Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 81575

اشرف غنی احمدزی: پدر فساد مالی افغانستان!

14 آپریل 2014, 10:10, توسط بابا جالندر

اشرف غني یوه الهي پیرزوینه
سلطان احمدزی
که د لویدیځې نړۍ تاریخ په ځیر مطالعه کړو، پدې باوري کیږو، چې لویدیځوال له مخیځه ځیرک او نوابغ ندي، د ګوتو په شمار شخصیتونه خدای ورباندې لورولي دي، چې هغوی په ولس کې د تحرک او خوځښت لامل شویدي او غربي ټولنه یې د اوسني مدنیت مالکه ګرځولې ده، موږ له غربیانو سره هیڅ توپیر نلرو، زموږ او ددوی تر منځ یوازینی توپیر دادی، چې هغوی د خپلو علمي هستیو قدر کوي، تابعیت یې کوي او خبره یې د زړه په غوږونو اوري؛ خو موږ نه یوازې دا چې خپله د ستونزو د حل استعداد نلرو؛ بلکه هغه څوک چې زموږ د ستونزو او ناخوالو د حل وړتیا او ځانګړتیا لري، په هغه پسې هم نه ځو .
زه فکر کووم ، چې ډاکټر اشرف غني احمدزی پدې شرایطو کې د افغانانو لپاره داسې حیثیت لري، لکه د مودو ستړی لاروی چې په شاړه دښته کې، د ګڼ سیوري درلودونکې ونه او د رڼو اوبو چینه بیامومي. باور وکړﺉ، چې په شخصي ژوند کې د غوړه مالۍ او تواضع له مخې د بې ځایه صفتونو عادت نلرم؛ خو په افغان سیاسیونو کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي شخصیت ماته کاملا اثتثناء ښکاري.
که نړۍ ته دده له خدمتونو څخه تېر شو، که دده استعداد په پام کې ونه نیسو ، داچې په جنایت او ملي شخړو کې یې هیڅ برخه نده اخیستې هیڅ یاد نکړو، داچې په فساد کې هیڅ لاس نلري سترګې پرې پټې کړو، ایا د هېواد او سیمې په تاریخ کې څوک داسې شخصیت راښوودلی شي، چې دوولس کاله د یوه هیواد ستر ستر مسوولیتونه بې لدې چې یوه روپۍ معاش واخلي سرته ورسوي ؟؟؟ زه فکر نه کووم، چې نه یوازې په افغانستان کې؛ بلکه پدې سیمه کې داسې شخصیت ولرو.
یوازینۍ نیوکه، چې د ډاکټر غني منتقدین همیشه شخوند پرې وهي داده، چې دی، په ځینو مواردو کې احساساتي برخورد کوي؛ ولې دوی تر اوسه پدې ندي توانېدلي، چې هغه موارد مشخص کړي، چې ډاکټر اشرف غني یې په وړاندې احساساتي کیږي . که له دوی څخه وپوښتل شي، چې ایا ډاکټر اشرف غني تر اوسه د شخصي مفادو له امله څوک رټلي دي، په ډاډ سره وایم، چې ددوی ځواب به نه وي. دوی پدې پوهیږي، چې ډاکټر اشرف غني، د هیچا سره د خپلو شخصي ګټو له مخې دوستي او دښمني نه پالي، د هغه دوستي او دښمني یوازې د هېواد او ولس د ګټو لپاره ده؛ خو دوی بیا هم د ناکسه د ښمن په څېر " ډک جام ته، نیم تش جام وايي " دا چې له یوه پلوه، غني د ټولمنلي شخصیت په توګه هیڅ شخصیتي نیمګړتیا نلري او له بله پلوه، منتقدین مجبور دي، چې ورسپارل شوې دنده اجراء کړي؛ نو مجبوریږي، چې د هغه مثبتو عاداتو ته په منفي ډول تبارز ورکړي.
زه دوی ته وایم، که په ریښتیا سره مو ددې هېواد سره مینه وي، که په ریښتیا سره مو ددې ولس مظلومیت کړوي، که د هېواد اوسنی وضعیت درته د زغم وړ نه وي؛ باید په ښاغلي احمدزي وویاړﺉ او د هغه دغه ځانګړی خاصیت په ځانونو کې وروزﺉ. موږ پدې شرایطو کې داسې مشر نه غواړو، چې له غله سره د خورجین خوله ونیسي، موږ داسې چاته اړتیا لرو، چې غلا او فساد ته د جرم په سترګه وګوري او مفسدین ددې پر ځای چې ویې نازوي، په سزا ورسوي. پدې کې شک نشته، چې مفسدین اوخاینان د ګرویږنې په صورت کې، د افریقايي چرمښکۍ په څېر، اتومات خپل رنګ بدلوي او په مخ باندې د قومي او ژبني ټیکه دار نقاب غوړوي او کیدی شي، چې نظام ته لنډ مهالې ستونزې جوړې کړي؛ خو موږ ته پکار دي، د خپلې پاکې ملي مبارزې پر حقانیت باور ولرو او هغه څه وکړو، چې لوړې ملي ګټې خوندي کولی شي. موږ به تر څو پورې مفسدینو او ظالمانو ته د هغوی د ظلم په وړاندې امتیاز ورکوو؟ تر څو پورې به د مظلومو هېواد والو وینې د زورواکو په رګونو کې پیچکاري کوو؟ ولس باید پدې خبر کړو، چې نن ورځ موږ د تاریخ په دوه لارې کې ولاړ یو، یا به باطله لاره، چې ښايي تګ ورباندې لږ څه اسانه وي؛ خو پای به یې د تاریخ په کنده کې دفن کېدل وي ټاکو او یا به په حقه لاره، چې ښايي له اغزیو ډکه وي، مزل ته ادامه ورکوو او د خدای په مرسته او د ولس په همت به د عزت او ترقۍ منزل ته رسېږو. که موږ غواړو، چې صبا ته د راتلونکو نسلونو لپاره د اسوده ژوند د بنسټ ډبره کیږدو، باید دوهمه لاره غوره کړو، که څه هم له ستونزو او کړاوونو ډکه ده؛ ځکه چې د تاریخ جوړول د وینو او خولو تویولو ته اړتیا لري.

جستجو در کابل پرس