Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 5005

کوچی ها قربانی توطئه های سیما سمر و وحیدالله سباوون

23 جولای 2007, 13:10

بالاخره کرزي او د هغه متعصبو او پر قومي تربګنيو ولاړو مرستيالانو کوچيان دې ته اړ اېستل، چې د وردګو له بهسود ولسوالۍ نه ووځي. د بشري حقونو د خپلواک(!) کميسيون مشرې سيماسمر د خپل(( هزاره نشنليزم)) ژمنتيا په زبات ورسوله او په سرو سترګو يې کوچيان تيريګر وګڼل. اوس کوچيان له بهسودو وتلي، موضوع تر يوه بريده غلې شوې ، خو يو شمېر پوښتنې لا شته، چې چارواکي او يو شمېر کړۍ يې بايد ځواب کړي. د کوچيانو په اړه ادعا کېده، چې په سپکو او درندو وسلو سمبال وو، خو د شمشاد ټلويزيون بې پري رپوټ دا وښوده، چې بېوزلي يوازې د پلار نيکه په بيړي ټوپک پايي، چې اوس يې کارتوس هم په خواري موندل کيږي. نه يې د چا کورونه سوځولي وو او نه خو چا د اېرانپالې ((افغانستان)) ورځپاڼې دا ادعا ثابته کړاى شوه، چې کوچيانو په بهسودو کې د طالبانو سپين بيرغونه درولي دي. د کوچيانو د ستونزو اواري(!) کميسيون مشر وحيدالله سباوون په کابل کې د يوې خپري غونډې په ترڅ کې وويل، چې کوچيان ټولټال ١٨٠ کورنۍ دي، په داسې حال کې، چې ((توطيه ګر هزاره ګان)) يې شمېر زرګونه تنه ښيي. که لږ له منطق نه کار واخلو او حقايقو ته ځير شو، ايا دغه١٨٠ بې وسلې کورنۍ کولاى شي دا دومره غټ مخلوق ((٨٠٠٠)) تنه له خپلو کورونو کډې کولو ته اړباسي؟ که څوک وايي، هزاره ګان بې وسه دي يا ټوپک او ...نه لري، د خپلمنځيو جګړو تاريخ يې ښيي، چې څه ډول يې د خلکو سرونه غوڅول او څنګه يې اوس هم مشران په پارلمان کې په جيبونو کې ميخونه او څټکونه ګرځوي. د کوچيانو د يوتن مشر په وينا، چې پخپله په بهسود کې له خبريالانو سره غږېده، ښاغلي محقق، سيما سمر او خليلي سيمې ته د څو هزاره مشرانو(چې د ولسي جرګې دوه غړي هم پکې شامل وو) په استازيتوب يو پلاوى استولى و، چې سيمه ييز خلک د کوچيانو پر وړاندې جګړې او پاڅون ته وهڅوي. په کابل کې د اېران سفارت دا دنده پر غاړه اخستې وه، چې دوى به پر دغه اور تېل پاشي او د افغانستان، جامعې، مردم او مشارکت او يو شمېر نورو رسنيو له لارې يې پراخ تبليغ پيل کړ، چې افکار او اذهان د کوچيانو ضد وګرځوي. د محقق او خليلي پلاوى په خپله چلوټه کې بريالى شو، سيمه ييز خلک يې د معاوضې او امتيازونو په بدل کې دې ته اړ اېستل، چې خپل کورونه پرېږدي ، يو شمېر هغو ته اور واچوي او تور يې پر بېوزلو کوچيانو پورې کړي. تاسې به په بهسودو کې ليدلي وي، چې کورونه څه ډول سوځېدلي دي؟ د سوځېدڼ ډول او څرنګتيا ته که وګورو په ښکاره دا راښيي، چې دا يوه سياسي او د کوچيانو د بدنامي توطيه وه. د بهسودو په لومړۍ او دوهمه حصه کې ګردسره درې کورونه سوځېدلي او هزاره ګانو ادعا کړې، چې دا د کوچيانو په راکټي بريدونو کې سوځېدلي دي. که تاسې د کورونو د ړنګېدا بڼې ته وګورئ درېواړه کورونه ( يوه يا دوه بېکاره کوټې يې، چې په کوټو نه ارزي) د چت له لوري راپرېوتې ، په داسې حال کې، چې د راکټ مرمۍ دغسې خام او سست کورونه له څېلمې نړولى شي. افغانستان ورځپاڼې يو شمېر داسې تصويرونه خپاره کړي، چې پر دېوالونو د کوچيانو شعارونه راښيي:
