Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 80871

شرایط ایجاد قوای مسلح

27 فبروری 2014, 15:44, توسط نظرمحمد مطمئن:

سوال دادی چې څه پېښه شوه چې اوباما يو ناڅاپه کرزي ته ټلیفون کوي، همدغه خبر بيا د رسنيو په واک کې ورکول کيږي چې اوباما له افغانستان څخه د خپلو ګردو سرتيرو په اړه خبري کوي، بل خوا دفاع وزارت رسنيو ته اعلاميه استوي چې اوباما ډاډه شوې چې ولسمشر کرزی له امريکا سره امنيتې تړون نه لاسليک کوي له همدې امله يې دفاع وزارت ته امر کړی چې له افغانستان څخه د روان ميلادي کال تر پايه د امریکايې عسکرو د وتلو پلان ترتيب کړي.

اوباما چې په دې وخت کې يې هیڅ توقع نه کيدله، د توقع پر خلاف ناڅاپه ولسمشر کرزي ته ټليفون وکړ، کرزي ته يې وویل چې ما خپل دفاع وزارت ته دنده سپارلي چې د ګردو امريکايې عسکرو د وتلو پر پلان کار وکړي، داسي يو پلان چې د روان زيږديز کال تر پايه د ټولو امريکايې عسکرو وتلو ته د امریکا دفاع وزارت چمتووالی ولري، ولسمشر اوباما کرزي ته داهم ویلي که تاسي له امريکا سره امنيتې تړون لاسليک نه کړئ، نو موږ به خپل ګرده عسکر له دغه هیواد څخه وباسو، اوباما داډول ويلی که راتلونکی ولسمشر او يا تاسي تړون لاسليک کړي، ممکن چې موږ یو ډیر لږ شمیر امريکايې عسکر په افغانستان کي پريږدو.

دا هر څه له هغه وروسته چې کله طالبانو د امريکا سره د امريکايې سرتيري بوبريګډال او ګوانتانامو افغان بنديانو د تبادلي پر سر خبري وځنډولي.

لومړی ځل دی چې ګوانتانامو زندان ته د ليدلو له پاره يوه پښتون افغان ته اجازه ورکول کيږي چې د ګوانتانامو د زندان حالت نړيوالو او په ځانګړي ډول افغانانو ته په پښتو ژبه په راپور کي وړاندي کړي، په شمار څو ورځي وړاندي داؤد اعظمي د بي بي سي نړيوالي راډيو کارکوونکي په دي اړه راپور ترتيب کړي وو، چې د همدي راډيو د لاري افغانانو واوريدی، بي بي سي ، امريکا ږغ او ازادي راډيو هغه درې راډيو ګاني دی چې په ليري پرتو سيمو او ښارونو کې يې ډیری افغانان اوري.

د روان کال د جنوري د مياشتي په درېيمه اونۍ کې د اوباما پخوانی سلاکار بانټ روبين کابل ته سفر درلود، په کابل کې يې له ځينو مهمو څيړنيزو، مدني او دولتي ادارو سربیره مخامخ له ځينو نا پېيلو کسانو سره هم ليدني وشوي، دا ډول هغه له ځينو پخوانيو طالبانو سره هم د سولې پروسې د بيا پېل او له بن بست څخه د وتلو د لاري په اړه نظر پوښتنه کړي وه.

بانټ روبين له افغانستان څخه دوحا د قطر مرکز ته ولاړی، هلته يې له قطري چارواکو سره ناستي درلودلي، ممکن چې بانټ روبين به له ځينې افغانانو سره هم ليدلي وي، او خپل د نظر تبادله به يې کړي وي، د بانټ روبين خبرې او وړانديزونه پرته له شکه چې د قطري چارواکو او ممکن د ځينو افغانانو له خوا به هم طالبانو ته رسيدلي وي، مګر داچي طالبانو د قطر دفتر له تړو کیدو وروسته له لويديځوالو سره د خبرو کولو څخه ډډه کړي او باالخصو ص له امريکایانو سره ، له همدې امله به د دواړو خواو وړانديزونه د درېیم په خوله سره تبادله شوې وي.

