Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 78597

محمد اعظم سیستانی وشاگردی تاریخ

13 دسامبر 2013, 19:51, توسط پرویز "بهمن"

دکتاب په ۳۸۷ صفحه کښي داسي لیکي: (... ددغو تنظیمونو څخه ملانقیب قول اردو، ګل آغا ولایت، او نور هر یوه امیر لالی، استاد عبدالحلیم( دایو موټروان ؤ او په کندهار کې دریور ته هم استاد وايي) دکندهار اختیار واخیست او دحزب اسلامي څخه سرکاتب عطا محمد بالنسبه لوټماری نه کوله، نور نو هر یوه حتی دښار په منځ کې پاټکونه درلودل او پر لویو لارو يې پاټکونه تړلي وه چي نه سپور نه پیاده نه موټر او نه خر ورڅخه تیریدای شوای، پیسې غوښتلې ښکنځل يې کول او حتی وهل یې کول.داټوله چرسیان او لواطت کاران وو ا ودخلګو زامن يې په زور پوستو ته بیول وروسته حتی خبره دې حد ته ورسیده چي دخان محمد قوماندان په نامه پر هلک نکاح وتړله ا وهغه يې په ګلپوش موټر کې کښینوی او دشا له خوا چې داوږه يی راکټ ډزي کیدلی او په یوه ثانیه کې دکلاشینکوف په زرو مرمۍ فیر کېدلی، په ښار کې وګرځول سو.دې فضیحت ټول ښار ذهیر کړ، ډېرو خلګو خپل زامن له ښاره نورو ځایو کابل او کویټی ته واستول)
تاریخ پوه په احتیاط سره پیښي اودنورو خلګو نظریات څېړي.( دغه ټول لواطت کاران ول) دشریعت له اصولوسره هم سر نه خوري. زموږ دین موږ ته اجازه نه راکوي چي پر بل چا بې ځایه تور ولګوو بېله دي چي یوکس مو پریو بد کار لیدلي وي او یا پر هغه شاهدان ولرو. دپورته پاراګراف د رد له پاره به په انګلیسي ژبه دغه لنډ باوري او قوي دتاریخ لیکني اصول دلوستوونکو مخ ته کښېږدم.
(Avoid being selective; be open to whatever discoveries you may find when acquiring evidence; don’t pass up an argument simply because it does not follow your previous ideas. The goal of a historian should be to tell, ostensibly, what happened objectively. Objectivity, therefore, is of paramount importance when considering evidence. Where? Where did it occur? What groups of people were involved and where did they reside?
مرحوم عطايي صاحب باید دپورته پیښي چي دخان محمد او دهلک نکاح ئې یاده کړي او ما ئې پرخاصو الفاظو تاکید کړی دئ، موقیعت، وخت، تاریخ ښودلی وای او دائې ویلي وای چي دونو(دومره)خلګو دغه پېښه ولیدل، دغه یا هغه ګروپ خلګ پکښي مدخل ول، دقیق او درست ماخذ ئې باید ورکړی وای اویا ئې لیکلی وای چي دغه پورته پېښه ده په خپلو سترګو لیدلې ده او یا یوه اوازه وه چي ده اورېدلې ده. مرحوم عطايي صاحب دپورته پارګراف په اخیر کښي لیکي چي خلګو خپل زامن کابل او کوټي ته واستول مګر دکتاب دپورته پارګراف (دتحریک پیل) ترسرلیک لاندي دکابل په اړه ئې لیکلي دي چي (جمعیت، حزب، محاذ،جبهه نجات، اتحاد او حتی دشیعه محسنی حرکت هر یوه ددولت په نامه [پر] یوه اداره خیټې واچولی، لومړی يې هغ چور کړه ورسته يې دخپل داړ او تاړاک سنګر ورڅخه جوړکړ.)
چي په کابل کښي حالت تر کندهار زیات خراب ؤ، نو خلګو خپل زامن ولي کابل ته استول؟! اوس بیرته دغه خبري ته راګرځم چي عطايي صاحب په خپل اثر کښي لیکلي دي چي (...حتی خبره دې حد ته ورسیده چي دخان محمد قوماندان په نامه پر هلک نکاح وتړله ا وهغه يې په ګلپوش موټر کې کښینوی او دشا له خوا چې داوږه يی راکټ ډزي کیدلی او په یوه ثانیه کې دکلاشینکوف په زرو مرمۍ فیر کېدلی، په ښار کې وګرځول سو)
