Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 71197

هویت ملی و فقدان خردگرایی

6 مارچ 2013, 18:14, توسط د ژوندون راډيو ټلويزيون

له ورور حكمتيار سره د ژوندون راډيو ټلويزيون مركه
اته ويشتمه پوښتنه: يو شمېر ډلي په افغانستان كي د تجزيې او فدراليزم چيغي وهي، د هغوى په باب ستاسو نظر څه دئ؟
ځواب: د افغانستان د تجزيې هره هڅه به د افغان ولس له سخت او كلك مخالفت سره مخامخ كېږي، هيڅوك نشي كولى افغانستان تجزيه كړي، په پرديو پوري څو سپكي او ذليلي ډلگۍ د دښمنانو په اشاره او د هغوى د گټو لپاره د افغانستان د تجزيې او فدراليزم پوچ شعارونه وركوي، دا ډلي په شمالي ائتلاف كي راغونډي شوې دي، د افغانستان اجتماعي جوړښت داسي دئ چي نه تجزيه منلى شي او نه فدرالي نظام، د افغان ولس وروڼه قومونه په مختلطه توگه، د يوه بل څنگ ته او د وروڼو په څېر ژوند كوي، په ټول افغانستان كي داسي ولايت نشته چي يو قوم په يوازي توگه په كي مېشت وي، څوك كولى شي شمال د كوم قوم په نامه بېل كړي يا هلته د قوم په نامه د فدرالي نظام غوښتنه وكړي، په تخار، كندز، بغلان، سمنگان، مزار، شبرغان او فارياب كي د پښتنو تناسب د تاجكانو او اوزبكانو په اندازه دئ، په ځينو كي تر نورو زيات او په ځينو كي له نورو سره برابر، د بادغيس او هرات اكثريت استوگن پښتانه دي، څنگه به كومه پردي پاله ډله دا ولايات د كوم قوم په نامه بېل كړي، د دې سيمي اجتماعي جوړښه هم داسي دئ چي كه افغانستان تجزيه شي نو پاكستان او ايران به هم تجزيه كېږي، په افغانستان كي د ايران او پاكستان په څېر داسي صوبې نشته چي مطلق اكثريت ئې يو ځانگړى قوم وي او بېله گډه ژبه ولري. نه د ايران د كردستان، سيستان او آذربايجان په څېر صوبې لري او نه د پاكستان د پنجاب، سند، بلوچستان او پښتونخوا په څېر،
نه ويشتمه پوښتنه: تاسو په خپل يو شعر (بې رحمه گاونډى) كي له پاكستانه ډېر شكايت كړى وو، زموږ په دوو گاونډيو؛ ايران او پاكستان كي كوم يو د افغانستان د ملي هويت، ارضي تماميت او ملي گټو زيات مخالف او كوم يو ئې زموږ ولس ته زيات خطرناك دئ؟
ځواب: زه نه له پاكستان سره دښمني لرم او نه له ايران سره، هيله مي دا ده چي ټول اسلامي هېوادونه متحد شي او داسي ستر اسلامي هېواد ترې جوړ شي چي خپل تېر مجد او عظمت ترلاسه كړي، د دوى تر منځ هغه پولي له منځه ولاړي شي چي استعماري ځواكونو او په سر كي ئې انگرېزانو راكاږلې دي او وروڼه قومونه ئې سره وېشلي دي، كه ما شكايت كړى نو له هغو پاكستاني او ايراني واكمنو مي كړى چي د افغانانو په ضد ئې د اسلام د دښمنانو ملگرتيا وكړه، ايراني چارواكو هم له روسانو سره د افغانانو په ضد لاس يو كړ او هم له امريكايانو سره، او پاكستاني چارواكو د روسانو په ضد د افغانانو مرسته وكړه خو له امريكايانو سره ئې ملگرتيا وكړه. خو دا چي ايران به په راتلونكي كي په څه موقعيت كي وي او د افغانانو په اړه به څه كوي، په دې اړه څه ويل گران دي، لا تر وخت وړاندي ده چي ووايو غرب به له ايران سره څه كوي، خو دا يو څرگند حقيقت دئ چي كه امريكا په افغانستان كي د مجاهدينو له مقاومت سره نه وى مخامخ شوې نو ايران به حتماً او لاډېر د مخه د عراق په برخليك اخته شوى وو.