طالبانو لا وار د مخه د بنديانو د تبادلې په اړه د ښه نيت څرګندولو له امله د بوبریګډال ويډيو خپره کړي وه، وروسته واشنګټن پوسټ د ګوانتانامو د زندانيانو د خلاصيدو او تبادلې خبرو راپور ورکړ، مګر پربله ورځ يې سپينې ماڼې دغه خبرې رد کړي، او څو ورځي وروسته طالبانو د بنديانو پر سر خبري کول وځنډول.

ممکن چې په یادو خبرو کې به بيا امريکا غوښتل چې له طالبانو سره ګيم (چل او فريب) وکړي، خبري به لومړی د بنديانو د تبادلې په اړه شوې وي، او دابه هم ویل شوې وي چې امریکا په افغانستان کې اډې نه غواړي، خو کله چې د خبرو په ترڅ کې پرمختګ کيږي ممکن چې يو ځل بيا به امریکا له طاالبانو څخه غوښتي وي چې هغوی بايد د سولې په اړه له افغان حکومت سره مخامخ خبري وکړي.

طالبان که څه هم نړيوال وايې چې په سياست نه پوهيږي، مګر زما په نظر له دغسي مکار دښمن او د نړۍ په سطحه له سياست پوهانو سره همدا تر ټولو ښه لاره ده چې کله غلطي وليدل شي نور خبري بندي او ودرول شي، ځکه دغه مکار دښمن غواړي چې په ډول ډول فريبونو سره طالبان بوخت وساتی.

دا هم امکان شته چې: د دوبۍ غونډه هم هغه وخت جوړه شوه چې کله دغه خبرې (د بنديانو تبادله) نږدې نتيجې ته رسيدلي وي، په دي هم طالبان خفه ښکاريدل، ځکه چې امريکا همهاله دوه ګيمه کول، له طالبانو سره دبنديانو د تبادلې خبرې، او بل لورته د هغوی د تجزيې او وېښلو هڅې.

اوباما چې کومې خبري له ولسمشر کرزي سره کړي، دا به دهغه مجبوريت او دطالبانو له خوا فشار وو، چې مرور اوباما اړ کړي چې د يو قوي هيواد مرور مشر کمزوري ولسمشر کرزي ته ټلیفون کوي، چې نه يې ډيپلوماټيک اصول مني ، بله خوا همدغه کرزی امريکا پر تخت کښينولی دی، عقل، سياست او هر څه خو په داسي وخت کې چې داوړه ولسمشران يو له بل سره مرور ښکاري، دا وايې چې باید زمينه داسي برابره شوې وای چې کرزي ټلیفون کړی وای، او که اوباما ټليفون کوي، هم رسنيو ته به داسي خبر رسيدلی چې کرزي او اوباما خبري وکړي. اوس چې ویل کيږی اوباما کرزي ته ټلیفون وکړ، داسي معلوميږي چې يو پټ فشار شته چې اوباما يې اړ کړ چې د خپلو پوځيانو د وتلو اعلان وکړي، دا هغه څه دي چې طالبان يې غواړي.

دطالبانو مهمه غوښتنه داده چې یرغل ته پای ورکول شي، امريکايې پوځيان، د ناټو تر چتر لاندي او آیساف بهرني عسکر له افغانستان څخه د وتلو اعلان وکړي.

فکر کيږي چې د طالبانو دوه مهمې غوښتنې منل شوې، د ګوانتانامو د بنديانو خوشي کول او د بهرنيو ځواکونو وتل، داسي فکر کيږي چې د اوباما له دغه اعلان سره به بيا غیر مستقيم د طالبانو او امريکا خبرې د زندانیانود تبادلي پر سر پېل شي. ځکه هسي هم امريکا غواړي چې د ګوانتانامو زندان وتړي، او غواړي دغه کار څومره چې ژر کيدلای شي ؤشي.

امریکا نور ناهيلې شوې چې په افغانستان کې به جګړه او زور کار ورکړي، بل خوا چې د پاکستاني طالبانو او پاکستان د حکومت تر منځ هم خبري له ناکامي سره مخامخ شوې، امریکا پوهيږي چې د دوی په شتون کې او دا ډول تر څو چې د افغانستان مسئله نه وي حل شوي، د پاکستان مسئله به هم حل نه شي.

