Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 47352

قتل عام در مزار شریف

4 سپتامبر 2011, 19:27, توسط پیام امیرالمومنین ملا محمد عمر آخندزاده بمناسبت عید فطر

دنيک مرغه کوچيني اختر درارسيدو په مناسبت دعاليقدر اميرالمؤمنين پيغام

الله أكبر الله أكبر ، لاإله إلا الله و الله أكبر ، الله أكبر و لله الحمد.

الحمد لله ال‍ذي نصر عبده ،وأعزّ جنده ، وهزم الأحزاب وحده, والصلوة والسلام علی من لانبي بعده وبعد! دافغانستان مجاهد ولس اوټول اسلامي امت ته دنيکمرغه کوچني اختر له مبارکۍ سره يوځاى په افغانستان کې د مسلسلو برياوو تبريکي وايم، الله تعالی مو روژې،جهاد,اودحق په لاره کې ټول تکلیفونه قبول کړه . غواړم له دغه سپيڅلي فرصت نه په استفادې سره دځينو اهمو موضوعاتوپه اړه درسره په لاندې توګه خپل نظر شريک کړم .

دروان جهادي وضعيت په اړه :

داسلام اوافغانستان دښمنانوسږکال دمجاهدينودماتې اوخپل شوم هدف ته درسیدو يو پريکنده پړاوګڼلى ؤ, ان تردې چې خپل اولسونه او نړيوال يې دهمدې بنسټيزبدلون ته په تمه کړي وو، خو الحمد لله په عمل کې ددوئ ټول پلانونه ددوئ داټکل برعکس ثابت شول،او سږکال دښمن دتيرکال په نسبت دسراومال ډير زيانونه وليدل .مجاهدین اوس تر پخوازیات ددښمن له تاکتيکونوسره بلد شوي،هغه وسايل چې دښمن ته زيات تلفات اړولى شي، دهرې ورځې په تیريدو دمجاهدينولاس ته ورځي چې اوس دادي ټول خلک ددښمن دزياتې مرګ ژوبلېاودهغوئ دالوتکو دراغورځولو شاهدان دي، بل لورته دولس بې کچې زياتيدونکې همکاري،ددښمن په ليکوکې دمجاهدينوډيريدونکى نفوذ،دهيواد ګوټ ګوټ ته دجهادي ساحې لاپراخيدل،دورځنيو عملياتواونويوتکتيکونوبې سابقې ډيرښت ، اودهيواد په شمال اوجنوب کې ددښمن دستروچارواکو له منځه وړل، دا ټول هغه څه دي،چې موږته دچټک بري اوروښانه مستقبل زيرى راکوي .

که د بدر په نامه دسږنيو عملياتو لاسته راوړنې له تيروکلونو سره پرتله کړاى شي اوددښمن پرله پسې شکستونه او بې سابقې متزلزل حالت ته په غور وکتل شي نويوخوادمجاهدينودځواکمنوروحياتو اولوړمورال او بل پلوته ددښمن دهراړخيز زوال يو روښانه تصوير زموږمخې ته ږدي.

همدارنګه په نړيواله کچه دامريکا لپاره اوس وضعيت هغسې نه دى لکه پخوا چې وو . دامريکا اقتصاد دبل هروخت پرتله له اساسي ستونزو سره مخ دی،دناټودغړوهيوادونواولسونه ورځ په ورځ دافغانستان دجګړي په اړه حقايق درک کوي او په عامه اذهانو کې ددې بې هدفه جګړې په ضددريځ پياوړى کيږي،په یرغلګرائتلاف کې شامل هیوادونه یوپه بل پسې پوځونه باسي،دسيمې هيوادونه او اولسونه دامريکايي سرزوري سياست له امله سخت بي حوصلې شوي ، چي په مجموع کې داحالت زموږدمقدس جهاددبري زیری راکوي .

