Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 80712

طالب نکتایی پوش اشرف غنی و معاونش؛ ملاهای جهادی، شورای صلح و قطع دالر

18 فبروری 2014, 08:46

د ماتې لومړی زنګ او د ځانمرګو رول/ هميم جلالزی

په افغانستان کې د شاعر او سياستوال توپير نشته. دواړه د ژوند چارې په عاطفه پر مخ بيايي. دواړه په يوه خبره احساساتي شي او پر بله خبره يې د احساساتو پر اور يخې اوبه تويې شي. پخوا بيا ښه و د سياستوال او شاعر ترمنځ يوه سره کرښه وه، هغه دا چې شاعر د خپلو خبرو مسول نه بلل کېده ځکه چې شعر ته څوک په جدي سترګه نه ګوري او سياستوال يې مسوول و، خو اوس دواړه بری الذمه دي.

زموږ د تېرې لسيزې د شاعرۍ يوه لويه برخه د القاعده د مشر اسامه بن لادن ستاينې او مرثيې دي خو چا شاعر ته و نه ويل چې وروره اسامه د افغانانو مجرم دی ته ولې يوه مجرم ته مرثيې وايې. انګريزانو له دغه ډول شاعري څخه يو کتاب هم چاپ کړی دی. اوس همدغه کيسه سياست ته هم ننوتلې ده. د سولې د شورا وياند اسامه ته ((شهيد)) وايي، عينا هغه ټکی چې شاعرانو ورته کارولی دی خو د مسووليت احساس نه کوي.

د ځوان کول يوه لويه برخه مو باورې شوې چې د افغانستان سياست د مردارو اوبو ډنډ دی چې ور ولوېدې پاک پکې نه پاتې کېږې ځکه دلته د سياست پولې معلومې نه دي. ملامت هم نه دي. په سياست کې څه روان دي؟ څوک ځانمرګي کوي، څوک يې پېر و پلور کوي او څوک بيا د ځانمرګو له سوداګرو مرسته غواړي. دلته سياست د معاملو ګډوله ده او معاملې بيا د فردي ارزښتونو پر بنسټ کېږي. دلته بايد په يوه لاس سياست وکړې او پر بل ځانمرګي بريدونه. يوه اونۍ مخکې د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې د ځانمرګي بريد مسووليت هم د حکمتيار ډلې پر غاړه واخيست او اوس يې په ولسمشريزو ټاکنو کې خپل نوماند هم درولی دی.

ما حزب اسلامي ويناپاڼه ولوسته، دا ټکي يې راته د مکث وړ وبرېښېدل: ((د قطب الدين هلال، اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د ليكونو او هيئتو له لارې د حزب اسلامي له مشر د حمايت غوښتنې وكړې، هغوى ته د حزب اساسي شرائط وړاندې شول، له هلال پرته نورو له دې شرائطو سره د توافق جرأت ونه كړ، د حزب اسلامي اجرائيه دې وضعيت ته په پام سره دا غوره وگڼله چې د هلال حمايت وشي. )) مانا دا چې دلته د ځانمرګو بريدونو معامله نه د سياستوالو اخلاقي ستونزه بلل کېږي او نه يې اخلاقي بريدونه تعينوي. دلته واک ته رسېده لا هم د نوييمې لسيزې په څېر مهم ښکاري او کټ پر هماغو لارو بايد ولاړ شي. له يوه پردي هېواد څخه افغانستان ته د ځانمرګو او سياستوالو دواړو راتګ شونی دی. يو دې له خلکو رايې وغواړي او بل دې ژوند ترې واخلي.
تکرارېدونکی برخليک

