Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 76948

گــاو و گــوســفند بجــای ملی و شــلغم

13 اكتبر 2013, 18:18, توسط پرویز "بهمن"

جناب آقای نینوا!
سایت کابل پرس? ضد پشتونها نه بلکه ضد زورگویی وحقه بازی وانحصارگرایی پشتونها وپیمان شکنی وفاشیسم پشتونها می باشد؛ این متفکر دوم جهان وافتخار عالم اسلام نه تنها که انتخاب معاونین اش طرف یک عمل ریاکارانه وحقه بازانه وغیر صادقانه ازطرف غیر پشتونها تلقی میشود بلکه بسیاری از فاشیستان پشتون را نیز بحیرت دچار ساخته وآنها حالا بر سر این دومین متفکر جهان تجدید نظر میکنند. اگر سایت کابل پرس تناقض گویی های اشرف غنی این دومین مغز متفکر جهان را برجسته وبرملا کرده؛ سایتهای پشتونی بکلی اورا درزمرهء خاینان ملی بشما رآورده اند. اگر باور ندارید این این بخش های مهم مقالهء محترم نصرالله احمدزی از اسلام آباد را به غور بخوانید:
د ټاکنو مشروعیت او روڼوالې نه تضمین شوی او نه به شی ددی په ځاي چې ټولو ولس ته او یا سم نیم ولس ته په ټاکنو کې د ګډون موقع برابره کړاي شی دولت او چارواکي د خلکو په غولولو بوخت دی او کاندیدان لکه کجیر مرغان ارګ ته د ننوتو تلوسه ، شوق او خوب لري او ویني یې او بهرنیو هیوادونو چې دلته د خپلو مؤخو لپاره يې ډډه وهلې او بیخرچه مصارف او شا ډبونه هم کوئ تر څو خپل نازولی او له خبری نه تیریدونکئ تابع کس د لکشا ماڼئ ته ور دننه کړی چې د هیواد په تاریخ کې د خونړی ماڼۍ حیثت هم لری ښه به دا وه چې حکومتی آړخ له مخکې څخه د هیواد په سطحه فکر کړی وایې خو د دوي فکر د ملت په ځای اشخاصو ، ایتلافونو ، معمیلو او سازشونو ته اوښتئ وو څومره یې چې فکر او عقل کار کولو همغه یې وکړل ، یوازي زموږ له لوګر دری کسان کاندید شوی
۱:ښاغلی اشرف غنی
۲:ښاغلی محمد سرور
۳:ښاغلی حشمت غنی
او عجیبه خو دا ده چې له یوه کوره دوه وروڼه دۍ کار ته بې اتفاقی نشو ویلی بلکه هسی د تبلیغاتی ډز لپاره یې دا کار کړی په اخر کې اعلان وکړی چې زه حشمت غنی د اشرف غنی په ګټه له خپلی کاندیداتوری تیر شوم او په دې سره به د اشرف غنی په ګټه او ملاتړو ته د مورال ورکولو په مؤخه او په خپل رقیب او د هغه په ملاتړو ذهنی فشار واردول يې هدف ده که دواړو وروڼه خپلمنځې ستونزه درلو دايې نو حشمت غنی به حمتآ د خپل ورور کوم رقیب سره دریدلی و، مګر دلته پوښتنه دا دی چې حشمت غنی څومره ټولنه کې مطرح او اثر رسوخ لری چې د اشرف غنی ایتلاف خپل مخالفین پری وډار کړی ؟ معلومه خبره ده چې کوم مطرح شخص نده او د ولس په منځ کې یې هم شناخت د اشرف غنی له نوم سره تړلی دی دا خپله یوه بد بختې ده د هیواد په سر نویشت داسی لوبه را وانه دی ، خپله اشرف غنی بیا د ولس په منځ کې د امریکایانو سره دده د ګډ راتګ او شتون په وجه ډیر مطرح شو او ښه کارئ تجربه هم لری ، له حکومتی چارو سره ښه بلد دی خو د خپل عمر لویه برخه یې د افغانانو له درد او خوښیو لیری تیره کړی ، خپله انرژی یې د امریکا په پوهنتونونو کې د امریکایانو د بچیانو د هوسایني او روزني په خاطر مصرف کړي ده ، د حامد کرزی د حکومت په لومړیو کلونو کې د مالی وزارت او ګمراکاتو د عایداتو په برخه کې لږ مثبت ثابت شو خو غټ علت یې دا ؤ چې هغو کلونو کې د امریکا دبدبه او غرور په ښه قوت کې و