Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 83793

تلاش های پنهانی بخاطرتخریب و بدنامی انتخابات افغانستان

10 جون 2014, 07:36, توسط چمبر علی

پاکستانیان : عصمت قانع

چې د اوړې تودې ورځي به د مني په لنډو ورځو بدلې شوې ،نو د ترنک د سیند په جنوبي غاړو کې به بادونو انګولا شروع کړه .

بزګرانو به درمندونه راټول کړي وو او کلیوالو به د ژمي د یخو څپو په مقابل کې د تیارسئ بېړنی حالت اعلان کړی وو.

چا به له دښتو ځوځان راټولول ، ځینو به د اوښانو پچې راټولولې ، چا د توت لرګي ماتول او څوک په د ژرندې په وار او نوبت پسې ګرزېدل ،چې د ژمي لپاره ازوغه شوي غنم اوړه کړي .

کله چې به د ژرندې وار هم تېر شو نو د ژمي د واورینو اورښتونو د مقابلې لپاره به د بامونو د اخېړ اشرونه شروع شول . پر بامونو به ګیل مالې تېریدلې او په رابړي سطلونو کې به له پروړې سره ګډه خټه بامونوته خېژول کېده .

زموږ د دیار کرم خان اکا به د اشر سندره ویله ،چې اوازه يې پر ټول دیار خپره وه.

دالنډۍ مې د کرم خان اکا د اشر له سندرې زده کړې ده ، چې اوس مي هم دذهن په ارشیف کې ترو تازه پرته ده
خدای دي په واورو کې ایسار کړه
چې د تودې غیږې مي و کړې ارمانونه

چې د بامونو د اخېړولو اشرونه به خلاص شول ، نو بېوسه بزګران او کارګران به د سفرونو په تیاریو بوخت شول .

په کورنو کې به غنم ورته نینې کېدل ،روغانۍ به ورته پخېدلې ،هګۍ به په اوبو کې ورته جوشېدلې او په کورونو کې به د سفر نور ټک وپوک ورته تیارېدلو.

دلاندي تر حلالېدلو وروسته به مسافرین هندوستان ته د خوارۍ مزدورۍ لپاره تلل .

له هرکلي څخه به هندوستان ته خلک ګروپ ګروپ روان وو .

په وړکتوب کې مي دکلي له کرم خان اکا څخه اورېدلي وو ،چې په هندوستان کې واوره نه اوري . په هندوستان کې هوا داسي توده وي لکه د لته په افغانستان کې داوړي هوا په هندوستان کې موسم پر کار باندي بندیز نه لګوي ، خو په افغانستان کې ساړه بادونه ، واورین اورښتونه او دژمي راڼه کنګلونه پر کارو بار باندي بندیز لګوي .

ماتر لس کلنۍ پوري پاکستان نه پیژندلو او نه زموږ په کلي کې څوک داسي پیدا کیدو ، چې ووايي پاکستان هم کوم ملک او یا دیار دی کنه ؟

ټولو کلیوالو به په دوعاګانو کې دهندوستان مسافر یادول او ویل به یې چې خدای(ج) دی دهندوستان مسافر بېرته په خیر راولي .

دافغانستان جنوب هندوستان وو او شمال يې بخارا و ه .

د ژمي په واورینو ورځو کې به موږ په جومات کې سبق ویلواو سواد به مو زده کاوه ، مور مي راته ویل ، چې زویه دا میرزايي زده کړه چې خط دي ورسره ښه شي ، میرزايي په پاړسو کې ده .

تره مي د دیني سبق تر څنګ د ولسوالي دېګان میرزا ته وروستم ،چې خط را واچوي ، دیګان میرزا د لومړي خل لپاره پر یوه سپین کاغذ دوعا وسلام راته ولیکلو او مابه له سپین کاغذ څخه پر توره تخته د میرزا راکړل شوی خط په کړک قلم باندي د تمرین په توګه لیکلو .