زه گمان كوم چي كېدى شي د مسكو اوسني چارواكي د افغانستان په اړه په خپلو مخكنيو تگلارو كي بيا كتنه وكړي، واقعيتونو ته په پام سره نوى مثبت سياست غوره كړي، د هغو ډلو له پاللو ډډه وكړي چي شوروي اتحاد ئې په يوې ناكامي جگړي كي ښكېل كړ او اوس د امريكايانو په خدمت كي دي، خو د تهران له مواقفو معلومېږي چي نه غواړي په خپلو مخكنيو غلطو سياستونو كي تبديلي راولي، بيا به هم د وچو اغزنو ونو بېخ كي اوبه تويوي او د مېوې طمع به ترې كوي.
ايراني چارواكو ته وايو: په ډېرو مواردو كي د افغان مجاهدينو پوروړي يئ، له هغوى سره د دښمنۍ لار پرېږدئ، كه په افغانستان كي د مجاهدينو جهاد نه وى نو په ايران كي به تر نن پوري د پهلوي كورنۍ حكومت كولو، غرب به هيڅكله دا نه وو منلي چي خميني د پاريس له لاري تهران ته ورسېږي، كه د مجاهدينو مقاومت نه وى نو امريكا به د بغداد له نيولو سره سم تهران هم نيولى وو، دوى ته وايو: په افغانستان او نورو اسلامي هېوادو كي د مذهبي جگړو اورونه مه بلوئ، د مذهب تر نامه لاندي د دين او عقل خلاف مسخره خرافاتو ته وده مه وركوئ، له دې خندوونكو او مسخره حركاتو به تاسو ته څه گټه ورسېږي چي ځيني په لسم د عاشوراء توري جامې واغوندي، د ماتم غونډي جوړوي، وير كوي، كوڅو او بازارونو ته راوځي، د خلكو په وړاندي ځان په زنځيرونو وهي، خپلي سيني په څپېړو وهي، ځيني ئې له نامه پورته ځانونه لوڅ كړي او خپلي شاگاني په زنځيرونو وهي، ځيني د سرود په بڼي كي يا حسين يا حسين او يا علي مدد وايي او څڼې اچوي، حركات ئې منظم او د يوه مذهبي رقص په څېر او له ډول او سرود سره توأم، د جلوس په سر كي د ذوالجناح په نامه زين شوى او سينگار شوى آس روان، بيرغونه ئې تور او د لرگي پر سر ئې د رغوي او پنځو گوتو نشان (چي دوى ئې د پنج تن پاك نښه گڼي)، رنگ رنگ ټوټې او دسمالونه پرې راځوړند، دا مسخره كارونه په داسي حال كي كوي چي عملاً د طاغوت تر سلطې لاندي ژوند كوي، د ظالمانو ملگرتيا كوي، مرسته ترې غواړي خو په خوله ئې د يا علي مدد دعاء وي، ... دې ته وايي له امام حسين ﷻ سره محبت او د هغه د شهادت په نامه ماتم!! دا حركات نه يوازي كركجن، د دين او عقل خلاف دي او هيڅ الهي دين او هيڅ صحيح مذهب ئې جائز نه گڼي، بلكي داسي خرافات دي چي هر عقلمن انسان ترې كركه لري او الهي اديان د دې لپاره راغلي چي د دغو شرك لړلو دودونو او خرافاتو ټغر ټول كړي. دوى دا مراسم په داسي حال كي لمانځي، پر يزيد او يزيديانو لعنت وايي، ځان د اهل بيت محبان او سنيان د يزيد پلويان گڼي