Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 23893

افغانستان کدام عوامل تعیین کننده را درپیش گیرد تا به توسعه اقتصادی برسد؟

16 فبروری 2009, 18:57, توسط دکتور طاووس وردک

زه دتیوریک لحاظه دمحترم ورور فرهمند سره موافق یم خو اساسی اقتصادی اهداف او اقتصادی برنامه ریزی دیوه هیواد لپاره مخصوصا لکه افغانستان چی 30 کاله داخلی جنگ روان دی او زموژ خلک ورسره لاس اوگریبان دی په یقین سره چی دجنگ قهرمانان یاست اوترتاسی دنری په مخ بل کوم انسان داسی جنگ نشی کولای لکه تاسی خلک زموژ اوتاسی نه عاجل کار غواری دودی غواری دوا درمل غواری امنیت غواری ، خو متاسفانه چی دخلاقیت - نواوری -ابتکاراتو - او اختراعاتو
اوهمدارنگه دعلم اوزده کری سره هیخ علاقه نه لری چی دغه دافغانانو لویه اونه جبرانیدونکی
ستونزه ده ، اوهر پردی ، بیگانه دتاسی خخه دیوه ساده سامان یا افزارو اوهمدارنگه ارزانه وسلی په شان استفاده کوی .
دافغانستان داقتصادی ودی لپاره زما په نظر په اوسنیو شرایطوکی دغه لاندی پرنسیبونه که ددولت
لخوانه مراعات شی هرو مرو افغانستان په دوو پنخو کلنو پلانو کی چی دقیق تطبیق شی اومحاسبه ورسره وی نوی اقتصادی پراو ته شامیلیدلای شی .

1- ترهرخه نه دمخه باید یو پوه - وطن پرست - با احساسه - تحصیل کرده - پاک - سوچه افغان ته خلک رایه ورکری اواعتماد ورباندی وکری چی جمهور رییس وتاکل شی او حساب دهی ورخخه
وغواری .

2- دغه وطن پرست جمهور ریسس باید خو کمیسیونونه ولری اوهر کمیسیون دیوی برخی مسولیت په غاره واخلی ، زما په عقیده دولتداری یعنی ( صلاحیت او مسولیت دی ) پدی چی که خوک صلاحیت ولری اوخپل مسولیت احساس نه کری دوظیفی دعهدی خخه نه شی
وتلای.

3- دکدرو په انتخاب کی دمغرضو - متعصبو - سمتپرستو - ژبی پرستو - - دتنظیمی
اودیموکراتیکو فرکسیونو دلیدرانو اواشخاصو په خوله هیخکله تحصیل کرده وطن پرست - پاک اوبی
واسطی انسان دخپلو ترقی غوشتونکو ارزوگانو لرونکی دپامه لری ونه ساتی اوهر سری دهغو دتحصیل اومسلک په اساس دسابقه تجربو لرلو سره په اساسی پوست وتاکی .

4- وسله وال پوخ دپخوانیو ( مجاهدینو اودنجیبالله ) دوخت داقسرانو خخه اکمال اوهغه 63000
دی دی ار ، شوی منصبداران البته کوم چی داوطلب وی اودوظیفی داجراکولو طاقت او توان ولری
بیرته ژر تر ژره را وغوشتل شی او ددریو میاشتو تعلیماتو وروسته دهر یوه داستعداد په اندازه کار
ورته وسپارل شی ( استعداد می ددی خاطره ذکرکرلو چی یو تعداد خوردظابطان هم جنرالان شوی چی دمسلکی لحاظه دمسولیتو او وظایفو تر عهده نشی وتلای ، اودغه کتگوری باید بیرته
یا تنزیل رتبه شی یا په حفظ درتبی ددوی دسویی سره په لازمو خایو کی وتاکل شی ، اوهمدا رنگه سربازی بیرته دملی نوامیسو دافغانستان داستقلال او ارضی تمامیت په نظرکی نیولو سره
دمکلفیت دوه کلنه دوره بیدون دکوم امتیاز نه ( گویا هیخ قوم اوملیت ) ددی مکلفیت نه مستثنی
کیدای نه شی اومعافیت نشی ورکول کیدای ، هغه کسان چی بی کسه وی - دتحصیل په دوران
کی وی او یا مریض وی یا ملا وی اواسناد ولری دقانون سره سم معاف کیدلای شی .
دغه اساسی مسله ده او داولیت خبره ده ؟

5-افغانستان چون صقیله صنایع نه لری - برق نه لری - گاز خلکو ته نه رسی -د سیواد سویه دیره
تیته ده - مسلکی لیسی - تخنیکومونه نشته - اکادمی دعلومو فلجه ده - لابراتوارونه نشته نو
زموژ دخلکو له پاره چی دیوی خوانه دکار زمینه برابره شی او په ضمن کی عاجل او ضروری داسعارو دلاسته راورلو منابع فعالی شی ( لاسی صنایع ) ددولت لخوانه په تولو ولایتو اوولسوالیو
کی دقرضی په ورکولو سره دماهرو مسلکی نارینه اوشخینه له خوانه اداره او په کار ولویژی .

