Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 41464

ملا بی نظیر مادر طالبان

12 نوامبر 2010, 10:47, توسط احمد

د عبدالودود په نوم کوم طالب په ټول افغان ویب پاڼه کې په شلو برخو کې د طالبانو په باب لیکنې وکړې. ددې افغان ورور لیکنې ډیرې اوږدې دي، خو عقلانیت او ثبوت پکې کم دی یا هیڅ نشته. طالبان ددې وطن خلک دي، خو ټول خلک طالبان نه دي. دا سمه چې موږ د امریکا ظلم ته ښه نه وایو که هغه په طالب وي او که په بل افغان، خو په دې خبره سوچ کوو چې هغه طالبان چې د ماین پاکي د پروژې په شان امریکا او انګریز د نورو مجاهدینو د خلع سلاح لپاره راپاڅولي وو، ولې یې ورسره دومره ظلم وکړ؟ په دې به په یوه بله لیکنه کې تفصیلي وغږیږو خو اوس به راشو د عبدالودود خبرو ته: دا ښاغلي په شلو مقالو کې چې ممکن تر سلو پورې مخونه ترې جوړ شي، څو نتیجه ګیریو ته رسیدلی دی؛ چې یوه یې هم سمه نه ده. عبدالودود ورور هغه د چا په وینا هسې بسیار ګویي کوي. راځۍ دده لویې لس دعوې په شلو مقالو کې وګورو:
1) طالبان د ولس او هیواد په نوم کوم شی نه پیژني. هغوی دومره شعور نه لري، د پاکستان او عربو ګټې ورته تر افغاني ګټو زیاتې دي، که نه وای نو د یوه عرب لپاره به یې ټول افغانان له نړیوال جنګ سره نه مخامخول؛ خو دا ښاغلی ادعا کوي چې طالبان ملي ګټو ته ژمن او د همدې لپاره جنګیږي.
2) طالبانو کار اهل کار ته نه سپاره. بېسواده کسان یې وزیران وو. د روغتیا، زراعت، تخنیکي او ټولو مسلکي چارو مسولین یې داسې ملایان ټاکلي وو؛ چې سواد یې نه درلود او تکبر یې تر فرعونانو زیات و. د برښنا وزیر ملا عیسی به مو نه یادیږي؟ دا خو لا څه هغه تر ټولو باسواده وزیر یې متقي و چې ښکلی سړی و خو پخپله یو ویل چې املا یې ناسمه وه. یو شی کیدای شي که د عبدالودود په نظر اهلیت په بې اهلیتۍ کې وي نو بیا دوی ډیر اهل خلک وو.
3) کبر او لویې یې دومره وه چې د ځدرانو د کوم ملا ورور چې ملا او طالب نه و په کابل کې د دره وهونکو مشر و؛ او چې پوه به شو چې مخې ته یې کوم تحصیلیافته کس ولاړ دی؛ نو د ۶ په ځای به يې شل درې واهه او ویل به یې چې د دې تحصیلکړو سره تر دې زیاته سختي پکار ده. د عادي ملا دفتر ته چې به ننوتې نو اول به دې پر ځان آیت کرسي ویله. ملا کبیر یې دویم یا دریم سړی و. د ننګرهار د طب محصلین یې شهیدان کړل بیا یې محصلینو ته وویل که زور لرئ او راسره جنګیدای شئ دا ګز او دا میدان او که نه وي؛ ځئ بیا د یو دوه بوتلانو د مرداریدو په باره کې له عالم نه شکایت ته را نه شئ. داسې کبر تاسو له بل چا نه لیدلی دی؟ همدغه وجه وه چې ملا کبیر په ملا متکبر مشهور شو. ما د یو افغان او مسلمان په توګه هغه وخت الله ته دعا وکړه چې د دوی د کبر له امله په مظلوم افغان ملت کوم بل افت رانه ولې، خو الهي قانون دی چې فرعونان او نمرودان الله تباه کوي او دوی یې هم له دغه ستر شرم سره مخ کړل. عبدالودود صیب ته دوی ډير بې کبره ښکاری.
۴. عملا په هيڅ کار بوخت نه وو، د دوی په وخت کې خو کوم کار نه و. د دوی وزیرانو به یو بل د هندوانو په پوستکو سره ویشتل او نور ولس له ولږې مړ کیده. دفتر او دیوان او فورم او جدول ته خو دوی چټیات ویل. بانک او حساب یې نه پیژنده، د پیسو یوه بوجۍ به ورسره وه او خپلو کسانو ته به یې ترې پېسې ورکولې، کوک کار یې نه و چې معلوم شي چې د عمل خلک و که نه، دوی اصلا کوم نظر هم نه درلود او چې په مغزو کې نظر نه وي څه شی به عملي کړي؟ عبدالودود وایي چې دوی د عمل خلک وو.
