Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 34640

عاشورا است و من گریه میکنم

28 دسامبر 2009, 05:53, توسط شمس

د روسانو د تیښتې دیرشمه کلیزه دې مبارکه وي

روسانو په سیمه کې د خپلو استعماري اهدافو د تحقق او پر افغانستان د دایمي تسلط په لار کې خپل ټول زور په کار واچاوه او له هیڅ ډول جنایت نه یې لاس و نه نیو، خو د خدای تعالی د ځانګړي کرم او افغان مجاهد ولس د میړانې له برکته د دوی ټولې هیلې له خاورو سره خاورې شوې، زور یې اوبه شو او بالاخره دیته اړ شول د مخامخ جګړې په ډګر کې افغان غازیانوته شا ور واړوي او ترپ ته پر خرپ باندې ترجیح ورکړي.
پر افغانستان یرغل د روسانو لپاره ډیر ګران تمام شو ان تر دې چې شوروي یې پکې وبایلود، خو دا هم باید ومنو چې پدې ملک کې دداسې ځالو په جوړولو بریالي شویدي چې نن یې هم افغانان له شره بې غمه ندي.
همدا ځالې وې چې د روسي عسکرو له وتلو وروسته یې د رښتینو مجاهدینو د بري مخه ډب کړه، د نړیوالو توطئو د تطبیق کار یې آسانه کړ او په کابل کې یې سوچه کمونیستي نظام تر یوې مودې پورې ژوندی وساته او کله چې د «نجیب» رژیم نور د سترګو پرانیستو توان له لاسه ورکړ، نو مسکو د خپلو هغو غربي انډیوالانو په مشوره چې د مجاهدینو واکمني یې نه شوی منلی، تهران ته هم په افغانستان کې د خپلې خوښې لوبې زمینه برابره کړه او پدې ترتیب یې سره دکابل تخت هغه شوم ائتلاف ته وسپاره چې افغان ولس یې په بله داسې غمیزه واړاوه چې له تیرې نه دردوونکې ده.
د جبل السراج د شرمیدلې معاهدې په نتیجه کې قدرت ته رسیدلیو لاسپوڅو د غربي او سیمه ایزو استعماري کړیو په مرسته د رښتینو مجاهدینو په خلاف داسې جنګ پیل کړ چې ډیر په وینو ګټلي ویاړونه هم پکې ایرې شول.
د شمال ټلوالې د خپلو بهرنیو بادارانو په قومانده او مرسته د کمونیستي نظام لاره تعقیب کړه، له مجاهدینو سره یې جګړې ته ادامه ورکړه، په ملک کې یې د مجاهدینو د خوښې اسلامي حکومت د قیام مخه ونیوله ...
او همدغه معلوم الحاله عناصر دي چې نن د امریکايي یرغلګرو په قومانده د افغان ولس په خلاف د جګړې په مورچل کې پراته دي او نه پریږدي افغانان د اسلامي نظام تر وزرو لاندې د صلحې او آرامۍ ژوند ولري...
مونږ پداسې حال کې چې د روسانو د تیښتې د دیرشمی کلیزې له امله خپل مجاهد ولس ته مبارکي وایو، اعلانوو چې افغان ولس غلامي نه مني او له اسلامي حکومت نه پرته په بل څه نه قانع کیږي،
یرغلګر دې له تاریخ نه پند واخلي ، په بې همته لاسپوڅو او مادي ځواک دې زړه نه تړي ،د «ګروموف» اوښکې دې سترګو ته ودروي او له شړلو نه مخکې دې د وتلو بندوبست وکړي.

جستجو در کابل پرس