دوعا سلام څه داسي وو :

دوعا و سلام بخیریت انجام ،به صد شوق تمام ، بمثل ریګ بیابان و برګ درختان موی دلبران ….

په ډېر شوق مي دوعا او سلام زده کړو او بیا وروسته په مکتب کې په دې پوه شوم ، چې خط خو زما د درنې ابۍ په ژبه هم لیکل کېدای شي ، یعني په پښتو هم لیکل کیږي ، میرزايي په پښتو کې هم شته ، هغه وو چې خپل خطونه لیکونه او نوټونه مي پښتو ته راواړول .

په شپرږم ټولکي کې وم چې یوه استاد مي راته وویل ، له امو تر اباسینه د سیستان او مشهد تر ریګي دښتو او له پامیره او چتراله رانیولي بیا د ملک تور ترغرونو پوري د خدای پا ک په ښاروالي کې دغه یوه نومره ځمکه افغانانو ته قواله شوې ده ،چې اوس يې نو اوغانستان دی .

ها خوا هندوستان د هندوانو ملک دی ، د شمال خواته د ترکانو او دېګانانو ځمکې دي ، چې د جیحون رود یې له اوغانستان څخه جلا کوي .

دلمر لوېدو خواته یې ایران دی چې پاړسو وایې ، زموږ ژبه پښتو ده .

اوس يې دهمدغې نومرې ځمکې لمنې چې د افغانانو ملکیت دی په قیچي سکڼلي دي او په یوه نوي وطن پورې یې نښلولې دی ،چې پاکستان نومیږي .

په هماغه وخت کې ما د لومړي ځل لپاره د پاکستان نوم واورید لو ،خو کلیوالو لاهم هم له اباسین او بولان څخه اخوا وطن ته هندوستان ویلو .

هندوستان زموږ عنعنوي ادبیاتو ته هم لاره پیدا کړې وه ، په لنډیو بدلو او بوللو کې باربار دهندوستان د نامه یادونه کېده .

یوه ورځ مي دکلي د ملک کاکا په واده کې دچمبې له ډپ ډپ سره دالنډۍ هم واورېده .

چې هورې ځې خال مي سهي کړه

دهندوستان د نجونو نشته شنه خالونه .

افغان فطرت اوس هم د پاکستان له نامه سره نابلده دی او د فطرت د وېش پر خلاف د مصنوعي ملک پاکستان پر ځای دهند د نیمي وچې ستر کلتور د خپل غرني او شډل مزاج مقابل طبیعت ګڼي .

په افغانستان کې د بې ثباتۍ له لومړنیو لحظو څخه دپاکستان مصنوعي او منفعت پرست ذهنیت دافغان وطن د اتنیکي قلیتونود استعمالولو هڅې شروع کړي ، کله کله خو يې د امو او اباسین تر منځ د افغان وطن د تاریخي هویت دبې رنګه کولو لپاره د فارس له لیساني شاونیزم سره هم مرسته شروع کړه .

اوس اوس چې د افغانستان دژبني هویت د پیکه کولو لپاره منظم حرکت دایران او توران پنجاب او کولاب په ګډ اشر سره پر مخ روان دی ، هڅه کېږي چې افغان انسان خپل هویت د فارسي ژبې په ویلو سره افغاني کړي .

پرون د کابل د دریمې کارتې په یوه رستورانت کې له یوه ایراني دیپلومات سره مخامخ شوم، دیپلومات په خپله زما مېز ته راغی ، د خبرو اترو غوښتنه يې رانه وکړه ما ورته وویل چې زه په فارسي نه پوهیږم ، که غواړې چې خبرې وکړو نو یو ژباړن پیدا کړه ،ایراني ته غصه ورغله ، ویل يې ته څنګه افغان يې چې په فارسي نه پوهیږې ؟

ماورته وویل لکه څنګه چې خمیني له یاسر عرفات سره په عربي خبرې نه شوای کولای ، زه هم د یوه افغان په توګه په خپل کور کې تاته د فارس په ژبه هرکلی نه شم ویلای .