مړه دى وى امريکائيان.........مړه دى وى کرزى............مړه دى وى هزاره گان، هزاره گان امريکائي شوى دۍ........
ړومبى که د شعارونو شاځمکې ته وګورو داسې کوټې يا دېوالونه راښيي، چې سمنټي دي او خط پرې ډېر ښکلى اېستل کيږي. په داسې حال کې، چې په بهسودو کې دغسې يو کور هم نه ترسترګو کيږي، چې دېوالونه يې سمنټي وي او بيا کوچيان پرې ورختلي وي. که د شعارونو ليکدود ته وګورو ، دا را جوتيږي، چې شعارونه هزاره ګانو پخپله د افغانستان ورځپاڼې د دفتر په تشنابونو کې ليکلي دي. ړومبى خو د بهسودو په کوچيانو کې داسې باسواده کس نشته، چې هغه دې دغسې ښکلى ليک وکړي او بيا دې يوه پښتو يا(ۍ- که څه هم دوى بېځايه کارولې) هم وکاروي. پر يا ګانو زموږ لوستي سم نه پوهيږي، نو د بهسودو کوچيان به څه پرې پوه شي. مړه دى وى کرزى شعار د افغانستان ورځپاڼې د جعلکارانو ناکامه جعلکاري ډېره ښه راښيي. پښتانه بيا نو کوچيان دري (گ) کله هم نه کاروي، ځکه موږ په پښتو کې پنډک لرونکى (ګ) لرو. کاش ،چې لږ خو دغه مکاران او چلوټګر د جعلکاري پر چل پوهېدلاى او دومره درک او وړتيا خو يې درلودلاى، چې څه ډول خپل تبليغ او پروپاګند رښتينى وښيي. دا ټول شعارونه تاسې په لاندينيو انځورونو کې کتلاى شئ، چې څومره مسخره کوونکي ، د خندا وړ ، احمقانه او ماشومانه دي. روشنفکران يې، چې دومره احمقانه چارو ته لاس اچوي نو د چکش په لاس مشرانو به يې څه حال وي.
دا د نشنليزم او هزاره مليتپالنې خورا ((ښې)) بېلګې دي. قومي او ګوندي مشران په رښتيا بايد همدغسې خپلو قومي ګټو ته ژمن و اوسي، خو اپوټه د کوچيانو وضعيت څه ډول و؟ د هزاره ګانو پر وضع ټوله نړۍ وغږېده. ټولو رسنيو، راډيوګانو او ټلوزيونونو يې پر حال اوښکې تويې کړې، حقيقت پشپړ اپوټه منعکس شو، خو کوچيان هيچا هم ونه پوښتل. نه کومې رسنۍ، نه کوم ليکوال او نه هم کوم ټلويزيون. شمشاد ، چې اوبه له ورخه تېرې شوې ، راټوپ کړل، ليکوالان ههغه مهال راويښ شول، چې د کوچيانو پر ستوني پښه اېښودل شوې وه. د کوچيانو پر سر سودا کوونکي سوداګر ((حشمت غني احمدزي او نورو هغو)) داسې غږ اوچت نه کړ، چې د دغه بېوزلي پاړکي پر ټپونو ملهم کښېږدي. د قوم نغاره وهونکي غلي پاتې شول او د خان خادم کوچي په څېر کسان، چې له خبرو يې خلک تر سپږمو رسېدلي ترننه هم لا غلي دي. په افغان ادبي بهير کې په لسګونو ليکوالان راغونډيږي، په لسګونو داسې کسان لرو، چې خبرې يې د سړي دماغ خوري، خو په ملي مسايلو کې چوپه خوله پاتې دي.
اوسنۍ نړۍ د ميډيا او رسنيو نړۍ ده. د کابل ټولې رسنۍ د نورو په لاس کې دي. تاسې ددغو رسنيو زور وليد، چې کوچيان يې له بهسودو و اېستل، واليان يې ګوښه کړل او د کرزي د دولت سياستونه يې په خپله ګټه رهبري کړل. زموږ ليکوال او د رسنيو څښتنان نه پوهېږمه ولې داسې ويده دي؟
ايا تل د ملالې په څېر د يوې ښځې غږ ته په تمه دي؟

جستجو در کابل پرس