Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 33816

تمدید اقتدار کرزی یا گسترش دامنه های بحران

11 نوامبر 2009, 11:19, توسط jalalabady

به همه سلام، محترمه فرشته مردم افغانستان یک افغانستان بزرگ می خواهند،نی تجزیه انرا در این مورد شما اشتباه کرده اید، تجزیه افغانستان نی بلکه تجزیه پاکستان مورد اجرا قرار خواهد گرفت.
اما راجع به داکتر عبدالله باید گفت که تجارب قتل عام مردم افشار، چندوال و پرتاب دختر جوان افغان از مکرویان از دست گروپهای اوباش عبدالله که برای نجات ابرو خود مرگ را بهتر دانست! در نزد مردم ما تا هنوز فراموش نشده است، این گروپ سیاسی به جز از چور و چپاول و غارت چیزی دیگری را نمی دانند در عرصه خارجی سیاست مداران برجسته جهان عبدالله و امثال اینها را دوکاندارانی که با چنه زدن قیمیت ها را بالا و پاین می کنند یاد می شوند و مانند بازیچه طفلانه با اینها برخورد صورت گرفته و می گیرد، در دوران اینها همه اقوام از جمله پشتونها، هزارها، ازبکها مورد زجر و ازار قرار گرفتند، این گروپ بابسامان و ناخرد در گاهی در عقب روسیه و ایران و کاهی تمثیل دموکراسی را می کنند،
فرشته جان در دنیاه اگر کدام گروپ اخوانی مانند عبدالله و امثال انرا سراغ دارید که از حقوق زن و دموکراسی دفاع نموده باشد اگر دارید برای ما هم بگوید، چندی قبل در مراسم فاتحه در خیرخانه مینه واقع کوچه یونس قانونی مردم برای دعا و تسلیت جمع شده بودند و برخورد برادر قانونی و خود ان به این مردم را در پایین مطالعه فرماید.
د دوشنبې په ورځ مازيګر درې نيمې بجې د خیرخانی مینی په لومړی حصه کې د کویټیانو په جومات کې د فاتحی د مراسمو له ختمیدا سره سم د فاتحې ګډونوال له ښځينه صالون څخه چې د پارلمان رييس يونس قانوني کور هم په همدغه کوڅه کی دی، ورغلل. خو د فاتحې ګډونوال د قانونی د وسله والو باډی ګاردانو لخوا ودرول شول، وښکنځل شول او وروسته د کنداغونو، برقي ډنډو، سوکانو او لغتو لاندې راغلل.

ددغې فاتحې يو ګډونوال، عمر منصور انصاری، وايي "زه د خپلې کورنۍ د ښځینه غړیو پسې ښځینه صالون خواته وخوځېدم، د صالون مخته منتظر وم، چې يو چا راغږ کړ، راشه چې ورور دې وسله والو په وهلو مړ کړ. ما منډه کړه، او د کوڅې سر ته ورسیدم، ګورم، چې دوه کسانو چې له یوه سره برقي ډنډه او له بل سره وسله ده، زما ورور له دواړو لاسونو نیولی او د کانتینر په لور يې روان کړی." انصاري زیاتوي "ما دغو وسله والو ته وویل، چې زما ورور چیرې بیایئ، پرې یې ږدئ،‌ او له دې سره یو چا له شانه راباندې ګوزار وکړ، او ورپسې د کنداغونو، سوکانو، لغتو او ډنډو لاندې شوم، زموږ يو بل خپلوان، چې ددې لپاره راوړاندې شو، چې ما ددوی له وهلو خلاص کړي، هم تر ډبولو لاندې ونیول شو. بل ورور مې صدیق انصاری هم ګورم، چې هلته پروت دی او وضع یې خورا بده وه. وسله والو نور وګړي هم ونیول او وهل ټکول يې، د فاتحې سپین ګیري راوړاندې شول، چې له وسله والو پوښتنه وکړي، چې ولې ددوی خپل خپلوان بې ګناه ډبوي، خو د ښاغلي قانوني وسله والو پر دوی ډزې وکړې.”

د انصاري پلار وايي "ماته چا وویل، چې زوی دی، عثمان، يې وویشت او مړ شو، ما چې هاخوا دیخوا وکتل مړی می ونه لید او د قانونی صاحب له باډي ګارد نه مې په جدیت پوښتنه وکړه، چې زما د زوی مړی مو څه کړ، یو راته وویل کومه کنده کې به پروت وي، بل مې په پښو ډزې وکړې، يوه خورا وحشتناکه فضا یې جوړه کړه."

د غونډې عیني شاهدان وايي، چې د قانونی وسله والو يواځې دا غوښتل، چې په عوامو خپل رعب او داب وساتي، لنډه غر پرته له دې بل ډول قدرت نه شي ساتلی او دغه ددوی د دبدبې وروستی برید دی.‌ په ولسي جرګه کې د خلکو د استازو د رياست له شان سره نه ښايي، چې ترهه خوره کړي.