چي تر يزيد د لازياتو ظالمانو اطاعت او ملگرتيا كوي!! امام حسين د يزيد له بيعته ډډه وكړه او په دې لار كي ئې شهادت قبول كړ خو دوى په افغانستان او عراق كي د امريكايانو تر سلطې لاندي ژوند كوي، نه يوازي مخالفت ئې نه كوي او ساكت، راضي او تسليم دي بلكي د امريكايانو تر قومندې لاندي د سنيانو په ضد جنگېږي، په عراق كي د دوى ستر مذهبي مشر د امريكايانو د يرغل ملگرتيا وكړه، د نجف كلياني ئې امريكايانو ته وسپارلې، خپلو پلويانو ته ئې له امريكايانو سره د ملگرتيا او د دوى تر قومندې لاندي جنگېدا فتوى وركړه، د محرم د لسمي مراسم ئې په داسي حال كي لمانځل چي امنيت ئې د انگرېزانو او امريكايانو له خوا تأمين شوى وو. آيا بشار الاسد لوى ظالم دئ كه يزيد؟ د امريكايانو غلام او د درې لكو سنيانو قاتل نورى المالكي ډېر ظالم دئ كه يزيد؟مړ يزيد غندئ خو ژوندي يزيدان او فرعونان منئ او په وړاندي ئې سر ټيټوئ!! دا كركجن جلوسونه كټ مټ همغسي دي لكه چي يهودانو به كول او په محرف بايبل كي ئې يادونه شوي، همغسي په كوڅو كي مذهبي رقص، سرود، نڅا او څڼې غورځول او ځانونه زخمي كول، يقيناً چي د دوى اكثر مذهبي عقائد او مراسم له يهودانو كاپي شوي، نه ئې په قرآن كي شاهد مومو او نه د رسول الله ﹽ په سنت كي او نه د صحابه وو په منهج كي، له دوى پوښتنه كوو: آيا رسول الله ﹽ د خپل گران تره حمزه ﷻ د شهادت له كبله داسي ماتم كړى چي تاسو ئې كوئ؟ مگر د حمزه ﷻ قرابت رسول الله ﹽ ته تر علي ورنږدې نه وو؟ مگر د هغه مقام تر علي ﷻ او د ده تر اولاد لوړ نه وو؟ مگر له اسلام څخه د دفاع په چارو كي د هغه ونډه تر دوى زياته نه وه؟ آيا هغه د بدر او احد د سترو سترو جنگونو دوهم قائد نه وو؟ آيا د هغه شهادت د دوى تر شهادت زيات دردوونكى نه وو؟ آيا هغه د دښمنانو په لاس مثله نه شو؟ ولي رسول الله ﹽ د هغه لپاره ماتم ونه كړ؟ ولي تاسو د هغه لپاره ماتم نه كوئ؟ آيا صحابه وو د عمر ﷻ، عثمان ﷻ او علي ﷻ د شهادتونو له كبله ماتم كړى؟ آيا عبد الله بن عباس ﷻ د علي ﷻ د تره زوى د ده او حسين ﷻ او د ده د كورنۍ د غړو د شهادت له كبله ماتم كړى؟ موږ ته د صحابه وو، تابعينو او تبع تابعينو او ټول سلف په تاريخ كي د داسي ماتم يوه بېلگه راوښيئ؟ كه ماتم جائز وى نو د رسول الله ﹽ د وفات ورځ د غم او ماتم هغه ستره ورځ ده چي په ټول انساني تاريخ كي ئې نظير نشته، ولي په دې ورځ ماتم نه كوئ؟! ولي صحابه وو د علي، حسن او حسين ﷸ په شمول ماتم ونه كړ؟!! ايران ته به د دغو خرافاتو له رائجولو څه گټه ورسېږي؟!!
