Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 77962

سوداگران سیاه سخن یا افزار نحس تفرقه و نفاق در میان اقوام و ملیتهای محروم کشور

25 نوامبر 2013, 18:29

بخمن جانه !
شاه شجاع ته ورته د هېواد یو بلواک واکمن ببرک کارمل و. نوموړی د شوروي ځواکونو په مټو د سرو لښکرو وحشت او دهشت سره یوځای واک ته ورسېد. لکه څنګه چې شاه شجاع انګرېزانو ته وعده ورکړې وه دا رنګه ببرک کارمل هم شوروي چارواکو ته په غوږ کې څڅولې وه چې که دی په کابل کې واک ته ورسېږي بیا به په ټول هېواد کې د ټوپک ډز وانه ورېدل شي، او د غرونو مجاهدین به تول راښکته شي، او خپل ټوپک به ارګ ته وسپاري.

ببرک کارمل د خپل واک په مهال د “افغان شوروي” په دوستي دومره افراطي ټینګار درلود چې په خپلو ویناوو کې یې ویل “که د شوروي اتحاد پرځای او پر وخت (۶ جدي ۱۳۵۸ کال) وسله وال کومک نه وای نن به افغانستان د نړۍ په جغرافیه کې نه و.” په داسې حال کې چې افغانستان د سره پوځ په منګلو کې ښکېل و، کارمل هم د شوروي په هوایي او ځمکني ځواک دومره مغرور و چې په ډېرې کاواکۍ او بېباکۍ به یې هېوادوالو ته په ډاګه ویل چې ” معیار وطنپرستي در سویتیزم است! “، مانا داچې هغه افغان ته هېوادپال ویلی شو چې شوروي پال وي.

خو کله چې د ده پرځای ډاکټر نجیب الله ته واک وسپارل شو، نو بیا ببرک کارمل هم د شاه شجاع په څېر، چې هغه د انګرېزانو په وړاندې ګامونه واخیستل، ده هم د شوروي اتحاد پر ضد شعارونه پیل کړل چې یو ډېر تمرین شوی شعار یې دا و چې “مرګ بر سوسیال امپریالیزم”

جستجو در کابل پرس