عطايي صاحب ددغي پورته پیښي په اړه هیڅ ماخذ نه دئ ورکړی. ما (مهربان) ددغي پښي اوازه په خپله اورېدلې ده خو لیدلې مي نه ده. راځئ چي ددغي پیښي د رد او تائید په اړه دکندهاردداسي یو کس خبري واورو چي هغه ددغي پيښي په اړه پوره معلومات لري:
«زه په دې واده کي ناست وم. ددغه واده وریجي مي لا خوړلي دي، مګر خبره داسي نه ده لکه خلګو چي پسي جوړه کړې ده. خلګو چي اوازه ګډه کړې ده چي خان محمد پرهلک باندي نکاح تړلې ده، دغه هلک مختار نومېدئ او دخان محمد موټروان ؤ. دی را ولاړ سوی ؤ دیوې نجلۍ سره چي دیو صاحب منصب لور وه،لاره جوړه کړې وه. مختار به ددغي نجلۍ پلار چي صاحب منصب ؤ، ترفرقې پوري په موټر کي وړئ او بیرته دخان محمد تر کوره راوړئ. کمیس کریم په دې خبره خبر سو چي دخان محمد موټروان دصاحب منصب پر لور عاشق سوی دئ نو باره ئې دغه هلک یا موټراون بندی کئ. ورسته خان محمد په دې موضوع پسي خبر سو، باره ئې کمیس کریم ته حال ور واستوئ چي هلک دي ولي بندي کړی دئ؟ کمیس کریم ورته ویل چي دی ددغه صاحب مصنب پر لور مین سوی دئ. خان محمد ورته ویل چي ستا ئې په څه؟ ژر موټروان را ایله که. کمیس کریم باره موټروان ورایله کئ خو یوڅه لت ئې ورکړی ؤ. خان محمد دنجلۍ پلار را وغوښت اوټوله قصه ئې ورته وکړه، باره ئې ورته ویل چي اوس نو ستا خوښه ده چي لور په نکاح ورکوې که یا. نو هغه صاحب منصب هم خپله لور په نکاح ورکړه. یو څو عمر بعده ئې واده سو، په واده کي ددغه مختار یو انډیوال ؤ چي عبدلله نومېدئ، هغه مسخر پر وکړه، ورته ویل ئې چي مختاره زویه نن ښه ډېر ډوډۍ وخوره، ماښام خان محمد بیا پر تا نکاح تړي، مختار ورته ویل چي داخبري مه کوه، سبا به ریشتیا سوې وي، بیا ولاکه ځان خلاص کم. دواده ډوډۍ موږ وخوړل،کورو ته ولاړو، سهار په ښار کي اوازه ګډه سوه چي خان محمد پر هلک نکاح تړلې ده، هفته لا نه وه تېرې سوه چي دیو راډیو څخه مي وارېدل چي په کندهار کي یو جهادي قوماندان پر هلک نکاح تړلې ده. زما هغه ساحنه جګه سترګو ته ودرېدل چي خان محمد خو دمختار نکاح دهغه صاحب منصب دلور سره ور وتړل، کې نه منئ ورسئ تر اوسه هغه نجلۍ دغه مختار ته ناسته ده» ګل محمد هوتکي، شخصي مکاتبه، قوس- ۲ -۱۳۹۲
عطايي صاحب باید په دغه موضوع پسي پوره څېړنه کړې وای خو نه ئې ده کړي بلکي دسري چوک اوزه ئې تاریخي کړې ده. ما(مهربان) په کندهار کښي دبیخي ډېرو خلګو څخه ددغي پیښي په اړه پوښتني وکړې خو هیچا راته تائد نه کړه. زه حیران یم چي عطايي دکومي خوا دغه پېښه پيدا کړې او کتاب ته ئې داخلي کړې ده. ماته دسخاوي (۹۰۲ هـ ش مړ) هغه وینا راپه یاد سول چي وايي«تاریخ باید له خرافاتوڅخه وژغورل سي«. ددې کرښو لیکوال هم دغه لنډ تنقید په دې نیت وکړ چي له یوې خوا دمکاتبو شاګردان، ښوونکي، دپوهنتونونو محصلین او استادان دیادسوي اثر په اړه خبر سي چي باید ددغسي تاریخي کتابونو څخه د یو قوي ماخذ په توګه کار وانه خیستل سي او له بل اړخ دامکان تر حده مو کوښښ کړی وي چي افغاني تاریخ مو له حرافاتو ژغورلی وي.
پای
كابل
۳۱۹۲- قوس- ۱۲

جستجو در کابل پرس