حکمتيار غالباً په اسلام اباد کې ناست دی او پښتو ياګانې (ی) او يا د ښځو پر ضد د تاوتريخوالي قانون نقدوي. وياند يې پر پاکستانۍ شمېره له رسنيو سره خبرې کوي او زامن يې په پاکستان کې ا زاد ژوند کوي او په خواله رسنيو کې يې د پلار پيغامونه خپروي. خو د هېڅ شي د مسووليت پل يې تر دروازې ورنغی. نوی دريځ يې ښيي چې د ټاکنو د نوماند قطب الدين هلال ملاتړ کوي موږ ټول ننګولي يو په تېره هغه کسان چې د افغانستان پر خپلواکي او د اوسني نظام پر مشروعيت باور لري. خو دغه ملاتړ يې ځينې نورې دوازې هم ماتې کړې. عبدالله عبدالله يې لومړی قرباني دی. عبدالله له لويه سره هم ستونزې درلودې خو اوس نور هم حالت د اندېښنې وړ دی.

زه چې عبدالله عبدالله پېژنم يو متناقض شخصيت دی. کله چې خبرې کوي لويه مجبوري يې دا وي چې ځان پوخ سياستوال وښيي خو لويه کمزوري يې دا وي چې دا غير طبعي هڅه پټولای نه شي. زما نه يادېږي چې عبدالله دې کومه داسې پرېکړه کړې وي چې ده ته يې ګټه کړې وي او کټ مټ حکمتيار هم همداسې دی. له دې څخه ښکاري چې پر دوی راټول کسان هم يا ورته کمزوری فکر لري او يا يې دوی خبره نه مني. د حکمتيار په اړه راته معلومه شوې چې د هېچا خبره نه مني خو د عبدالله ددې کمزوري په اړه هم اوس يقيني شوم.

سږ کال چې عبدالله له د ارغنديوال له حزب اسلامي سره ايتلاف کاوه خپل يو شمېر ملګري يې هم خپه کړل او ارغنديوال ته يې هم زيان ورساوه. عبدالله فکر کاوه چې د انجنير محمد خان له راتګ سره به د حزب اسلامي رايې راټولې کړي خو د حکمتيار وروستي اعلان هر څه سرچپه کړل.

عبدالله اوس رښتيا هم له ننګونې سره مخامخ دی. د بلخ والي عطامحمد نور اوس هغه خبرې نه کوي چې؛ ((ولې موږ تل دويم يو اول ولې نه يو؟)) ښاغلی نور اوس پوه شوی دی چې عبدالله يې نه شي ګټلی او ممکن په نژدې راتلونکي کې د ځان د خوندي کولو لپاره داسې يوې ډلې سره جوړجاړی وکړي چې د ده له انده بريالی کېږي.

د محقق رايې هم له ستونزو ډکې دي. په څلورو مطرحو ډلو کې هزاره توکمي د مرستيالانو په توګه ټاکل شوي دي. خو د هزاره ګانو دود داسې دی چې زياتې رايې احتمالي بريالي ټيم ته ورکوي له همدې کبله محقق نه شي کولای چې عبدالله ته رايې راټولې کړي.

له عبدالله څخه د حکمتيار نه ملاتړ دا روښانه کړه چې عبدالله نور د ټاکنو د معادلې برخه نه شي کېدای خو له کوم بل ټيم څخه ملاتړ يې لا هم بې اغېزې نه دی. که عبدالله ودرېږي ممکن خپل پلويان يې هم رايه ور نه کړي خو له چا سره ملګری شي ممکن له لاسه وتلې رايې راوګرځوي او د ملګري کانديد په ګټه يې وکاروي. خو له بل نوماند سره د عبدالله تګ خورا ستونزمن دی. عبدالله د تېر ځل ولسمشريزو ټاکنو ترخه تجربه لري چې له دويم پړاو ټاکنو څخه انصراف ورته څومره ګران پرېووت.

هغه امتيازات چې د يوه قوي نوماند په څېر يې له ولسمشر کرزي څخه تر لاسه کولای شول، ټول يې هغه مهال له لاسه ورکړل چې له ميدانه ووت. دی پوهېږي چې هېڅ بې هېڅ ميدان خالي کول يوازې د نورو پر ژرنده اوبه ور وستل دي.

جستجو در کابل پرس