Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 44949

طرح تجزیه افغانستان!

6 جون 2011, 15:40, توسط شبیر کاکړ/ګران افغانستان

تر مخ تردې چي دتجزیې خبره وکړو راځو دافغانستان اوسنۍ جګړې ته. په دې کي هیڅ شک نسته،چي امریکا په افغانستان کي په جګړې بوخته ده اودا جګړه یوازي دناریه اوجاریحه سلاحو له لاري مخته نه ځي بلکه داستخبارتي،سیکالوږيکي، (ډیوایډ اینرول)،پروپاګندا اونورو عملیاتو له لاري مخ ته ځي. یوه لویه خبره یې سیکالوژوکي جګړه ده، چي په دغه کي د تجزیې خبره هم راځي. ولي چي افغانان په عامه توګه بیا پښتانه په ځانګړې توګه د تجزیې خبره نه مني. دتجزیي خبره د امریکا له خوا سیکالوژیکي جنګ دی. دافغانستان تجزیه وامریکاته دا مانالري،چي د منځنۍ اسیا څخه وتل او دامریکاد ځواک ضعف دی. داولي داسي دی؟ داځکه چي دافغانستان اتنیکي جوړښت (پښتون،تاجک،هزاره،اوزبک،بلوڅ،ترکمن،نورستاني او نورو) څخه جوړ دي. دافغانستان مذهبي جوړښت (سني،شعیه، اسماعلیه،وهابیزم اونورڅخه)تشکیل دي. دافغانستان ژبني جوړښت ( پښتو،پاړسي،اوزبکي،بلوڅي،پشه یې،ترکمني اونورو) څخه دی. جیوفزیکي جوړښت دافغانستان،افغانستان په لوړو اوجګو غرونو کي د هندوکش پروت دی او په منځني اسیاکي موقعیت لري. چي شمالي ګاونډیان یې دروسیې ملاتړي دي اولوېدیز ګاونډی يې ایران دی،چي د امریکا سر سخته مخالف دی او سهلي ګاونډی يې پاکستان دی، ستوزه یې دافغانستان سره سیاسي او دډيورنډ کرغېړنه کرښه ده،چي په دې کي انګرېزان لویه ونډه لري. د افغانستان ختیز ګاونډی چین دی،چي دا دولت اوس د امریکا اقتصادي رقیب دی . دافغانستان اتنیکي اوژبني او مذهبي ستونزه خاص دافغانانو خپل منځي موضوع ده،چي له دغي تشي څخه ګاونډیان مغرضه سیاستمداران ناوړه استفاده کوي، تل افغانان پخپل منځو کي جګړه سره کوي. اوبله موضوع پخپله ګاونډیان دي .ګاونډیان زموږ دخدایه غواړي،چي افغانستان تجزیه سي او هریوله دغه څخه خپله ګټه چي په کلوکلو ورته سترګي پرلاروه ،واخلي. نو تجزیه امریکاته هیڅ ګټه بېله تاوانه نه لري. که اوس افغانستان تجزه سي تاجک له تاجکستان سره، اوزبک له ازبکستان سره ترکمن له ترکمنستان سره او هزارګان دایران سره کې ټول وغواړي او کې ونه غواړي سیاست یې غواړي،چي ټول هزارګان دایران پرخوا ودريږي. نو امریکاته به یوازي جګړه او د جګړي مصرف سوی تاوان ورپاته سي بل شی یې پلاس نه راځي. د تجزیې خبره که امریکا کوي سیکالوژیکي جنګ دی څرنګه چي مو ترمخ وویل او که نور افغانان دافغانستان د تجزیې خبره کوي دګاونډیانو ځيره خواره اود ګاونډیو په ګټه خبري کوي . موږ ټوله افغانان که په بهر کي دي اوکه دننه په افغانستان کي يو دجګړې په لامل اوعلت مو سر سم نه دیخلاس سوی .
او دامریکا د جنګ ستراتیژي په افغانستان کي سمه نه ده واضح او نه ده څرګنده. دامریکا جګړې دافغانستان ټولنه، دافغانستان دعنعوي دولت جوړښت اوقومي ارتباطات یې ټوله سره ګډوډ کړل. که د دغه کار لپاره راغلی وه دغه کار خو وکی. که ولاړسي هم کېدای سي چي ووایي بریالی سو . دافغانستان تجزیه اصلا ګاونډیان او د هغولاس پوڅي غواړي او امریکا یوزي بېرېدل کوي. که روښتیاهم امریکا افغانستاتجزیه کړي نو امریکابه په افغانستان کي دوې سختي ماتي له خپل رقیبانو څخه خوړلي وي

جستجو در کابل پرس