نو ځکه د شمال ټلوالې مسؤلینو هم نشو کولی ځان ورسره شخ کړی خو وروسته ورو ورو د امریکانو غرور ، دبدبه او وهم هم اوبه شو او ښاغلی اشرف غنی هم د مزار او هرات د واکمنانو په وړاندی د تعظیم سر خم کړ ښاغلی اشرف غنی په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې هم خپل بخت او زور و آزمویه خو و نشوه او په همغه حکومت یې توندې توندې نیوکې پیل کړی چې نوموړی یې د وجود برخه و خو له ناکامی وروسته یې همغه حکومت کی داسی مسؤلیت ته ډده ورکړه چې دده مسلک سره ۱۸۰٪ برخلاف و ، کله به می چې ښاغلی غنی احمدزی د تلویزون په پرده کې ولیدو چې پټو په اوګه ، کله لونګې او کله سر تور سر ، واسکټ په تن او سپین لنډ لباس چې د پښوو ښنګرئ به یې تل د تبلیغیانو په څیر ترینه له ورایه ښکاریدل نو زما ذهن کې به دده هغه پخوانې خبری رایاد شوی چې کار اهل کار ته نه سپارل نا مسلکیتوب او د ناسمۍ ادرای څرګندونه کوئ نو ولی نن ښاغلی احمدزی د فوځ په منځ کې بی له یونیفورم ښکته پورته کیږی ؟ ایا نوموړی له کومي نظامی آکاډمی فارغ شوئ ده ؟ .
ښاغلی اشرف غنی احمدزی ته باید موږ افغانان له هغه څه پورته آرزښت ورکړو کوم څه چې موږ افغانان د یوی غربی مجلی له لارښوونی سره کوو دا زموږ ضعف ده ،دا زموږ بی علمی ده ، ددی دا معنی چی موږ د شخصیتونو په شناخت کې شپون ته اړ یوو له دی پرته هیڅ وړتیا نلرو زه پوښتنه له هغو وروڼو کوم چې له مفکر پرته بل څه یې په ژبه نه راځئ که صبا همدا مجله ولیکی چې ښاغلی اشرف غنی د مفکری مقام و بایلود نو تاسو به بیا څه کوې ؟ مجله په دیرش زره افغانیو زر (۱۰۰۰) دانی چاپ کیدای شی نو له چا مفکر جوړ کړم؟ هیله دی چی خپل افغان ته خپله قدر ورکړو لکه څنګه چې ښاغلی اشرف غنی یوه له زړه پوری خبره کړی چې افغانستان کې درجه یک او درجه دو ولایات نشته موږ افغانان ټول درجه یک یوو او یا د ښاغلی حکمتیار دا وینا چې ( مړه قومونه خپل زعامه په هدیرو کې لټوئ او ژوندی قومونه ژوندی قیادتونه جوړوی) ځینی وروڼه په دی نظر دی چې اشرف غنی احمدزی تیز او قاطع کس ده همدا یې ښه والی ده خو دغه تیزوالی یې ولی نه تعریف کوي چې سم پری بوه شو تاسو چې هر څه ورته وايې مګر زه برعکس نظر او وړاندیز لرم : موږ نه تیز او قاطع ولسمشر ته ضرورت لرو او نه معمیلګر او داسی چا ته چې د هیواد ستری ستری دشتي یې په سیاسی رشوت کې د فرمان به بڼه وویشلي متاسفآنه له کمونستی رژیم وروسته ښاغلی حامد کرزی او مسؤلینو يې په دی اړوند نه جبرانیدونکی او نه بښوونکئ فرمانونه صادر کړی دی چې نه کوم مستحق افغان ته پکې چا یوه لویشت ځمکه ورکړه او نه هغه خلک د نظام او ولس په ګټه څه وکړل او د هغو دشتو په خرڅلاؤ یې اوس زامن او د کورنی غړی بهرنی تجارت کوئ ، افغانستان داسی ولسمشر او مامور ته تنده لری چې یوازی قانون ته درناوئ او عملی بڼه ورکړی نو دا کار چې وشی هر څه به د سمون او اصلاح په لور پرمخ لاړ شی ، زه د یو افغان په صفت ښاغلی اشرف غنی ته له هغې په لوړ آرزښت قانع یم کوم چې یوی مجلی موږ ته رامعرفی کړی او د مجلی پریکړه او ورکړه زما له نظره رد دی ، که ښاغلی احمدزی تر ارګ ور د ننه شی نو هیله دی چې ټولنې او ولس ته د خدمت جوګه ثابت شی او د ملی یوالی پخاطر سیاسی عناد له ځان کډه کړی .

جستجو در کابل پرس