Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 34047

سربازان بیشتر، جنایات بیشتر

4 دسامبر 2009, 05:59, توسط شمس

اسلامي حزب د مشر او د جهاد دقايد محترم حکمتیار له اړخه

د غربي هيوادو مشرانو ته پرانيستى ليك

Thursday, 11.26.2009, 08:25pm (GMT

بسم الله الرحمن الرحيم

غواړم د افغان مظلوم ولس په استازيتوب؛ تاسو ته د روانې ورانوونكې او خونړۍ جگړې په اړه ځيني درناك حقايق ووايم:

• امريكايانو په دې نامه پر افغانستان بريد وكړ چي القاعده ته د ستمبر د یوولسم پېښو سزا وركړي او د هغو طالبانو حكومت نسكور كړي چي القاعده ته یې پناه وركړې وه او تيار نه وو چي مشران یې متحده ايالاتو ته تسليم كړي. د اروپايي هېوادو مشرانو په دې ظالمانه بريد كي په پټو سترگو د دوى مرسته او ملگرتيا وكړه او خپلو ولسونو ته یې وويل چي القاعده د اروپا لپاره هم ستر گواښ دئ، ځينو یې د خپلو ولسونو د غولولو لپاره ويل چي زموږ امنيت د افغانستان په وضعيت پوري تړلى دئ، زموږ پوځونه د هندوكش په لمنو كي د خپل هېواد د امنيت لپاره جنگېږي!!

خو دا دئ د طالبانو د حكومت له نسكورېدو اته كاله تېر شول، نن د القاعده په اړه امريكايي چارواكي په خپله وايي چي اوس په دې سيمي كي د القاعده تر سلو لږ غړي پاته دي چي هغوى هم د افغانستان او پاكستان ترمنځ په قبايلي سيمو كي پټ دي!! خو دوى سره له دې په افغانستان كي په پاته كېدو او زموږ هېواد ته د نورو ځواكونو په لېږلو ټينگار كوي، تر يولك لس زره زيات بې وزلي افغانان یې ووژل، په زرگونو یې ونيول او په بې رحمانه او وحشيانه توگه یې تعذيب كړل، په سلگونو كلي یې نسكور او له خاورو سره برابر كړل، تر نيم مليون زيات افغانان یې د خپلو كليو او كورونو پرېښودو ته اړ كړل، خو لا یې زړه نه دئ سوړ شوى او د لازياتو نورو افغانانو وينو تويولو ته لېوال دي! امريكايي چارواكي له اتو كلونو بمباريو وروسته بيا هم وايي چي زموږ اهداف نه دي ترسره شوي او خپلو موخو ته نه يو رسېدلي، وايي: بايد زموږ او زموږ د ائتلافي ملگرو او په دې جنگي جنايت كي زموږ د شريكانو د پوځ شمېر يو نيم لك ته زيات شي چي وتوانېږو خپل اهداف ترلاسه كړو!! نړۍ وال پوښتنه كوي چي تاسو نور څو كلونه په افغانستان كي پاته كېدا او د څومره نورو افغانانو وژل غواړئ چي وتوانېږئ خپلي موخي ترلاسه كړئ؟ دوى وايي چي له افغانستان نه څو زره ميله لري د اروپا او امريكا امنيت ته گواښ متوجه دئ!! دا په داسي حال كي چي نه تر يولسم ستمبر مخكي او نه وروسته هيڅ افغان په اروپا او امريكا كي د دوى په ضد كوم نظامي عمل نه دئ كړى!! د يولسم ستمبر عمليات په اروپا او امريكا كي تنظيم شوي، نه په افغانستان او عراق كي، دا عمليات د هغو جنگياليو په لاس تر سره شوي چي يا په اروپا او امريكا كي زېږېدلي او يا هلته روزل شوي، نه افغانان ول او نه په افغانستان كي روزل شوي. ټول خلك پوهېږي چي دغو جنگياليو د پيلوټي كورسونه په افغانستان كي نه بلكي په امريكا كي بشپړ كړي او هملته یې د دې عملياتو پلان جوړ كړى وو؟!

• ځيني اروپايي مشران دا خندوونكې او مسخره ادعاء كوي چي گواكي غواړي په افغانستان كي ديموكراسي راولي!! شوروي اتحاد هم دې ته ورته ادعاء كوله، د افغانستان كمونيست حزب (د خلق ديمكراتيك گوند) نومېدو، د امريكايي ديموكراسۍ اصلي څېره، نه يوازي د اشغالگرو فوځونو بې رحمانه او وحشيانه بمباريو او د بې گناه افغانانو ډله ييزو وژنو او هغه څه چي د بگرام، گوانتانامو، كندهار او په نورو امريكايي زندانو كي له مظلومو زندانيانو سره شوي، نړۍ والو ته بربنډه كړه بلكي په افغانستان كي د امريكايي انتخاباتو مسخره لوبي هم د دې ديموكراسۍ ماهيت بربنډ كړ، اوس به د كابل د امريكايي حكومت رئيس هغه څوك وي چي د افغانستان له اشغال نه وروسته په بن كي جمهور رئيس وټاكل شو او له خپلي كابينې سره يو ځاى له جرمني نه كابل ته انتقال شو، او په دې انتخاباتو كي یې له دېرش مليونو افغانانو نه يوازي دوه نيم مليونه رأيي ترلاسه كړې او هغه هم جعلي او تقلبي رأيي!!