مخکې هم ځينو لوړ پوړو امريکايې چارواکو ويلي وو چې له طالبانو سره د خبرو بيا پېل کيدو ته ليواله او منتظر دی، هغوی ويلي وو چې:

1. په افغانستان کې د امريکا د اډو شتون سور خط نه دی، کيدای شي چې امريکا ورڅخه تيره شي

2. اساسي قانون کې بدلون او له سره ليکل ستونزه نه ده، د ولسمشريزو ټاکنو يولس نوماندانو کې هم اکثره يې غواړي چې په اساسي قانون کې بدلون راوستل شي.

3. که د سولې پروسه یقينې شي، انتخابات هم ځنډيلای شی، اوس هم که محسوسه پرمختيا ولرو، ممکن ده چې انتخابات وځنډيږي، که موږمخکې پوهيدلای چې دا (انتخابات) به د سولې له پاره د طالبانو غوښتنه او نظر وي، موږ به دغه کار کړی وای

4. که د سولي په اړه توافق ؤشي، او له طالبانو سره ځينو توافقاتو ته امريکا ورسيږي بيا هم انتخابات ستونزه نه جوړوي ، اګر که ولسمشر وهم ټاکل شي، ولسمشر څخه به ژمنه اخستل کيږي، که د سولې خبرې نتیجه ورکوي په هغه صورت کې باید دی (راتلونکی ولسمشر) استعفی ورکړي

5. د برګ بډال وروستيۍ ويډيو يوه ښه او پرځای پرمختګ وو، ښئې چې طالبان د سولې اړوند بيا خبرو ته ژمن دي، دا کار د حسن نيت له مخې شوی، د ګوانتانامود بنديانو تبادله ممکن ده.

پورته ټکې هغه څه دي چې امریکا حس کړي، او امریکا فکر پري کړی، نتيجې ته رسيدلي چې په افغانستان کې جنګ نه شي ګټلای، پر يوه داسي لاره فکر کوي چې د دوی وتل اسانه کړي.

طالبانو ته په کار ده چې په دغه حساس وخت کې له فرصت څخه سمه سياسي ګټه پورته کړي، اوس تر جنګ سياست کولو ته باید زياته توجه وکړي، تر څو د افغانستان راتلونکی برخليک چې ددوی او امریکا پوري مستقيما اړه لري په سم ډول پر مخ يوسي، او د جهاد پر مهال د مجاهدينو په ډول سياسي تيروتنې ونه کړي.

داسي ويل کيږي چې اسلامي حزب (حکمتيار)، افغان حکومت او امریکا په يو لړ يادو مسئلو وار له مخه توافق ته رسيدلي، د اسلامي حزب شرایط داوو چې امريکايايې پوځيان به له افغانستان څخه ؤځي، کرزی به له امريکا سره امنيتې تړون نه لاسليک کوي، او اسلامي حزب به د ټاکنو ملاتړ کوي.

نتيجه:

د اوباما له خوا د امريکايې عسکرو د وتلو نسبتامشروط اعلان يو ښه پرمختګ دي، د بګرام څخه د افغان بنديانو خلاصون چې ممکن د امريکا په خوښه به وو، د افغانستان د مسئلي د هوارولو له پاره بل ښه ګام وو، دا ډول د ګوانتانامو د بندیانو او امريکايې عسکرو دتبادلې خبري هم په مناسب وخت کې ښه پرمختګ دی.

که طالبان سياست په سم ډول وکړي، په دي حساس وخت کې له فرصت څخه سمه استفاده وکړي، اوسمهال د جنګ تر څنګ په سياسي ډګر کې تیروتنه ونه کړي، له امريکا سره د بنديانو د تبادلي او دهغوی د وتلو پر سر خبرې يو طرفه کړي، او دا ډول د انتخاباتو پر ځنډولو او يا راتلونکې انتقالي/موقت حکومت پر سر خبرې ؤشي، کله چې له امريکا سره يوې نسبي نتيجې ته خبري رسيږي، همهاله بين الافغاني تفاهم پېل شي، اميد دی چې افغانستان به له دغه لوی ناورين څخه په سم ډول راووځي.

جستجو در کابل پرس