Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 83445

خراسانیان آزاده، فصل بیرق سوزان است!

5 می 2014, 07:20, توسط Ezatullah Tanha

هـــــــــــېوادنۍ چــــــــــــارې
څو د ملک وارث ونه وهي سرونه
هومره چرې قرارېږي سمې غرونه
یا به ستا په ور نارې وي تا به ژاړي
یا ستا د لاسه ویر د چا په ورونه
رخنه ګرد د ملک پرې مږده په خپل ملک کې
په حکمت، په زور، زر په لښکرونه
څو په تورو، په تبرو په نیزو شي
صد چندان شي په تدبیر په هزونه
ورور او زوی د ملک په کار کې قتل کېږي
نور په واړو باندې جوړ شول محضرونه
بې د تېغ له آب نورې اوبه نشته
چې جنګجو سر ه ساړه کا ټـــــټرونه
د سردار د ریاست ونه په وینو
په یړ شنو د اعدا کا ثمرونه
په میدان کې تویې ښې دي د سر وینې
نه چې ډکه سینه وړې له ځیګر خونه
یا د مرد غوندې شمله د دستار پرېږده
یا په سر کړه لکه ښځه میزرونه

آنلاین : http://kushalkhan.com

جستجو در کابل پرس