4) یوازې د قدرت په فکر کې و: په لومړي سر کې یې ویل چې کله کابل ونیسي نو کار په اهل کار ته وسپاري. خو چې کابل یې ونیو نو ملا عمر ورته وویل چې د تعلیمیافته و ماینه ............. کړم، قرباني به طالب ورکوي او مشري به بل کوي. د سترې محکمې رییس یې ویل چې دا ۱۳۰۰ کاله ډیر ستر ظلم سوی دی چې له ملا پرته بل څوک په واک کې وو. عادي ملایانو به ویل: امارت کبری د پیغمبر حق دی او امارت صغری د ملا، ډاکتر، انجینر او نور خو کسبګر دي؛ د عالمانو نوکري دې کوي؛ خو کوم ډول عالمان؟ د روغتیا وزارت ادري ریس مو نه دی دریاد؟ ملا اخترمحمد یې نوم و؛ د ملا عباس ډریور و او تر ملا عباس یې صلاحیت کم نه و؛ یو ډاکتر ورسره د بامیانو جنګ ته تللی و، ده ته دا یو ثواب ښکاریده، چې د شیعه ګانو سره وجنګیږي. دی هلته ټپي شو، تر ښه کیدو وروسته ملایانو ته وړاندیز شو چې کوم ښه پوست ورکړي، ملایانو وویل، دې خو دموژ له ډلې نه دي، موژوال راګورئ، ډاکتر ماکتر نه تیریژئ. عبدالودود فکر کوي چې قدرت غوښتنه کوم بل شی دی.
5) د مشر خبره یې ځکه منه چې د تمویل چینه یې یوه وه. که آی اس آی پرې د تمویل چینې زیاتې کړي بیا به یې وګورې چې د دوه روپو لپاره خپل ورور وژني که نه؟
6) جزا یې دا وه، چې له یو غریب یې لاس پدې پریکړ چې یو نټ یې میندلی و، خو هغه ملا چې د پنجشیري تجار په بدل کې یو بیګناه سړی اعدام کړ او له پنجشیری یې روپۍ واخستې ته ترې نه یې خبر. یو ډریور چې د ملا په نوم یو ډیر با صلاحیته ځای کې مشر و، په په زنا بالفعل ونیول شو، خو مشرانو یې ویل چې عالم بدنامیږي سزا مه ورکوئ. د ننګزهار د طب پوهنځي محصلین چې ملا ایوب وویشتل ملا کبیر ورته څه وویل؟ ویې ویل چې د بوتل په سر عالم نه شي قصاص کیدای. دوی ته ډاکتران بوتلان وو، او ملایان او ددوی بیسواده ورونه ورته تر انسانانو لوړ. عبدالودودخان به کوم مثالونه کتلي وي چې وایې طالبانو د جزا په ورکړه کې فرق نه کاوه؟؟؟
7) دوی ته ولس یوازې د حقانیې مدرسې ملایان، طالبان او ددوی ورونه او خپلوان وو. نور ولس دوی ته بوتلان وو. نو دوی له ولس دومره لیرې وو چې بله بیلګه یې نشته؛ عبدالودود نو لې وایي چې طالبان ولس ته نژدې وو؟؟؟
8) کومې دپلوماتیکې او ښې خبرې یې نه وې زده. ټوله ورځ به یې ویل (د مور دې ......) نور یې څه سپین ګویي کړې ده؟ عبدالودود ورور وایي چې طالبان سپين ګویه خلک وو.
9) کار یې نه درلوده. یوازې پښتانه یې بې پلانه ډول په مسعود، دوستم او هزاره ګانو وژل. که چا به مشوره ورکړه چې د یو منظم پلان له مخې وجنګیږئ، مسلکي خلک درسره ونیسئ او د مسعود له کمینونو ځانونه وساتئ دوی نه منله. د مزار پښتنو مجاهدینو ورته وویل زموږ مرسته واخلئ، دا خلک درسره چل کوي. دوی به ویل اسلام کې دا ناروا ده چې د قوم او ژبې په بنسټ د چا حمایت راخپل کړو، مسلکي خلک خو ټول پردي خلک وو ځکه طالبان نه وو، خو چې بیا مالک د ونو د پاڼو غوندې ورژول نو هماغو پښتنو مجاهدینو پنا ورکړه، عبدالودود وایي چې ډیر دکار خلک وو؟؟؟
10) د یوویشتمې پيړۍ په درشل کې یې هغه کارونه کول چې تر جاهلیت هم څو سوه کاله مخکې رواج وو. له اسلام، تدین او تمدن نه په میلیونونو کیلومتره لیرې وو؛ الله دې ورته هدایت وکړي.

ددی ټولو سره سره هم :

1) طالبان د افغانستان خلک دی او دلته د ژوند او سیاست کولو حق لري؛
2) دسیاسي انحصار په صورت کې یې دې هیواد ته خیر نه رسیږي او د پاکستان د پټو پلانونو وسیله کیږي او له دې ملکه علاقه غیر جوړوي چې د تمدن ټولې نښې ترې ورکې او د وحشت یوه جزیره شي.
3) طالبان دې لومړي له ټولو افغانانو سره جوړ شي او بیا دې له نړۍ سره. په یوه ابرومنده جوړه دې فکر وکړي او د نورو د اوږدو ګټو لپاره دې دا هیواد د جګړې ډګر نه ګرزوي،
4) طالبان د نورو افغانانو په شان حق لري خو دا وطن یوازې د دوی نه دی، چې دوی پکې څوک نه پریښودل او اوس هم ورسره هماغه فکر دی، د عوامو په وینا تر اوسه لا پخپل خره سپاره دي.

په پای کې ټولو افغانانو ته د یووالي او تعقل په رڼاکې د یو ښه نظام دجوړیدو غوښتنه کوم.

جستجو در کابل پرس