Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 5758

د جنگي جنايتکارانو د محاکمې لپاره لاريون وشو - بی بی سی پښتو

7 آگوست 2007, 07:47, توسط عبد المالک عاصم

د جنگي جنايتکارانو د محاکمې لپاره لاريون وشو

په لسگونو ښځو او نارينه وو د يوۀ لاريون په ترڅ کې له افغان حکومت او ملگرو ملتونو څخه د تيرو دريو لسيزو د جگړو د مجرمينو د محاکمې غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ملگرو ملتونو د دفتر (يوناما) مخې ته را غونډو شويو لاريون کوونکو له ځانه سره دخپل خپلوانو هغه تصويرونه ليږدول چې د تېرو جگړو په ترڅ کې وژل شوي دي.

لاريون کونکي تر ډېره ښځې و چې ځينو يې په ژړه گونې شعارونو کې له نړيوالې ټولنې د جنگي مجرمينو د محا کمې غوښتنه وکړه.

دوى د يوه پريکړه ليک په ترڅ کې پر افغان حکومت او ملگرو ملتونو غږ وکړ چې د تېرو دريو لسيزو جنگي مجرمين دې په گوته او د هغوى د محا کمې زمينه دې برابره کړي .

دکابل د چمتلې د سيمي په گډون د ټولو ډله ېېزو قبرونو ارزول، دهغوى د وژونکو پيژندل او ورته د سزا ورکول ددغه لاريون د گډونوالو نورې مهمې غوښتنې وې.

لاريون کوونکو په خپلو شعارونو او ويناوو کې له دولته د هغو کسانو د شړلو غوښتنه کوله چې ويل يې په جنگي جرمونو تورن دي او داوخت لوړې دولتي دندې تر سره کوي.

لاريون کوونکو په وروستيو کې د موندل شويو ډله ييزو قبرونو تر شا د مسولو کسانو عدالت ته راکښلو غوښتنه هم وکړه

په کابل کې لاريون کوونکو ته د يو نا ما ددفتروياند صديق حليم وويل چې دوى ددغو ځورېدلو کورنيو په غم کې شريک دي او په ډاگه يې کړه چې په افغانستان کې به هله سوله راشي چې د بشري حقونو د ټولو سرغړونکو سره صفا حساب کتب وشي.

په روان کال کې دکابل او بدخشان په ولايتونو کې دوه ستر ډله ييز قبرونه وموندل شول چې ويل کيږي په سلگونو کسان پکې يوځاى تر خاور و لاندې شوي دي.

افغان مشر تابه ددغو قبرونو د څېړنې په موخه يو پلاوى وټاکي چې دنده يې ددغو وژنو دعاملينو او وخت معلومول دي.

همدارنگه دملگرو ملتونو لخوا د بهرنيو کار پوهانويو گمارل شوى پلاوى هم پر همدې چارې کار کوي .

د تېرو دريو لسيزو په جنگ جگړو کې د لسگونو زره وژل شويو کسانوپه تور تر دې مهاله څوک نه دي محاکمه شوي، خو دافغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د انتقالي عدالت په نوم يو پروگرام روان کړى چې دجنگي جنايت کوونکو په اړه اسناد کره او دمحا کمې لپاره يې لاره هواره کړي.

آنلاین : د جنگي جنايتکارانو د محاکمې لپاره لاريون وشو - بی بی سی پښتو

جستجو در کابل پرس