمتګار وو او په سیاست کې پیاوړی وو . په وار وار یې د خپل ولس نه د اعتماد د رای په اخستلو په ولایتي اسمبلۍ کې د خپل ولس نمایندګي کړې وه او همدا راز یې د صوبايي وزیر په صفت هم د خپل ولس ډیر خدمت ترسره کړی دی . د شهید بشیراحمد بلور کورنۍ او په خاصه توګه د دوی مشر ورور ښاغلي غلام احمد بلور د افغان ملت ملي مترقي ګوند او خدای بښلي شمس الهدا شمس سره نږدې اړیکې درلودې .
د افغان ملت ملي مترقي ګوند مشرانجینیر اجمل شمس د خپل ګوند په نمایندګۍ دعوامي نشنل ګوند د مشر ښاغلي اسفندیارولي خان ، د شهید بشیراحمد بلور مشرانو ورورنو ښاغلو غلام احمد بلور او الیاس بلور ، د دوی ځامنو ښاغلوهارون بلور او عثمان بلور او دکورني ټولو غړو ته د غمرازۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوې ، شهید بلور ته جنت فردوس اود کورنۍ غړو ته د صبر جمیل دعا کوي .

جستجو در کابل پرس