Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 78214

حال و روز کرزی امروز و فردا بخیر

3 دسامبر 2013, 17:22, توسط پرویز "بهمن"

نامهء محمد گل خان مومند به عبدالرووف بینوا دربارهء تعریف پشتون را بخوانید که پشتونوالی را فوق انسانیت واسلامیت دانسته است.

دپښتو تعریف دمرحوم محمدګل خان مومند د هغه لیک په سینه کې چي ۱۳۷۲ ه ش کې يې مرحوم استاد بینوا ته لیکلې وه

بینوا

زماغښتلی ورور عبدالروف خان!

زه ښه روغ نه یم یوځکه لیک او لوست زیار راپیښوي که ضرورت نه وي،نه يې کوم بې دغه سږ کال خټې مې هم درلودې چې درست کال دورغومې د میاشتې تر سره پورې په هغو اخته وم، په ژمې کښې خټې دریدلی وې او وزګارتیا وه،نوکله کله به مې د کابل مجلې راواخستلې او څوکرښې،یا کوم مضمون او کومه مقاله به مې ولوستله،څوورځې مخکې مې په(۲۰۱)ګڼې مجلې کښې د غښتلي غروال((چې نوم او کام يې نه پیژنم ))دځواب په ترڅ کې زما او دځینو نورو پښتنو نه ستا ګیله ولوستله،که څه هم ته حق لرې،خو مونږ معذور یو او زمونږ عذرونه ندي درڅرګند.

زما خويې نورو معاذیرو یو عذر د صحت ورانوالی دی،که نه دغه خورښتیا ده چې پښتو یوازې ستا،یا دڅوکسانو ده،پښتودپښتنو نیکونو نه راپاتې میراث دی،چې په دغه کښې درست پښتانه برخه لري او درست پښتانه بشپړه ګټه تنې اخیستلای شي،خوویشلای يې نه شي.

کینې،زه به تاته کوهی کینم،نه پوهیږم چې څوک به مخکې ورولیږي .

که پښتو وه ،زه به ستا په شتوالي خوښ یم،ته به زما په شتوالي خوښ يې .که پښتو نه وه،ته به زما ورکه غواړې،زه به ! ستا ورکه غواړم ،یو له بله به سره ګورو چې خدای څه کوي .که پښتو وه، ټول به پښتانه یواودرست به په یوه خوایو،که پښتو نه وه،دهرچاخپله خوا ده،یو به یوې خواته ځي،بل به بلې خواته،یو به يې یوې خوا ته کاږي،بل به يې بلې خواته،ملک به غوبل وي،اور به پکې بل وي .

که پښتو وه ته به زما سر نه راخوږوې،زه به ستا سر نه درخوږوم

که پښتو نه وه،ته به زما د سر خوږ يې،زه به ستا دسر خوږ یم

نور به دې څه سر خوږوم،ټول همدغسې درواخله پښتو له دښمنه سره ګالنه ده،انتقام پښتو ده

دپښتانه سره دپښتو د لیارې سره سم روغه کول هم پښتو ده

دپښتوله لیارې سره سم پښتانه ته ننواتې کول پښتو ده

دپښتو د لیارې سره سم،دپښتانه ننواتې منل پښتو ده،پړه منل او پړه ورکول پښتو ده

پښتو اصیلتوب ده

پښتو سیال والی دی

پښتو نجات دی

پښتو علیجنابي ده

پښتو عزت دی

پښتو کې بې پتي،دګلتوب(حقارت)نشته ځکه چې پښتانه يې نشي منلی

پښتو ساووتوب او بادري ده

پښتو درندوالی(وقار)دی

پښتو کې ټیټال او تملق نشته

پښتو کښې پوچه نشته،نوځکه پوچخولی پښتون ندی

پښتو دپچخولي خوله څیرې

پښتو ښه نیت دی

پښتو د پښتنواو مسلمانانو خیر غوښتنه ده

پښتوسپیڅلتوب(تهذیب) دی

پښتو روغه پوهه ده

پښتو تدبیر دی

پښتو پاکوالی دی،چټلتوب پښتو نه ده،بې پښتوګي ده

پښتوفضلیت دی

پښتو مزیت دی

پښتو د پښتنو معنویت دی

پښتو فرحت دی،سینما،تیاتر او هر ډول تفریح ده

پښتو سړیتوب او سړیتوب پښتو ده

پښتو انسانیت ته خدمت دی

پښتو کښې لویې نشته،پښتو د لویچن سړي سر په تیږه ټکوي،پښتو کې ظلم نشته د لږ زورواو بې زورو سره زور پښتو نده

پښتو کښې مظلومیت نشته

پښتو په خبره دریدل ،خپله خبره تر سره کول او په عهد وفا ده

پښتو غناده

پښتو استغنا ده

پښتو کښې سوال نشته او سوال او غوښتنه پښتونده

پښتو قناعت دي

پښتو کښې ناروا نشته او نارواپښتو نده

پښتو صبر ده

پښتو حوصله ده

پښتو زغم(تحمل) دی

پښتو کارکول دي

پښتوهاند او کوښښ دی

پښتو زیار ویستل دي،زیار کښل په پښتو کښې یو صف دی،چې دوی پر ې سر لوړي کوي او پښتانه پرې ستایل کیږي،لټي،بیکاري،نازولتوب بې پښتو دی

پښتو دین،وطن،اودپښتانه اولس ته خدمت دی

پښتو ایثار دی

پښتو فداکاري ده

پښتو د اسلام،دپښتو د شته والي لپاره ځان نشت کول دي

پښتو تکړه توب دی

پښتو ښاغلتوب دی

پښتو ښاغلوالی دی

پښتورښتیا دي

له افغانان نیټ نه په مننې سره

جستجو در کابل پرس