Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 78861

مکثی بر آخرین مشاجرهء لفظی عصمت قانع با مرحوم برهان الدین ربانی

21 دسامبر 2013, 15:28

قانع له وړکتوب څخه د ټوکو، د کلي او کوڅي له لویدلو ځوانانو سره د خندا او عبث وخت تیرولو، په مشرانو د رخشند وهلو عادت لري ، چي اکثره وختونو به په ودونو او میلو کي ، لنډغرو ځوانانو د پیشو بازیو او بیزو بازیو لپاره د قانع له قواري سره د برابرو خندا اوره اکټونو څخه خوند اخست ، د خپلي خندا غړکي به یي د قانع په لوبولو تشه ولي ، نوموړي به له ځانه بیرته ترځانه له هیچا هم د بي حيایۍ او ننګ خبري نه سپمولي ، بلاخره دا تشویق د دي سبب شو ، چي قانع د خندا او بي کاره خلکو په منځ کي ، چي په لمخه وختونو کي د ساعت تیري لپاره بل بدیل هم نه ؤ، شه شهرت پیدا کړي.
قانع د خپل غربت له کبله جوالیتوب ته مخه کړه ، د ځوانو او بي ادبه جوالیانو سره یي د خپل نږدي تماس په اساس د جوالیانو د بي بندوباره عاداتو څخه د ځان ټولي کمیاني مشبوع کړي . د پخان ډم د ډول تړنګ ته هم تر هیچا ناوخته نه دۍ رسیدلی ، د کیافي توپیر یي له نوموړي ډول زن سره ډیر په باریکیو کي توجه ته انسان اړباسي ، قانع په مکتب کي په ټولو استادانو خنداوي جوړولي ، چي د ازار پیټې یي تر همدي ځایه راورساوه ، چي حتا په ټوله مکتب کي بلاخره په ولسوالي کي په لیوني قانع مشهور شو ځکه د ده افعال ، کردار ، روحیات او قیافه د لیوني په شان وه.
په همدي جریان کي د کمونیزم او مجاهدینو د مبقابلي اوازي ګرمي شوي ، د حزب اسلامي مجاهدینو ، قانع هم جهاد ته تر دعوت لاندي ونیو خو متاسفانه د قانع اخلاق دونه فاسد ؤ چي د شریفو انسانانو سره یي د جوړتیا ټول چانسونه سوځولي ؤ ، قانع د روسانو د بمباردونو او هر کس او ناکس د نیولو له ویري کور کلی پریښود ، په پاکستان کي د یو ، بل ، اخبار او مجلي له لاري ، چي یو شعر او یا یو ټوکه به یي لیکله ، د ځان د مشهور کولو کوښښ شروع کړ ، د خپلو ټوکو او خندا مجالسو د ګرمولو په برکت یي ځان څه ناڅه مشهور کړ ، خو په روپو او شهرت پسي د لیونتوب تر کچي رسیدلی ؤ .
په دغه وخت کي د رباني صیب د فتر خلاص شو ، قانع چي په حزب کي د خپلو لویدلو اخلاقو له وجي ځاي نه درلود ، نو یي رباني صیب تنظیم ته مخه کړه ، رباني صیب چي تر هیچا لاس نه اړاؤ ، خصوصا پښتنو کي، ددي لپاره چي خپله نشنلیستي مفکوره ورباندي پټه کړي ، نو قانع صیب یي ښه استقبال کړ ، قانع هم له خدایه داسي ځای غوښتی ، چي هیڅ پښتون خصوصا شناخته پکي نه وي ، تر څو دده معرفت رباني صیب ته ونه کړي او یا د قانع د روپو لپاره د پښتنو توهین بربنډ نه شي ، چي دا د قانع صیب لپاره سر درد ؤ .
قانع صیب به په جمعیت کي د زابل ، کندهار ،پکتیا ، غزني او وردګو قومونو د سپین ږیرو پیښي د متعصبو جمعیتیانو په مجالسو کي کولي او رخشندول به یی ، هغوي به ورباندي په کړس ، کړس خندل ، کله چي به یي د قانع صیب خیټه غوړه کړه او یو څه کوچي به یي پسي وموښله ، نو قانع صیب به په افراطي ډول له چتي ووت ، چي هم به یي ځان او هم به یي هغوی ته ښکنځل کولي ، ناپړیت شعرونه او بي ادبه قیصي به یي په دروغو جوړولي ، هغوی هم د پښتنو په مقابل کي د قانع د استعمال په ارزښت پوهیدل ، ځکه یي قانع په ګورت کي د قانع له ټول ولیدلي شخصیت سره ساتلی ؤ، بل د قانع قیمت ډیر لږ ؤ ، یو څه زهر قاتل او یوڅه هوایي ستاینه ، هغه هم د توهین ستاینه ، خو قانع صیب بیاهم د رباني او مسعود په وړاندي د پخواني خانانو تر ناظر په ټیټ ارزښت قانع ؤ ، همدغه قناعت د قانع صیب تخلص په مکمله ډول منعکس کړ.
کله چي طالبان راغلل ، قانع صیب هم د رباني په تقلید کي په ابتداء کي ملاتړشروع کړ خو کله چي طالبان د امیر صیب مسعود سره وموښتل ، نو قانع صیب طالبانو ته په خره چپه سپور شو ، توهین امیزه او ډیره بي انصافه لیکنه یي پسي وکړه چي ( زیره راوړۍ خیر یوسۍ ) د دي پرځای چي پخواني غلام رژیمونه له دین سره په ظلم او له دیني خلکو سره په بي انصافي پړ وبولي برعکس یي سرچپه پیر وکړ.
