Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 84949

این مردِ برهنه سخن، پشت پرده را می بیند

20 سپتامبر 2014, 17:05, توسط پرویز "بهمن"

نوشته يكي از طرفداران جنرال تني در مورد حسن اميري سيعاني كه جناب حسن اميري سيعاني را متهم به مفعول بودن نموده اند:

دافغان مظلوم ولس دښمنان همدا اوس پوه شول چې دهیوادرښـتینی خدمتګار شـهنواز تڼـي ته تربمباریولاندې ولسونه ــ دمعامله ګر دولت تردسپوټیزم (ظلـم) لاندې کړېدلی اوځورېدلی ملت رایه ورکوي اوټيـنګ ملاتړ یې کوي .
دهیوادله هرولایت اودهرې ولسوالۍ له هرګوټ څخه دلوړشخصیت خـاوندان سپیندروبي اوحقپرســته عالمان، ســپېڅلي کلیوال،دهیوادپه درد دردمن روښـنفکران،ایمانداره مجاهــدین، دمــلي تفــکرخاوندان،بېوزله ښوونکي ،د تاریخي رسالت ګټونکي محصلان ،دافغاني ټولنې نارینه اوښځینه ټولوشریفو قشرونوپه زغرده دا هوډکړی دی چې مونږخپل نوماندی پیداکړاوهغه شهنواز تڼـی دی مونږبه په افغاني غرورله ده څخه ملاتړکوواو ده ته به رایه ورکوو.
د ولسونوفلسفه وایي چې :

((مونږ غریبان یو،مونږ بېوزلان یو خو خبردار! ! چې زمونږشخصیت په ډالرونشۍ
اخیستلای اوخپلوجنایتکاروڅېروته موپه ډالروشخصیت نشۍ ګټلای )) .

افغان بېوزلي ولســونه په دې ښه پوه دي چې اوسـنۍ ســیاسي،اقتصـادي،امنیـتي، پوځي اوټولنیـزې ستونځې دسپېڅلي ،په کارپوه اومـدبـرولسمشرپه مشـــرتـابه حـل کېـدای شي :
داسې ولسمشرچې هیوادپال ،مسلکي اوسیاسي غښـتلی ټېـم ولري.
داسې ولسمشرچې دلېـډرشـیپ ټول منل شوي معیارونه دده په کرکـټـرکې شـتون ولـري:
هغه اصولي معیارونه چې دولسمشرلپاره لازم دي، الحـمـدلله شهنوازتـڼی دهغو ټولو مثـبتـو معیارونوڅخه برخـمن دی لکه :
۱ )شـهنواز تـڼـی یورښـتیني افغان اوسپـېڅـلی مسـلمان دی .
۲ ) شــهنوازتـڼـی لوړپـوځي اوسـیاسي تحصـلات لـري .
۳ )په ټول ژونـد کې په رشوت، خیانت اونورو ناروا ګـټو متـهم نه دی، ژوندی ثبوت یې دادی چې ډېر کلونه یې په لوړو دولـتي څوکیو کې په بېسـارې تـقواخـدمت کړی دی خو تراوسه په ټوله نړۍ کې حتی یوکورهم نه لـري ، اونور هم داسې ناجایيزو عملونو ته نه پرېږدي .

۴ ) شـهنوازتـڼي دهیچا ناموس ته په بـده سـترګه نه دي کتـلي .

۵ ) شـهنوازتـڼـی دقـومانـدانیـت متخصص دی ټـول پوځي بولـنـد ځایونه ( محل قومانـدې) په لوړه کچه اداره اوکنـټرولولی شي .
۶ ) دتـڼـي د سـیاست مهم عنصر (( کار اهـل دکار ته ســپارل دي اوجدي څارنه یې کوي )).

۷ ) شهنواز تـڼـي ته دملي ګـټو ساتنه تر خپل ژونـد زیات ارزښــت لري.
۸ ) شهنوازتـڼـی دقوي لیـډرشــیـپ کرکـټر لـري ، داصولي ډسـپلیـن تطبیـق دغښـتلي منجمـنـټ دبریالـيتوب لپاره؛ پیاوړی اوډینامیک محور بولي چې تطـبـیقول یې حتـمي ګڼـي .