• د كندز، شينډنډ، بالابلوك، خوست، پكتيكا، ننگرهار او د افغانستان د گوټ گوټ عام وژني او پر كورونو د ډرون جهازونو په راكټي بريدونو كي د ماشومانو، ښځو او بوډاگانو وژل به د تل لپاره ستاسو او ستاسو د ديموكراسۍ پر تندي تور داغ وي، ستاسو دا جنايت به د تل لپاره پټ نه پاته كېږي چي په دې بريدونو كي تاسو نيم غني شوي يورانيم كارولي، په دې خبري به ډېر ژر ستاسو جنرالان په خپله خوله اعتراف كوي او نړى وال به پرتاسو لعنت وايي.

• له دې جگړي؛ نه تاسو او نه ستاسو هېوادو ته كومه گټه رسېږي، د تابوتونو له انتقاله پرته بل څه نشئ ترلاسه كولى. د جگړي مالي او ځاني تلفات تاسو گالئ او گټه یې روسيې او ايران ته رسي، تاسو افغانستان د ايران او روسيې لپاره فتحه كړى او اقتدار مو هغو ډلو ته سپارلى چي په مسكو او تهران پوري تړلې دي.
• بايد پوه شئ چي د خپلو فوځونو په زياتولو سره له دې پرته چي لازيات بې وزلي افغانان ووژنئ او د خپلو سرپلورو فوځيانو لازيات تابوتونه امريكا او اروپا ته انتقال كړئ بل څه نشئ ترلاسه كولى. په جنگونو سره خپل مخالفين نشئ ختمولى، تجربو وښوده چي هر جنگ ستاسو په ضد جنگېدونكي دوه برابره زيات كړي، په افغانستان كي هم او په نړۍ كي هم، په افغانستان كي جنگ له شرق او جنوب نه شمال او غرب ته وغزېدو، په عراق بريد ستاسو مخالفين درې برابره او په پاكستان كي بريدونو څلور برابره زيات كړل. كه تاسو د اسرائيلو په لاس د مظلومو فلسطينيانو د وژلو ملاتړ نه كولى نو نه به نن په افغانستان كي له جنگ سره مخامخ وئ، نه عراق كي او نه پاكستان كي او نه به د يولسم ستمبر له پېښي سره.

• د افغاني فوځ او پوليس په زياتولو سره دا جنگ نشئ گټلى، ستاسو له وتلو سره سم به دا فوځ او پوليس متلاشي كېږي او وسلې به یې ستاسو د مخالفينو په لاس كې پرېوځي. آيا د هغه افغان تاريخي اقدام تاسو ته كافي نه دئ چي د هيلمند د پوليسو د روزني په مركز كي یې د خپلي پيكا خوله ستاسو فوځيانو ته واړوله، پنځه یې ووژل او شپږ یې ژوبل كړل او د پېښي له ځايه ووت؟! آيا د نضال ملك حسن اقدام تاسو ته ښه درس نه دئ؟! هيڅوك دا نشي تضمينولى چي داسي پېښي به نوري نه تكرارېږي او تر مخكي به نه زياتېږي.

• كوم حكومت چي تاسو په كابل كي جوړ كړى د غلو، جنگي جنايتكارانو، مفسدينو، ملي خائنانو او وطن پلورونكو اډه ده، په فساد او اختلاس كي تر ستوني غرق دي، ملت ترې كركه لري، د هېواد له ادارې عاجز دئ، كه نن تاسو ووځئ سبا به دا حكومت نسكورېږي.

• له دې جگړي نه كه هر څومره اوږده شي، او حتى ستاسو په زعم بريا هم ترلاسه كړئ؛ چي محال ده، امريكا او اروپا ته به یې هيڅ گټه ونه رسېږي. د دې جگړي گټه يا د وسلو جوړولو كمپنيو ته رسېږي، يا هغو جنرالانو ته چي د نظامي بودجې لويه برخه د دوى او د دوى د غلو افغاني ملگرو په جيبونو كي لوېږي، يا روسيې او ايران ته، د جگړي قربانيان يا مظلوم افغانان دي يا هغه امريكايان او اروپايان چي د مور او پلار له رضايت نه پرته په يوه نامقدس جنگ كي د مرگ كومي ته لېږل كېږي.

• افغانان به پرې نږدي چي هغه توطئه بيا تكرار شي چي په 1992كي د سي آى اې او كي جي بي له لوري پلې شوه او په ترڅ كي یې په امريكا پوري تړلې ډلي له كمونيستانو سره يو ځاى شوې، په كابل كي یې ائتلافي حكومت جوړ كړ او د مجاهدينو په ضد یې مخكنۍ جگړه جاري وساتله.

جستجو در کابل پرس