دري زما د وطن یوه ژبه ده خو تاسو یې یو لغت هم د پهلوي فاشیزم په ډ کشنري که نه پریږدئ .

له لیږ خاموشي څخه وروسته یې وویل، ته پاکستانی یې ؟

ما ورته وویل زه افغان یم په افغان وطن کې به زما له هویت څخه متابعت کوئ او زما د کور د هوا ،فضا او ژبني افهام او تفهیم په چوکاټ کې به اوسئ .

زه د ایران لسان شریکه نه یم ،دلته هر فرهنګي رنګ دافغان وطن کلتوري رنګ دی ،ښه به وي چې زما له مېزڅخه پاڅیږې .

د هوټل هزاره شاګرد ته مي وویل ،چې زما خبرې ورته وژباړه ، دهوټل شاګرد هم په محلي هزاره ګي لهجه خبرې ورته وژباړلې او بیا یې ورته وویل، بخیز بخیز .

ایرانی دیپلومات هم اوچت ولاړشو .

عبدالله عبدالله چې کله د باندنیو چارو وزیر وو ،لومړی خو یې د افغانستان په بهرنیو نماینده ګیو د افغان هویت ټولې تابلوګانې له منځه یو وړې او بیايې په بهر کې د افغانستان دهویت او شناخت ضد دیپلومات وګمارل او دستور یې ورکړ ،چې په خارجي سفارت خانو کې به دپښتو یو حرف هم نه پریږدي ، که چا په پښتو خبرې درسره کولې همدا به ورته وایاست ، چې تاسي پاکستانیان یاست .

زما د دې ادعا لپاره تاسو په اروپا او اسیا کې له هغو ټولو مسافرو هیوادوالو څخه وپوښتئ ، چې د خپلو کارونو لپاره یې افغاني سیاسي نماینده ګیو ته مراجعه کړې ده .

دعبدالله شعار دا دی ، چې تاجک له ټولو بهتر دي ، خو خپله یې دولس کاله کیږي د تاجکو د یموکراتیکه نماینده ګي په زور سره برمته کړ ‎ې ده .

همدا عبدالله او ورسره متعصب مریضان دي چې دهیواد د درنو ترکانو او ازبکانو ته د خام کله ، سپکه کلیمه استعمالوي .

همدا د ابشارو دعام وژنې قصابان دي ،چې دهیواد معظم توکم هزاره ګان،بیني پچق بولي .

همدا کوڅې ډبي جاسوسان دي ،چې پښتنو ته افغان غول وايي .

نو هیوادوالو ، عبدالله دپاکستان دستراتیژیک عمق لپاره ، عبدالله د ایران د فرهنګي عظمت طلبي لپاره ، عبدالله د روسي استخباراتو دپټو اهدافو لپاره ګمارل شوی دی .

دجوزا پر ۲۴مه نېټه دنیا ته وښایاست ، چې دلته پاکستانیان نشته ، چې د خپل ستراتیژیک عمق لپاره عبدالله انتخاب کړي ، دلته ایرانیان نشته ، چې د حوزه تمدني فارس لپاره ، عبدالله کامیاب کړي ،دلته روسان نشته ، چې جاسوس، د افغانستان د قدرت پرڅوکۍ کښېنوي .

د جوزا په ۲۴ مه نېټه د پاکستان په خوله کې خاوري واچوئ . د جوزا پر ۲۴ نېټه دایران مخ ورتور کړي. د یوه واحد هیواد د واحد ملت په توګه د خپل ملي موجودیت په ستر مارش کې سره راغونډ شئ او دملت د خام کله ، بیني پچق او غول له پیغوره خلاص کړئ .

جستجو در کابل پرس