Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 76909

درحاشیهء معذرتخواهی جنرال عبدالرشید دوستم

12 اكتبر 2013, 15:46

پدې وروستیو کې د ښاغلی اشرف غني احمدزی په هکله ویل کیږي چې هغه د نړی دویم متفکردۍ۰ په رښتیا سره د داسې یوه سترمتفکرسره ښايي چې په نړیواله کچه دسترو او وتلو سیاسي ، فرهنګي او پوځي څیروسره راشه درشه اواړیکې ولري اودهغوسره ګډ کاروکړي۰ له همدې امله وچې کله یې په کال ۲۰۰۹ کې د افغانستان ولسمشرۍ ته درسیدوپه موخه دسیالۍ ډګرته راودانګل د خپل انتخاباتي کمپاین د ښې سمبالتیا لپاره یې مشهورامریکایي ستراتژیست جیمزکارویل د سلاکار په توګه غوره کړ۰ همداراز په خپل انتخاباتی شعارکې یې د داسې چا نوم راوړی و چې ټوله نړۍ یې دنامه سره آشنا ده اوهغه بارک اوباما دۍ۰ هغه شعارمې له یاده وتلی او نشم کولای کټ مټ یې دلته راوړم خومحتوی یې دفساد سره په مبارزه څرخیده چې بارک اوباما هم په افغانستان کې فساد نه غواړي۰ په هر صورت داچې د خپل انتخاباتي کمپاین لپاره یې امریکایي ستراتژیست غوره کړی واوپه انتخاباتي شعار کې یې بیا هم دامریکې دولسمشر نوم راوړی وبحث نه کوم خوداچې داځل یې هغه مشهور اوسترجګړه مار (جنرال عبدالرشید دوستم ) چې افغانان هغه د ډله ییز وژنو اوقتلونو ، چوراو چپاو، وحشت اوبربریت، ورانولو اوسوزولو ،پردۍ پالنې اووطن پلورنې ، توکم پالنې او غدارۍ سمبول ګڼي د خپل لومړي مرستیال په توګه غوره کړغواړم مکث وکړم۰

که چیرې داسې یوڅوک چې په جګړو ، وژنو او ورانولوکې دواک اوځواک ، شان اوشوکت ، نوم اواعتبارخاوند شوی وي خپل مرستیالان اوهمکاران جګړه ماران غوره کړي یوه طبیعي خبره ده خو کله چې یوپوه اومتفکر چې دجګړو، وژنو او ورانولوسره یې هیڅ تړاونه درلود ، په تدریس او څیړنو بوخت و، د قلم اوکتاب ، لکچراو کنفرانس، محصل اواستاد سره یې کاردرلود دداسې یوه چاسره چې دبرچې اوټوپک ، ماین اوټانک، خپلسره ملیشو اوبهرنیو اجیروترهګروسره تړاودرلود ګډه ژبه مومي اوهغه دخپل مرستیال په توګه دیوه هیواد اودهمدې هیواد دې دیرش میلیوني اوسیدونکوپه مقدراتو واکمنول غواړي دپام ، بحث اواندیښنې وړ مسئله ده۰ دادحیرانتیا خبره ده چې څرنګه یوسترمتفکر دیوه سترجګړه مارسره چې څه دپاسه دری لسیزې دپردیودارادې له مخې دخپل ولس سره په جګړه اودخپلووطنوالوپه وژنولګیا دۍ ګډه ژبه موندلې اوچمتو شوی دۍ چې دهغه سره ګډ کاروکړي۰ ماڅو کاله مخکې یوه لیکنه چې سرلیک یې د عجایباتوتاټوبی وپه ځینوویب پانو کې خپره کړې وه او دښاغلي احمدزي دې انتخاب زه په بشپړ ډول متیقین کړم چې په رښتیاسره افغانستان دعجایباتو ټاټوبی دۍ۰ بله خبره چې عجیبه بریښی داد ه چې د۲۰۰۹ کال د رسوایۍ څخه ډکوټاکنوکې اشرف غني احمدزي په سلوکې درۍ رایې هم ترلاسه نکړې چې هغه په نشت کې حسابیږي۰ داچې پدې پنځوکلونوکې ښاغلي احمدزي کوم داسې غوره کارکړی دۍ چې دخلکوپه زړونوکې یې ځای موندلی وي اوداځل ولس ده ته رایه ورکړي ماته څرګند نه دۍ۰ دتیرو ټاکنو وروسته پنځو کلونوکې دنړی ددویم متفکر هغه کارچې دپام وړدۍ هغه دبهرنیو نیواکګرو لښکروڅخه دامنیتي چارو دلیږد بهیر دۍ۰ دابهیرلدې امله کوم سترشهکارندۍ چې داډول لیږدیوعادي اومعمولي بهیردۍ داځکه چې دډاکټرنجیب الله د واکمنۍ پرمهال دشوروي نیواکګرو لښکروڅخه دا لیږد دکوم دولتی مسئول پرته په بري سره ترسره شو ۰ شوروي نیواکګروبیله دې چې ځانګړی دولتي مسئول دهغوی نه دلیږدچارې پرمخ یوسي ددوی په لاس جوړې شوې ودانۍ افغان لوري ته سپارلې خونني ناټویي نیواکګر هغه ورانوي اودنړی دویم متکفر پدې اړه چې دلیږدمسئولیت هم لري چوپه خوله پاتې دۍ ۰لامل یې دادۍ نه داچې ناټویي نیواکګر دهغه نوم په کوم بل لست کې ونه لیکي۰ داځکه چې دننۍ یوې قطبي نړۍ اصلي بادار قضاوتونه دموسم په بدلون سره بدلون مومي ۰ یووخت یې د افغانستان دوخت واکمنۍ په وړاندې هغوجنګیالیوته چې په وژنواوورانولوکې دنورونه مخکښ وو جهادي اتلان ویل اونن هغوی ته دبشردحقوقونه سرغړونکي او ترهګروایي۰