یوې مېرمن، چې په دغه صحنه کې موجوده وه، وویل، چې "دوی زما پر ورور مخامخ ډزې پیل کړی، دی چې ښځینه صالون ته نږدې و، د صالون خواته منډه کړه، چې له ډزو ځان وژغوري، له نیکه مرغه ونه لګید او د صالون له بلې لارې یې ځان وویست. دغې مېرمنې زیاته کړه، ما ولیدل چې له صالون څخه راوتلې ښځې څنګه پر مځکه پرېوتې، له دوی نه یوې حمل درلود چې پر مځکه پر سينه له پرېوتو سره يې حالت خورا خراب شو،‌ بيا يې ځامنو په غېږ کې تر سړکه ورسوله. ما غوښتل له موټره ټوپ کړم او دغه لنډه غر پر ډبرو وولم، خو نورو میرمنو پرېنښودم او راته ویې ویېل، چې ستا له عزت نه هیڅ بل شی مهم نه دی، دغه بې عزته خلک دی. دوی رښتیا هم جنایت کاره او ترهګر دي، انسان او انسانی کرامت دوی ته هیڅ معنا نه لري."

صدیق انصاری وایی، "زما ۳ کلن ماشوم په موټر کې پاتې وو او دوی زه کوز کړم، په کنداغونو یې ووهلم، او ماشوم مې دغه صحنه لیدله او ژړل یې، ماته بیا پولیسو ولچک راواچاوه په وهلو وهلو یې رېنجر موټر کې واچولم او ماشوم مې هملته یوازې پاتې شو. د قانوني ورور، حاجي ابراهیم، پر ما ګزارونه پیل کړل، خو ما ورته وویل، ته حاجی ابراهیم نه یې، ته ما نه پېژنې صدیق انصاري يم، تا او قانوني صاحب دواړه پېژنم، خو ده صرفه ونه کړه"

عيني شاهدان وايي، چې ددغې پېښې قومانده د قانوني ورور حاجي ابراهيم ورکوله. ځينې نور موثق راپورونه وايي، چې قانونی چې دغه مهال په ولسي جرګه کې و په ټلفون د خپل کور ګارد ته امر کړی و، چې دغه خلک وولئ.

عمر انصاري وايي "وروسته پوليس په منډه راغلل او له دوی یې پوښتنه وکړه، چې "کدامیش اس"، هغوی لومړی زه وروښودم، له دوو پوليسانو هغه مشر یې زه په کنداغ پر سينه ووهلم او ښکنځلې يې وکړې، دویم پوليس پر مخ پر سوکانو ووهلم، مشر ورته وويل ولچک یې کړه، ده مې لاسونه شاته واړول او زولنې یې راواچاولې، په کنداغ، سوکانو او لغتو یې ووهلم، او راته یې ویل: پیش شو، تر سړکه یې په وهلو وهلو يوړم، رینجر موټر ته یې د ختلو راته وویل، خو زه چې لاسونه مې تړلي ول، نه شوم ور ختلی، دوی ته مې وویل، نه شم ختلی دوی په لغتو ووهلم او ۵ کسانو له پښو لاسونو ونیولم او موټر ته یې ورواچولم. هغه عسکر هم راوخوت، زه پروت او دی ولاړ و، تر حوزې پورې يې پر سينه په لغتو وهلم، او همدا ښکنځلې يې کولې چې ... شما مردم، ما با شما مې بينیم، حالا در حوزه پوست تانه میکشیم.”

په حوزه کې یې له موټره راوغورځولم او نظارت خونې ته يې يوړم. وروسته ګورم، چې پلار، وروڼه مې صدیق او عثمان او ۳ نور میلمانه يې نظارت خونې ته راوستل. له دې ۳ واړو یو، چې ما تر دې مهاله نه پېژانده، حمید نومیده، چې ملا یې یې ورماته کړې وه، نه کښېناستای شو او نه هم په لاره تلای شو. وروسته، د حوزې يو کارکوونکي، چې ملکي دريشي يې اغوستې وه، زه د حوزې انګړ ته يوړم او له مایې پوښتنه وکړه، چې قضيه څنګه وه، ما ورته جريان تېر کړ، هغه وویل ښه دا خو نو دومره مسئله نه وه، دوی موږ ته راپور راکړی و، چې انتحاريان دي او د قانوني صاحب پر کور يې حمله کړې، تاسې ورشئ او خپل جریان وليکئ.”

يو بل شاهد وویل "قانونی صاحب ثابته کړه، چې دی یو ټوپکی او جګړه مار دی."

صديق انصاري، عمر انصاري، عثمان انصاري او حميد نږدې ۳۵ ساعته له پوليسو سره په بند کې ول، داخله وزارت او پوليسو سره له دې چې له هماغې لومړی لحظې په دې متیقن شول چې دوی انتحاریان نه دي او د قانوني خلکو غلط راپور ورکړی، خو بيا يې هم دوی په غير قانوني ډول په بند کې وساتل.

عيني شاهدان وايي، چې داخله وزير اتمر له قضیې خبر و، خو د قانوني له وېرې یې دوی آزاد نه کړل. خو د ملګرو او دوستانو په هلو ځلو دوی له نږدې ۳۵ ساعته وروسته آزاد شول. حوزې ته هم ددوی دوستان ددوی د لیدنې لپاره نه پرېښودل کیدل ځکه قانونی صاحب امر کړی و، چې څوک به نه ورپرېږدي.

په داسې يو حساس وخت چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون لخوا د ولسمشر کرزي د بيا ټاکل کېدو اعلان کېدو ښاغلي قانوني غوښتل له دې پيښې سياسي ګټه پورته کړي او په دې ډول خپل ځان مظلوم وښيي، چې ګواکې پر ده باندې بريد شوی او د همدې لپاره يې خپلو وسله والو ته د يادو شويو کسانو د وهلو او ټکولو امر کړی و.

جلال ابادی

جستجو در کابل پرس