Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 26238

کريکت افغانستان درخشان تر از پیش

12 آپریل 2009, 20:52, توسط م م

غزل

چاچې ايښی دا شين خال ستا په جبين دي-
زما زړه هم د هغه د لاسه شين دی

ستا امېل کښې يې سل زړونه دي پېيلي-
چا جوړ کړی ستا د غاړې لونګين دی

جوړه شوې يې د لمر له پلوشو نه-
ستا د عشق پر حرارت مې دا يقين دی

سور سالو دې سره لمبه ده نه پوهېږم-
که زما د زړه په سرو وينو رنګين دی

د جمال پرښتې ته چې جوړولې-
ورلېږلی چا سلام چا آفرين دی

معجزه ته د قدرت او د خلقت يې-
په رښتيا چې خدای ج احسن الخالقين دی

خدای ج دې ساته په امان له بدو سترګو-
دا دوعا د پښتو زمونږ آمين دی

جستجو در کابل پرس