لنډه داچي کله د قانع صیب د نس غوړیدل د رباني تر وس تیر شول ، بل قانع هم نور اضافي د خس او خاشاک پنډه وه چي د رباني په روان تخت او تاج پوري ځوړنده وه ، رباني نور قانع ته پړی ورسست کړ ، قانع هم د یو وفادار او د رباني صیب د یو مطیع مورید په توګه رباني صیب په کور د یو څو نورو لنډغرو سره حمله وکړه ، دي پوهیدی چي نور رباني صیب نه زما خیټه غوړولی شي او نه توان لري چي راسره حساب وکړي حتي یو شمیر کسان خو لادا وایي چي قانع دغه جرائت په ( ای اس ای ) کي د خپلو ملګرو د مټ په زور وکړ.
شپي او ورځي تیریدي چي د امریکایانو په راتګ سره د قانع د شاهي تاج یو ټپوس راوړ ، هغه ټپوس چي قانع یي په ناظرتوب کي ډیري ګاړی څټلي وي او د قانع په سر یي کیښود ، قانع لمړي د خپلو بادارانو په مشوره په اشنا راډیو ( امریکا غږ ) کي خبریال شو چي له خوسته به یي د مجاهدینو په خلاف راپورونه خپرول او بیا کندهار او کابل ته لاړ ، او دده نږدي ملګري وایي چي قانع به په یو راپور له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ ډالر اخستل ، کله چي به پیښه نه وه شوي چي قانع درواغ سره لیکه کړي ، نو به یي له ځانه دري یا څلور کسان جوړ کړل د یو نوم به یي منګټو لالا د بل به یي شرنګ او لونګ کیښود ، په درواغو به یي ځای پرځای راپور جوړ کړ او اشنا راډیو به خپور کړ ، قانع صیب به ویل چي داسي ځکه کوم ، چي نن مي ډالر نه ؤ اخستي ، د ډالرو په دغه باران کي ولي قانع لیونی بي ډالرو شپه سبا کړي؟!
قانع صیب دخبریالي د دندي په جریان کي د ولایاتو او مرکز په ټولو هغو هوټلونو کي شپي کولي چي د زناؤ او شرابو پوره امادګي یي درلودي . لمونځ او د قران لوستل خو یي ډیر پخوا د سندرو ، موسیقي ، بي ابه شعرونو او نورو عبثیاتو او لهو و لعب ته چورلټ پري ایښي ؤ..
قانع فکر وکړ چي کولي شي پارلمان ته کامیاب شي ځکه هم یي روپۍ پیدا کړي او هم شهرت ، دا هغه څه ؤ چي قانع د هرڅه کیلي بلله ، ځان یي کاندید کړ کله چي خپلي منطقي ته لاړ خلکو ویل اوس افغانستان ترقي وکړه ؟! لیوني عیسي محمد هم پاچاهي غواړي ، په انتخاباتي کمپاین کي په شرمو وشرمید ، ځکه خلکو ویل چي عیسي محمد باید د خندا محفل ګرم کړي ، نه د پاچاهي ، خو ده بیچاره خپله سابقه هیره کړي وه ، ده فکر کاوه چي د نورو به هم هیره وي، قانع صیب تر ننه د افغان ټولني په مزاج نه پوهیږي چي بي حیثیته کس هیڅکله هم خپل لویدلي ارزښت اسانه نشي رغولي او په دي هم نه پوهیږي چي د امریکایانو په لوډسپیکري کي یي خپل قیمت تر صفر هم کښته کړ او لا منفي ته روان دي ، کیدي شي د همدغه حیثیت مزه یي نسل هم وڅکي.
په اخیر کي قانع لکه اوبو اخستي چي ځګ ته لاس اچوي ، لکه هغه یو متل دي ، چي مړی خدای شرموي په تخته به ...... واچوي ، قانع هم د حضرت صیب په سرنوشت اخته شو، هغه د امریکایانو په دوستي ، محبت او ملاتړ کي هجرت وکړ او قانع د کمونیزم په محبت ، دوستي او ملاتړ کي ږیره چټ کړه ، په دي هم سټاپ نه شو بلکه دقلم نوک یئ دحق ، ازادي ، جهاد او اسلامي قایدینو او مجاهدینو خلاف د کمونیزم ، غربي ډیمو کراسي ، باطل او مفسد مشرانو ، غلامو، پردي پالو او شرمیدلو څیرو ، نشنلیزم په ملاتړ د یوڅو روپو او شهرت لپاره وقف کړ، کله د یوچا او کله د بل چا لکه کرایي مزدور د همدغو ګندګیو لپاره په خوسا ډنډونوکي لامبو وهي. رښتیا چي قانع له شروع تر اخیره د همداسي پریوتي شخصیت خاوند ؤ ، موږ پیژندلو ، خو نورو نه ، اوس یي په هرچا ځان ولید، چیزیکه در دیګ باشد درکاسه مي براید، د نوموړي له لیکنو ان نطفه هم ښکاري.
زابلی
ماته خپله لیکنه مهمه نه ده ماته ددغه خبیث جواب او غاښ ماتوونکی جواب اهمیت لری او څه چي ما ویلي ټول رښتیا دي

جستجو در کابل پرس