Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 77230

گردهمایی بزرگ (لویه جرگه) نمایش نظام قبیله ای

29 اكتبر 2013, 16:47

ولسمشر کرزی بل څه نه کوي، غواړي له لویې جرګې خلک زړه توري کړي ـ نژدې ده لویه جرګه هم لکه زموږ ډېری ملي او دیني ارزښتونه مسخره شي... اضطراري لویه جرګه، د اساسي قانون لویه جرګه، ممثله لویه جرګه، مشورتي لویه جرګه، د ستراتیژیک تړون لویه جرګه او دادی د امنیتي تړون لویه جرګه...
چې کابل کې د لویو جرګو پر مهال ژوند نېژدې په ټپه درېدلی وي ـ د ستراتیژیک تړون لپاره د لویې جرګې په ورځو کې زه کابل کې وم، د لویې جرګې کېږدۍ ته غزېدلې لارې د ترافیکو پرمخ تړلې وې. د سیمې خلک پخپلو کورو کې کلابند وو...
کابلیانو د کنځلو او بدو ردو نوی ریکارډ تینګ کړی و ـ د ښیراوو، کنځلو نوې ترمینالوژي یې را اېستلې وه...
اخوانیانو دوې لسیزې ووهل، د تبلیغاتو توغندي یې وچلول، خو لویه جرګه یې تخریب نشوای کړای ـ د لویې جرګې مخه یې ډب نکړه ـ خو دې څو کلونو کې چې اوس څوک د لویې جرګې نوم اوري د سر ویښتان یې نېغ ودرېږي.
چې دلته د ارزښتونو د لیلام قیامتونه راټیټ دي. جهاد، مجاهدینو وشرماوه، شریعت طالبانو مسخره کړ او ولسواکي راغلیو ښاغلیو وشرموله، د دموکراتیکو ارزښتونو لمن لبرال فاشیستانو پرسر واړوله...
د لویې جرګې یواځې نوم دی ـ ماهیت یې له منځه تللی ـ هغه مکانیزم چې اساسي قانون لویې جرګې ته پاموړ ګڼلی نه مراعات شوی او نه به مراعات شي ـ بس د لویې جرګې کېږدۍ ورغېږي، کمېسیون وټاکل شي، د خپلې خوښې راغلي غونډ شي، لارې، واټونه وتړل شي، پلوونه، چرګان باد شي، پر نویو عریضو احکام واخیستل شي، ترا بخیر ما را بسلامت...
که ولسمشر د تایید پرېکړه اخلي که د رد، له یوې جرګې یې ترلاسه کولای شي... چې دلته هر مال په یوه روپۍ تر ګوتو کېدای شي.
سید شکرالدین آغا پتیلې چې دا ځل د لویې جرګې کېږدۍ ړنګه کړي، چې ټول غصب ددغه سرخوړلې کېږدۍ له لاسه دی.
دده په وینا پُل خشتي جومات له دې وړاندې کلونه نیم کاره پاتې و، منار یې د لرګیو و، مؤذن به آذان ته په لرګینو زینو خوت آذان به یې کاوه...
بله ورځ چا اور ورته کړ، حکومت یې له سره په رغېدا او اوسنۍ بڼه جوړېدا ته اړ شو...
آغا صاحب په ټینګه دا پرېکړه کړې، چې د لویې جرګې کېږدۍ د دغسې یوه اقدام له مخې ایسته کړي، چې کېږدۍ لیرې شوه لویه جرګه نشي راغوښتی، کابلیان له کړاو خلاص دي...
د آغا صاحب په خبره تاسې څه وایاست، چې لویه جرګه به د ولسمشر د خوښې او غوښتنې پرخلاف پرېکړه وکړي، سوال نه پیدا کېږي، چې داسې ده بیا د لاس غوټې ته پر خوله د پرانیستو جنجال د څه لپاره...؟
ولسمشر چې تر اوسه څه کړي، څوک یې پوښتلي، د چا خوښې او سلا ته یې کتلي، د یو سلاکار په وینا دا یو کال یې ولسمشر په سترګو نه دی لیدلی، نه یې شي لیدای.
که ولسمشر د ملت خوښې او ارادې ته کتلی، له جنګسالارانو به یې لاس اخیستی و، چې ملت په یوه خوله دا دوولس کاله ده ته د خدای روی وړاندې کوي، چې له جګړه مارو سره کلی کور پرېږدي، خو دی هر وار یو او بل د ولس پر اوږو خیژوي ـ د ملت اراده دومره پاموړ ده چې رایه ورکړي او خپل واک وروسپاري

جستجو در کابل پرس