۹ ) شـهنوازتـڼـی د دولـتي قـدرت له انحصارسـره جـداً مخالـف دی، ټول نُخـبه اومسـتحق افغانان ښـځې اونـران بایـد په سـپېڅلي نـیـت او ایمــانـداره اراده د دولـتي چاروپه پر مخـتــګ کې فعاله برخه ولـري .
۱۰) دملکي خلکو مرګ اوژوبله دشهنوازتـڼـي په اداره کې ځای نه لـري ځکه دی پوهېــږي چې نقص چـېـرتــه دی؟؟ اوغـلـطي دچــا ده ؟؟ .

۱۱) شــهنوازتـڼـی له ژبـني، قــومي ،منـطـقـوي،جــنسي او نورهـــرډول تعـصـبــاتــوڅخه پاک انسـان دی چـې هـیڅ ډول معامله ګري اوخیــانــت نشـي زغـمــلای .
۱۲ ) شـهنواز تـڼـی له هـر وزارت څخه د سـتراتـېژیکو اود لـنـډو مودو د پلانـونود غوښـتـلـو قابـلـیـت لـري اود تـطبـیق غوښــتنه یې کـوي .

۱۳ )شـهنوازتـڼـی دمخالفانو را خپـلول اود کـومـپـرامـایـز(سـرتاسـري ملي روغې جوړې) تـطبـیقول حـتمي ګـڼي ،
دسیاسي پـلـورالیزم جـدي غوښـتونکی دی،چې بایـدټـول ســـیاسي ګونـدونه د دولـتي چــاروپه ســـمون کې بشـــپــړه ونــډه واخلـي .
۱۴ ) شـهنواز تـڼـی کولای شي چې دهیوادبیا رغونه اواقتصادي چارې په پوره ایمانـداري، صـداقــت، مواظـبـت اوجـدي کنــټرول پـرمـخ بوزي . دهــرډول چـوراوچــپاول ایمبـیزلمیـنـټ
( اختـلاس ) ،فـوریسـټال ( احتـکار ) او رشـوتونو مخـه ونیسـي .

۱۵ ) شـهنواز تـڼـی دلـوړې پوځي پوهې له برکـته کولای شي چې د وسـلوال پوځ وړتیا د خپـلې خوښـې په سـرتيـرو او دپخوانۍ دمکلفـیت د دورې د سـرتېروپه راجـذبولودکـمـیت له پـلـوه بشـپـړه کــړي .
همــدا رنـګه د کـیفـیـت له نظره د لوړو پوځي ښوونو او روزنویعنې دوسـلوال پوځ لوړ جـګړه ييز قابـلـیت په تکتیک اومـډرنو تخنــیکي وسـلو اوتجهـیزاتو سـمبال کړي ترڅو په خپـل ځان متــکي اوپه ډاډمنـه توګه دخپـل هیواد له مځکنـي اوهـوايي قـلمـروڅخه دفاع وکـړي .

په دې ډول شـهنوازتـڼـی کولای شي نـړیوالـو سوله ساتوځواکونو( آی اس اُف ) ته ددې زمینه برابره کړي چې په ډېر عـزت خپـلو هیوادونو ته سـتانه شي .

۱۶ )شـهنوازتـڼـی غـواړي چې دهیـواد دټـولـواداري واحــدونومشـــرتابــه لـکه ( والـیـان ، ولـسـوالان ، عـلاقه داران او ښــاروالان ) ددمـوکراتیکـواصـولـو له مخې د اولـس لـخوا وټـاکل شـي .

۱۷ ) دنړیوالې ټولـنـې په مالي اوتخنیکي مرســتو دهیـواد دزېـربـنــايي مـؤسـسـو شـمېر ډېرکـړي تـرڅـو دکار دمـؤلــده ځواکونود جـذبـولـو کپسـیـټـي داســې لـوړه کـړي چې نورزمـوږ وزګاره خـلک پردیـوملکونو ته دکار کولو په خاطـر ولاړ نشـي .

