Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 76919

ایتلاف ناهمگون دوستم واشرف غنی احمدزی

12 اكتبر 2013, 18:10, توسط محمد

شاغلی بهمن،
زه نه غواړم چې له تاسو سره استدلال وکړم ځکه چې په یوه بله لیکنه باندې ستاسو کنځلې زما اوس هم په یاد دي. کله چې یو څوک کنځلې کوي هغه مات وي او له مات سره خبرې تاوول هېڅ ګټه نه لري. ما نه دي لیکلي چې تاجکانو پښتانه د نورو په مقابل کې وجنګول. ما لیکلي دي (اوس مې هم پیغام دلته شته) چې تاجکانو نور قومونه د پښتنو په مقابل کې وجنګول.
عبدالباری جهانی یو فرد دی، فرد د یوازې د خپل ځان استازیتوب کوي. که زه ووایم چې بهمن داسې دی او هاغسې دی، دا په دې معنی نه ده چې زه به هر څه په حقه یم. پښتانه با حوصله، صلح دوست او د جرګو مرکو خلک دي. تاسو به حتما د احمد آرین او نورو متعصبینو د فیس بک صفحې لیدلي وي:
افغانستان میرور (انګلیسي نوم)، پشتون های خاین، مسعودیان، سخن ازاد را دوست دارم،........... دا صفحې هره ورځ پښتنو ته کنځلې کوي. خو په مقابل کې پښتانه څومره داسې اګریسیف صفحې لري؟ د خاوران، کابل پریس، اریایي ویب سایټونو ۹۰٪ لیکنې پښتنو ته له کنځلو نه ډکې دي. تاسو یې د پښتنو د عکس العمل له پاره کوم ویب سایټونه وینئ؟ راځئ دا د ایران او پنجاب له مزدورۍ او د افغانستان له ورانولو نه تېر شئ او ټول په یوه خوله د افغان او افغانستان له پاره کار وکړو.

جستجو در کابل پرس