Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 75633

چهره فریبا احمدی کاکر، وکیل اسیر قندهار در پارلمان افغانستان

17 آگوست 2013, 17:21, توسط پرویز "بهمن"

بح بح! افغان جان ادعا دارد که زنکه درمنطقهء پارسی زبان اختطاف شده وملاعمر صاحب هم مسولیت را بعهده نگرفته است. من درین زمینه با افغان جان زیاد بحث ندارم فقط آخرین وتازه ترین نوشتهء یک اوغان دیگر را به نام عصمت قانع اینجا می آورم تا افغان جان معنی ناموس داری را درفرهنگ اوغانی درک کند. هرچند عصمت قانع درین نوشته اش زیاد کوشیده است تا طالبان را تافتهء جدا بافته ازفرهنگ افغانی نشان دهد ولی موفق نشده است. زیرا این طالبان اند که بیرق دفاع از ناموس داری پشتونها را درسطح ملی وبین المللی به اهتزاز در آورده اند. ساختن یک داستان جعلی از پای لوچ های قندهار که گویا در زمان آرامی دزدان وپای لوچهای قندهار به زنان احترام داشتند وبه احترام زن از دزدی ورهزنی خانه ها منصرف می شدند یک جعل تاریخ است که درآن هیچ سند موثق وجود ندارد. این داستان ساختگی بدرد چارتا انسان متعصب واحساساتی پشتون میخورد.
لطفا کسانیکه بزبان اوغانی آشنایی دارند این اعترافنامهء عصمت قانع را بخوانند:

په ناتارونو، بریدونو، حملو، چپاونو او یرغلونو کې، په بریدو، غدیو، دښمنیو، میرڅیو، تربګنیو، توپانونو او سیلیو کې او په هر حالت کې افغان وطن، افغان فرهنګ، افغان خوی او خصلت د ناموس سپېڅلتوب ساتلی او تضمین کړی دی، د پوړوني، ټکري او سالوګي حفاظت یې لازم ګڼلی دی.

د پوړوني او ټکري په وړاندې ګستاخۍ یې د نامردۍ او نا ځوانۍ تر ټولو بده او له پېغوره ډکه فتنه بللې ده او د داسې کار مرتکب ته یې موزیګی یا بې ناموسه او یا هم مرده ګاو ویلی دی.

خو بدبختي داده چې د جګړې ناځوانو اخلاقو له موږ څخه د ناموس د حیا خوی او خصلت هم لوټلی دی. ښځو ته درنښت د خور، لور، مور او میرمنې حیثیت ته درناوی، د حیا له لیمو څخه کډه شو.

څو ورځې وړاندې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره یوه ښځه وکیله برمته شوه او هغه هم د طالبانو او پښتنو په لاس.

لوی ملا صاحب ملا محمد عمر اخند چې کله د اسامه پر سر پښتانه د غرب له وحشي تکنالوژۍ سره ټکر کړل، نو دایې ویل چې اسامه د افغانانو میلمه دی او افغان فرهنګ هېڅکله هم ملیمه و خپل دښمن ته لاس تړلی نه سپاري.

نو آیا ښځه برمته کول او بندیان پرې راخوشي کول د افغان فرهنګ له کوم ځای سره اړخ لګوي؟

جناب لوی ملا صاحب، د خدای روی ته وګوره، د قران روی ته وګوره، د شهیدانو د ناموس روی ته وګوره ستا جنګیالي دا څه کوي؟

داسې عملونه په اسلام کې شته؟ په شریعت کې شته؟ په پښتو کې شته؟ په عُرف او عنعنه کې شته؟ آیا په خپل تاریخ کې به داسې نا ځوانه واقعه ستا په یاد وي؟

جګړې هر څه رانه واخستل، جنګ هرڅه راڅخه ولوټل، خو د ناموس د لوټمارۍ له دبا څخه مو وژغوره.

د جمعه ګل او پستکي کیسه در یادوم، هغوی چې غله وو هم یې د ناموسونو په وړاندې د کستاخۍ بد اخلاقۍ ته ځان نه شوای ټینګولای.

طالب جانه ته خو د ناموس او شریعت شعار ورکوې په تا څه شوي دي؟

شاعر: عصمت قانع

جمعه ګل او پستکی

اورېدلې مې کیسه ده له مشرانو

له سپین ږیرو مخورو کنداریانو

امنیت وو په دې ښار په دې دیار کې

ګڼه ګوڼه وه په کلي په بازار کې

نه د مرګ او نه د وېرې تصور وو

نه تندی د کندهار په وینو سور وو

هرې خواته د وطن لمن خپره شوه

له وږمو ډکه کوڅه او مامته وه

شاعرانو به لیکلو داستانونه

سندر غاړو به ویل ښکلي طرزونه

کاروبار وو د وطن په هره خوا کې

بیکار نه وو څوک په کلي په صحرا کې

څوک بزګر د مامتو او د کښتو وو

څوک مالدار وو څښتنان به د رمو وو

څوک میرزا وو څوک معلم وو څوک سر کار وو

په ولس باندې ښایسته لوی کندهار وو

سوداګرو رانیول جایز مالونه

او ګټل به یې بنډل بنډل نوټونه

ناببره را پیدا څو پایلوچان شول

مشهور په کور او کلي پر دامان شول

د یوه نوم جمعه ګل بل پستکی وو

یو له ونې څخه جګ وو بل ګردی وو

غلا کول یې چاغ مږان له کلیوالو

له کوچیانو پونده وو له ځایوالو

یوه ورځ یې اراده وکړه و غلا ته

چپاول ته او د کور چور او تالا ته

خو په کور کې د تور سرو شور ماشور وو

نارینه ټول پر صحرا وو لور په لور وو

په دې کور کې چاغ مږان وو ښه تلی

په اوربشو په شفتلو نازولی

هر یو مږ یې ارزېده په زر کابلیو

خرڅېده په شنو او نغدو افغانیو

جمعه ګل ویل زما یاره پستکیه

مږان نه شو غلا کوې زما لالیه

له ښځمنو څخه غلا کار د چغال دی

دغه کار د نارینتوب په دین وبال دی

موږ قاتل هم دی بخښلی تور ټکري ته

د ناموس د عظمتونو سلامي ته

په امان دې وي تور سرې له غدیو

له دښمنو چپاوونو له بدیو

د وطن هر یوه پټکي ته مې سلام دی

جمعه ګل او پستکي ته مې سلام دی

چې پالي د ناموسونو غیرتونه

خدای به ورکي په ځوانۍ کې جنتونه

جستجو در کابل پرس