Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 47181

مافیای اسدالله خالد!

27 آگوست 2011, 15:52, توسط راحله جواد

( د زمري (اسد) پر ٢٩ مه خبرخپورسو چي د کندهار د امنيتي وضعي او کندهاريانو د ژوند د ښه کېدو په خاطر افغان ولسمشر د موجوده کابينې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ښاغلى اسدالله خالد، د کندهار د امنيتي او نظامي چارو د همږغي کوونکي په توګه ګمارلى، سره ددې چي د سرحدونو وزارت رهبري به هم ورپه غاړه وي.) وختونو، تجربو، حالاتو او تاريخونو ثابته کړې خبره ده چي آسيا د نړې ، افغانستان د آسيا او کندهار د افغانستان زړه دى، که کندهار نارامه وي نو افغانستان به نارامه وي او که افغانستان نارامه وي نو اسيا او ټوله دونيابه نارامه وي! د تيري څه کم نيمي لسيزي راهيسي چي کندهار نارامه دى نو ټول افغانستان يې نارامه کړى دى او ددغي نارامۍ شدت د اوسني نظام د سقوط وېره خپره کړې ده، په وروستيو دوو کلونو کي د خورا لويو امنيتي پېښو يادوني کولاى سو: د ترور سوو قومي مخورو شمېره تر شاوخوا زروتنو ورسېده، خورا لوى او بې شمېره ډلييز بريدونه ترسره سول، د کنهار نظامي زندان په خورا حيرانوونکې توګه مات سو، د دولت واک تر بېخي تنګي دايرې محدود سو، پينځه اتيا سلنه دولتي ادارې بې سره او بې کارکوونکو سوې او بلي خواته د دولت مخالفين پياوړي سول او نور.... مسايل چي يادول يې ډېر وخت نيسي! دا هم تر ډېره معلومه خبره ده چي د کندهار د ادارې پخوانى مشر ښاغلى ويسا يو کمزورى سړى دى او دولت ته پکار وه چي پخوايې لا يو پياوړى، په نظامي او امنيتي چارو پوه، مدير او مدبر استازى استولى واى، داچي اوس يې ښاغلى خالد پر دغه دنده ګمارلى ، راځم د ښاغلي خالد د ټاکني موضوع ته: ښاغلى اسدالله خالد د افغانستان د سرحدونو، قومونو اوقبايلو چارو بر حال وزير او د امنيت شورا غړى په عمر ځوان خو په تجربه مشر سياستوال او غښتلى نظامي سړى دى، له خانداني پلوه د پېړيو پېړيو څخه د خاني، روښانفکره او مشري کورنۍ خاوند دى، نيکونه يې د قومونو مشران او پلاريې د ولسي جرګې غړى تېر سوى دى، ښاغلي خالد د زدکړو سره په څنګ کي د روسانو په مقابل جهاد کي ونډه اخيستې، د خپل منځي جګړو پر مهال يې سره ددې چي لوړي زدکړي کولې د اسلامي حرکت د ګوند غړيتوب درلود، د طالبانو د نظام د سقوط وروسته يعني په اوسني دولت کي يې بېلابيلي مهمي دندي پر مخ وړي دي ، چي له جملې يې د غزني واليتوب، د کندهار واليتوب، او د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت يادولاىسو: د کندهار د ولايت د مشرۍ پر مهال چي د دولت مخالفين په ډېرښت او د جوش په مرحله کي ول ښاغلي خالد د کندهار د ساتلو او مخالفينو د ځپلو دپاره ډېري موثري طرحي عملي کړي وې، د دولت د مخالفينو يوه لويه جبهه او د هغې مشر ملاداد الله د ده دمشرۍ په موده کي له منځه يووړل سول، په کندهار کي د ښاغلي خالد د ولايت تر دورې تر ډېري مودې وروسته چي لا هم کوم امن موجود وو، اساس يې ښاغلي خالد ترتيب کړى وو، زړورتوب، حساسوالى، خواخوږي ، قاطعيت او پاکوالى خو يې بيخي تاريخي او نمونوي يادګارونه پرې ايښي ول ...! منفي تبليغات، اوازې او افواهات چي سوړ جنګ تشکيلوي اوس يې ډېر رواج موندلى، د خالد په هکله هم د هغه حريفانو او د دولت دښمنانو ځيني بې اساسه اوازې خپرولې او لا يې هم تر ځينو مضرو رسنيو پوري خپروي خو هغه سره ددې چي بيخي بې اساسه دي د سيمي او وضعي دپاره هم په تاوان دي. د کندهار د امنيتي وضعي د توپاني کيښتۍ دپاره به که ښاغلى ويسا، د امنيتي ادارو چارواکي او ولس همکاري وکړي ښاغلى خالد ګټور تمام سي! د هغه امنيتي او نظامي تجربې، د سيمي او ولسونو سره بلديت، قاطعيت او زړورتوب ، په دولت کي د هغه د پام وړ موقف، د امنيت شورا او کابينې غړيتوب او دسيمي او ولس دپاره د هغه د خدمت احساس کندهار ته د وضعي د ښه کېدو هيله ورکوي. د کندهار او کندهاريانو د سوکالۍ په هيله

جستجو در کابل پرس