6- په کلیو کی په ولسوالیو کی پانگه وال او ملی سوداگر وهخول شی او قرضی ورکرل شی تر
خو دمالداری فارمونه- دچرگانو فارمونه - د مرغاویو - د فلمرغانو -فارمونه جور کری دیوی خوانه دغوشو - پوستکیو - پرو - هگیو - شدو - مستو - کوچو - زیرو غورو -خخه دخپل کلی ولسوالی
ولایت اولویو شهرونو مشکلات رفع کوی اودخارجی کثیفو - بی کیفیته - حرامو - استهلاکی موادو
مخه نیول کیژی .

7- بله تهدابی مسله په لمری سر کی ( دمزار شریف دشولگر په منطقه کی - دهلمند دسیند دپاسه دنیمروز ددشتو دخروبولو لپاره دیر لوی بند جور شی چی هم شاری مخکی خروبی شی اوهم برق ورکا - دکنر دسیند دپاسه لوی بند جور شی چی هم مخکی خروبی شی اوهم برق ورکا - دپکتیا په برخه کی همدارنگه کاروشی -دبدخشان په منطقه هم ورته دبرق بند جور شی)
گویا په پنخو کالو کی پنخه دبرق بندونه جور شی .

8- په امتحانی دول نظامی اقتصاد رامنخ ته شی ( په 34 ولایتو کی 34 دکار اوساختمان عندونه
دوزارت دفاع په چوکات کی جور شی چی دهر غند دنفوسو شمیره یی 2000 کسه وی او د
عسکری قروانه ورته ورکرل شی او خلو رمیاشتی صرف مسلکی درسونه لکه - نجاری - گلکاری
سنگ بوری - رنگمالی - پلسترکاری - دبرق لین دوانی - ولدنگ کاری - نرسنگ - خیاطی - دریوری
مالداری - زراعت - فلزکاری ) زده کری او 20 میاشتی نور په ولایتو کی دولتی مامورینو-کارگرانو
اجیرانو - ملایانو -معلمانو -افسرانو ته یو -دوه - دری - خلور اطاقه اپارتمانوه اوحویلی جوری کا تر
خو دکور مسله دلسو کالو په جریان کی حل شی ، اودبلی خوانه مکتبونه - کلینیکونه - شفاخانی - پلونه - سرکونه - پل اوپلچک - ددغو عوند پواسطه جور شی دیوی خوانه دانجیو گانو بیمورده
سوی استفاده ورکیژی او دبلی خوانه صورت حساب دهی مرکزی منخ ته راخی .

9- دزراعت په برخه کی دپام ورده چی ، موژ دمزارشریف دلیلی دشتی دامو دسیند خخه - دابدان اومیرعلم دشتی دپنج او کوکچی او امو دسیند خخه بیدون ددی نه چی جنراتورونه او برق
استعمال کرو په دیرو ابتدایی وسایلو لکه ارهتونه لگول اوپه زرهاوو متره مکعبه اوبه دسیندو
خخه راپورته کول او دغه مخکی تر اوبو لاندی کول .

دلته دیوی خوانه ( کوچی - هزاره - ازبک - مشرقیوال - وردک- پکتیاوال - شمالی وال -) هرخوک
چی هیخ مخکه نه لری اوداوطلب وی دکور او مخکی خشتن کیژی اوباید داسی ونه شی لکه د
سود اوسلم اویا دمخکو فرمان چی دثور انقلاب په لومریو کی خلکو ته ورکرل شوی اول باید
کورونه اومخکی ابادی شی بیا دهقانان ورته وهخول شی همداسی په نورو ولایتوکی .
زه فکر کوم ددغو پلانو په تطبیق سره دلسو کالو په موده کی خلک په نس ماره - دبرق خشتنان-
اودکور اوسیواده بهرهمند کیدای شی.

دغه لس کلنه مرحله دستراتیژیکو اقتصادی اهدافو له پاره زمینه برابروی اوموژ کولای شو ثقیله
صنایع دخپل اقتصادی توان اودبین المللی مرستو په راجلبولو سره بیا وروسته شروع کرو .

جستجو در کابل پرس