اوس راځم دټاکنوخبرې ته۰ په تیرو ټاکنوکې د رایې دورکوونکو دغوڅ اکثریت نه ګډون داحقیقت نندارې ته کیښودچې هغه ټاکنې چې دپردیونیواکګرو لښکروپه شتون کې ترسره کیږي بیله شکه له تقلب ، ټګۍ اوبرګۍ ډکې وې چې ولس هغه تحریم کړې۰ ولس پدې پوهیده چې ددې ټاکنووروسته واکمني ددې واک ، وس اولیوالتیا نلري چې هیوادته سوله اوټیکاوراوړي چې داانګیرنه سمه وه۰ څرګندساری یې پدې کې وینوچې دنورستان ولایت دولایتي شورا لپاره حتي نوماندان نشي کولای هلته خپل نومونه ثبت کړي اودکابل بلواکې واکمنۍ پریکړه وکړه چې دنوموړي ولایت ولایتي شوراګانوته نوماندان په کابل کې ځانونه ثبت کړي۰ هو! دادعجایباتوهیواددۍ چې دیوه ناامنه ولایت استازي په خپل ولایت کې ځانونه نشي ثبتولای اوپه پلازمیینه کې هغوی ته دنامه دثبتولواجازه ورکول کیږي اوکله چې په راتلونکې کال کې ولایتي شوراګانوته ټاکنې ترسره شي واکمني به اعلان وکړي چې دنورستان خلکو په کابل کې دولسمشری اوولایتی شوراګانوته رایې واچولې اویا داچې دڅوتنونومونه به ولایت ته واستوی چې دادنورستان ولایت دولایتی شوراګانومنتخب استازي دي۰ داځکه چې په دې وروستیو دوولسوکلونوکې زموږپه هیواد کې دپردیود فتنو اوتزویري کړنو پربنسټ دبهرڅخه په موږدتپل شوې دموکراسۍ له امله هره لوبه، هرنیرنګ ،هره رسوایي اوهرډول ډنډوره شونې ده.

د نورستان دولایت بې امني ښيي چې دوخت په تیریدوسره په هیواد کې سیاسي – امنیتي وضعیت کړکیچن کیږي۰ اصلي لامل یې دادۍ چې په هیوادکې دوولس کلن پیل شوی بهیر چې اشرف غني دهغه دتداوم اوجدي تحول غوښتونکی دۍ افغان میړني او آزاد خیال ولس ته دمنلووړ نه دۍ ۰ داځکه چې دابهیرد ولس په برخلیک باندې دشراوفساد دعاملینو ، جګړه مارانو، لوټمارانواوپردی پالوواکمنول اودهغوی دلا غوړیدو اوځواکمن کیدوبهیردۍ ۰ داحمدزي له لوري تداوم پدې کې څرګندشوچې انتخاباتي ټیم یې دوروستۍ دوولس کلنې واکمنۍ لوړپوړي چارواکي دي اوجدي تحول یې دادۍ چې دډله ییزووژنوسرسالاراوسترجګړه مار یې دلومړی مرستیال په توګه غوره کړ۰ جنرال دوستم دهغوڅـلوروتنوڅخه یودۍ چې کله په کال ۲۰۰۱ کې امریکایي واکمنودافغانستان دنیولوعملي اقدامات پیل کړل هغه هم امریکایي جنرالانوته ژمنه وکړه چې دافغانستان په نیولوکې به هغه دامریکایي یرغلګرو لښکرودافغان پلیوځواکونود یوې برخې چې ازبک ملیشې دي دقوماندان دنده ولري۰ هغه مهال امریکایي جنرالانوپه تاجکستان کې دشمال تلوالې له څلورو جګړه مارانو( دوستم ، قسیم فهیم ، اسماعیل خان ، کریم خلیلي ) سره وکتل اوهغوی ژمنه وکړه چې امریکایانو ته به د افغانستان په نیولوکې دخپلوملیشوپرمټ بیله کوم قید او شرط اوتړون پرته مرسته وکړي ۰ امریکایانو پرون دوستم اونوردافغانستان دنیولوپه موخه دپلیو قطعاتود قوماندانانوپه شان استخدام کړل اوظاهرآ یې دواک په ګډۍ کینول اوښاغلی احمدزی غواړي که ولسمشرۍ ته ورسیږي دوولس کاله مخکې پیل شوي بهیرته به دوام ورکړي چې مانایې دجګړه مارانوواک اوشته فساد ته دوام ورکول دي ۰ لدې امله یې جنرال دوستم دلومړي مرستیال اوسرور دانش دوحدت ګونددمشرکریم خلیلي مرستیال ددویم مرستیال په توګه غوره کړل چې دا انتخاب په رښتیا سره ددولس کاله مخکې پیل شوي بهیرتداوم ښيي چې هغه دافغانستان اودافغانستان دخلکوپربرخلیک د جګړه مارانواولوټمارانو دواک تداوم دۍ۰ داځکه چې دبن په کنفرانس کې دښایسته سالارۍ اودیوه ژمن حکومت پرځای دجګړه مارانو، لوټمارانو ،دبشر دحقوقودسرغړونکواوقومي سوداګرو د واکمنۍ بنسټ کیښودل شو۰

جستجو در کابل پرس