موږ ټولي مذهبي فرقې اسلامي وحدت ته بلو، ورته وايو: راشئ قرآن د يووالي محور كړو، قرآن د ټولو اختلافاتو د حل وروستۍ مرجع وگڼو، هغه څه د يوه مذهبي اصل په توگه ونه منو چي په قرآن كي ئې نه مومو، هغه خبره په دېوال ووهو چي د قرآن خلاف وي، په قرآن كي نه د علي ﷻ يا د بل چا د خلافت او امامت يادونه شوې او نه د غائب امام زمان، او نه د شهيدانو لپاره ماتم كول!! ولي له داسي بې بنسټو عقائدو د اختلاف وسيله جوړوو چي په ټول قرآن كي معمولي اشاره هم نه ده ورته شوې؟!!
دېرشمه پوښتنه: د 1362 ل كال د جهاد كلونو پر وخت تاسو په افغانستان كي د روسي جيټ جنگي الوتكو تر دقيقي څارني لاندي وئ او گام پر گام ئې ستاسو د وژني هڅه كوله، هغه وخت تاسو خپلو مجاهدينو ته ويلي وو چي نن زه د روسي الوتكو تر بريد لاندي يم او گام پر گام مى څاري، يو وخت به داسي راشي چي د امريكا الوتكي به زما په تعقيب پسي گرځي، نږدې دېرش كاله وروسته ستاسو وړاندوينه پر واقعيت بدله شوه، د راتلونكي په اړه څه وايئ، څوك به دي تعقيبوي او جگړه به دي له چا سره وي؟
ځواب: دا وړاندوينه مي نه يادېږي، البته هغه مهال كي جي بي او خاد زما د وژلو ډېري هڅي وكړې خو موفق نشول، وروسته سي آى اې د هڅي پيل كړې، دا اندېښنه راسره وه چي د شوروي اتحاد له ماتي وروسته به غرب د امريكا تر مشرۍ لاندي دا هڅه كوي چي د ظاهر شاه تر مشرۍ لاندي د يوه غربپال نظام تحميلولو ته لار آواره كړي، انگرېزانو نادري كورنۍ پر افغانانو تپلې وه، د ظاهر شاه د سقوط تر ورځي ئې له دې كورنۍ سره مالي مرستي كولې، د جهاد د كلونو په دوران كي هم هغوى اسلام آباد تر فشار لاندي نيولى وو چي د مقاومت مشري هغه ته وسپارل شي، نورو ډلو د جمعيت په شمول له دې طرحي سره توافق كړى وو، يوازي حزب اسلامي د دې مخالفت وكړ، زما او جنرال ضياء الحق تر منځ يوه شپه په يوې گډي غونډي كي پر دغي خبري جدي او تونده مناقشه رامنځته شوه، هغه پاكستان ته د ظاهر شاه د راتلو او په مقاومت كي د مطرح كېدو خبره كوله، ما په هغي غونډي كي وويل: مجاهدين د اسلام لپاره قرباني وركوي، كه احساس كړي چي د دوى د قربانيو په نتيجه كي به مخكنى مفسد شاهي نظام پر افغانانو تپل كېږي هيڅكه به قربانۍ ته چمتو نشي، كه ظاهرشاه راولئ نو د مقاومت له دوامه لاسونه ومنځئ، گرانه ده چي ووايو: دا ځل به څوك خپل بخت په افغانستان كي آزمويي، خو چي هر څوك وي ډېر به سفيه او ناپوه وي او له تاريخي تجربو به د پند اخيستو اهليت نه لري.
يو دېرشمه پوښتنه: په افغانستان كي په تېرو (35) كلونو كي د يو ښه ځيرك، زړور، هېواد پال او يو ډېر ساده، بې زړه او هېواد پلور سياستوال نومونه واخله!
ځواب: ښه به وي چي دا قضاوت افغان ولس او د دوى راتلونكي تاريخ ته پرېږدو. خو دا به له انصاف ډېره لري وي كه ونه وايو چي تر ټولو بد ئې كارمل وو او په ټولو كي ښه ئې ملامحمد عمر، په ځانگړې توگه له دې كبله چي نه يوازي امريكا ته تسليم نشو بلكي د جهاد لار ئې غوره كړه.
ستاسو له مركې ډېر مننه.

جستجو در کابل پرس