۱۸ ) دکورنـي اقتصاد دپیـاوړتیا په اړونـد به دهیواد معدنونه دغـلو او لوټمارانو له لاسه وژغوري ،د اقتصاد دمتفـکرینـوشورا به جوړه کړي ترڅو دعلماً محاسـبه شويو پـلانـونـو پر بنسـټ دهیواد بیا رغونه د ډاډمنـو اوپاکو لاسونو او ملي ګـټـوته دصادقو مغزونولـرونکو افغانانو ته وســپاري .

۱۹ ) هغو خلکوته چې دجـګړو له امـله له خپـلو سـیمو څخه بېځـایه شـوي دي ، کورونه اود ژونــد اړتیاوې برابرې کړي .
۲۰ ) شــهنواز تـڼـی کولای شي چې بېـوزلـي ولسونه ددولتي کارکونکواو له قـانــون نه د سـرغړونکو له ظـلم خخه خلاص کړي .
۲۱ ) بـزګـرانوته دمعیشت دبـدیل په تیارولوسره دکوکنــارو دکښـت اوکرونـدو مخه ونیسي ،اودمخــدره توکو دقاچاق وړونکو په وړانــدې که ددولـت په چوکاټ کې اویا له دولت څخه بهر هرڅوک چې وي له سختې جزا سره مخامخ کړي .
۲۲ ) دشـهنواز تـڼـي په واکمني کې به افغانسـتان دټولو افغانانو ګــډ کورشي ،دهرچا ژونــد ، مال اوناموس به خونــدي وي په دې توګه :
* اساسي قانون به ماده په ماده له سره ترپایه دعمل په ډګـرکې پلـی اوحقوقي نظم به رامنـځتـه شي ،داسې نظم چې هیڅوک به په هیچا د تېـري کولو وس ونــلـري .
* د انارشــیزم ځای به قانون اودســپـلین لـرونکی مرکـزي دولـت ونیسـي .
* ټول دولـتي کارکونکي به د اولسـونو خـدمتـګاران وي ، نه باداران .
* د ټولـو نـړیوالـو مرســتواو کورني عایـداتو د (هر ســنټ ،هر پنس ،هـرپول ،هـر ین، هــرریال ،هـر کپیـک ،او داسـې نورو ) حسـاب به دلـمر غوندې روښـانه وي ،هـیـڅـوک به د هیـڅ ډول غـلا اوغـبن جُــریُـت ونــکړي .

هـرڅوک چې په رښــتیا سره صادق ،هیوادپال او په کار پوه انسان وي هغه انســیاتیف لـري اوهـر ډول ناممـکن کار ممـکن کولای شي ، اوهغه مــدبـر انسـان په افغانســتان کې زمونـږ کانــدیــد جـــنرال شــهنواز تـڼـی دی .

دشـهنواز تـڼـي پرضـد پروپاګـنـډ :
یوشــمېــر بې شــخصیتـه ،په افغاني ټولنـه کې رټـلـي ، بــدنـامــه کســان چې ټول ژونـد یې په مـفعـولـیـت تېـر کړی وي لکه مفعول حـسن سـيغانـي چې اوس ځان ته حسـن امـیـري وايي او دمســکینیــار له تـلوېـزیون څخه هـره ورځ غـپـېـږي ؛ دتـڼـي په شـان د داسـې پاک انسـان را مخـتـه کېـدل دخـپـلو چټـلو اخلاقـود دوام ضـد بـولـي ، نو ځکه په درواغونارې وهي چې:
(( دادی زما او زما په څېر دمفعولوکسانو دمبارزې په نتـېجه کې شـهنواز تـڼـې دکاندیدانو له لسـت څخه وایسـتـل شو)) .
په ګـران هیواد افغانسـتان کې دحـق اوعـدالـت دټینګښـت په هـيـله
نصـرمن الله تـوفـیـق

جستجو در کابل پرس