Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 75000

یتیم

29 جولای 2013, 15:03, توسط تراب

دلته په ارګ کي د پښتو ژبي ته قلف پروت دی
څوک يې چي وايي د هغه ژبي ته قلف پروت دی

د ارګ کیلي د خللي او د فهیم سره ده
اوس د عطا دوستم سپنتا او د عظیم سره ده

ویر واویلا او غمرازي په پښتو ژبه کیږي
میدان ګټل او سربازي په پښتو ژبه کیږي

پښتو څرخي پوري تړلي او د دار ژبه شوه
پښتو فقت د جوالي او څوکیدار ژبه شوه

تګ او راتګ او خوشحالي په بله ژبه کیږي
طب اقتصاد انجینري په بله ژبه کیږي

پښتو اخر هم د مجبور وزیریستان ژبه شوه
پښتو په لوی لاس د مولا او طالب جان ژبه شوه

پښتو د باد په سر سوره ده د باد سر ته خیژي
ساه يې په وتو ده په سکندو د شمشاد سر ته خیژی

د باد په نیلي به د باد سر ته ختلي وي خو
منو پښتو به د شمشاد سر ته ختلي وي خو

د ملکنډ او کڼماره ښکته اوغورځیده
د لوړ پامیر له دنګ چیناره ښکته اوغورځیده

حمزه ویل زه به د پښتو سره جنت ته ځمه
زه به د واړه ګناهو سره جنت ته ځمه

زه پکي وسوم په پښتو کي مي پوښتۍ ماتي شوي
په خپل انګړ او خپلو غرو کي مي پوښتۍ ماتي شوي

پښتو په ارګ کي د امیر شیرعلی خان ژبه وه
پښتو په ارګ کي د وزیر محمد ګل خان ژبه وه
پښتو په ارګ کي د ملا صاحب رباني ژبه وه
پښتو هغي وخت کي سوچه مسلماني ژبه وه

ددي دري مخي او ښاغلي نړۍ ندی خبر
خو طالب جان د پرمختللي نړۍ ندی خبر

په ارګ کي ژبه اوس د استاد رباني ژبه ده
نیمه تاجکه ده او نیمه ایراني ژبه ده

پښتون د ارګ د ننه ایله خپله کوپړۍ ساتلي
یا خپله خیټه ساتي یا يې خپله چوکۍ ساتلي

جستجو در کابل پرس