له افغانستان څخه دامريکايي محدودوځواکونو د ایستلو په اړه :

ترټولو دمخه باید ووایم چی د یرغلګرو ځواکونو محدود ایستل په کلي توګه د افغانستان د ستونزي حل نشي کیدی، بلکې جهاد به په خپل قوت سره جاري وي، ځکه دغه ډول نمایشي اقدامات د افغانستان مسئله نوره هم پیچلې کوي او زیان لرونکې پایلې لري. یرغلګر قوتونه بایدد ټولو پوځو نو پهسملاسي ايستلو سره نور دغې مسئلې ته یو دائمي او قناعت بخش حل ولټوي .

په افغانستان کې دامريکايي دائمي هډو په اړه :

دافغانستان ملت په هيڅ ډول ديته تيار نه دى چې دلته دې امريکايان دائمې هډې ولري . افغانان دلته دیرغلګرو لږ یا ډیر پوځي موجودیت داجنبي اشغال په معنا بولي . که امريکايان په دې هكله هم له سرزورۍ نه کار اخلي، د جهادي مقاومت او افغان ولس غوښتني په پام کي نه نیسي، نو له دې څخه دې هم داسې توقع ولري لکه دافغانستان له لس کلن اشغال څخه چې دملياردونو ډالرو له مصرفولو اوزرګونو پوځيانو له وژل کيدو وروسته هم په کابل کې ديوې لحظې لپاره دآرامۍ اوسکون احساس نشي کولاى .

ټول ولس او په خاص ډول دهيوادعلمي ،سياسي اومخورشخصيتونه بايد د اسلامی امارت سره په تفاهم کې ديرغلګرو دهډوپه وړاندې یو مشترک ملي موقف خپل کړي, اوامريکايانوته دې داښکاره کړي چې زموږپه هيواد کې دبهرنيانوددايمي هډوپه اړه ټول ملت په اتفاق سره مخالف نظر لري.

ددایمي هډو دملاتړ په بهیر کې برخه اخيستل هغه که دجرګې په نامه وي او که دپارلمان، یوازې اویوازې به له خپل دین اوخپلي خاورې سره خاین اووفادارسره بیل کړي.

دهيواد دراتلونکې په اړه :

زموږ تګ لاره داده چې په راتلونکي افغانستان کې داسې واقعي اسلامي نظام وي چې دهيواد دټولو اوسيدونکو لپاره دباور وړ وي ،دهيواد ټولی پرګنې پکښې ځاي ولري،اوکار اهل کارته وسپارل شي، دنړۍ او سيمې له هيوادونو سره دمتقابل احترام، اسلامی او ملي ګټو په دريځ ولاړې اړيکې ولري ، او ټوله توجه يې ديته وي چې هيواد ته له څه باندې ديرش کلنې جګړې ورپيښ مادي اومعنوي زيانونه جبيره کړي .دا چې افغانستان دزراعت لپاره پراخې ځمکې ، غني معادن او دانرژۍ پراخ منابع لري، نو يوازې دسولې او ټيکاو په حالت کې کولی شو پدغو برخو کي سرمایه پانګوونه وکړو. اودفقر، بیکارۍ، وروسته پاتې والي او ناپوهي له ناورین نه چي د نورو اجتماعي او اقتصادي ستونزو عامل بلل کیږي، ځان خلاص کړو.

ددښمنانو دتبليغاتو پر خلاف اسلامي امارت دواک او قدرت په موضوع کې کله هم انحصار طلبه پاليسي نه لري ، افغانستان لکه څنګه چې دټولو افغانانو کور دى همداسې يې ټول افغانان په ساتلو او سمبالولو کې دمسؤليت د اداکولو حق لري،راتلونکي بدلونونه بايدداسې نه وي لکه دکمونيزم تر شکست وروسته چې دهيواد هرڅه لوټ اودولتي ادارې په هر لحاظ تخريب شوې.بلکې ددې لپاره به کلک تدابير نيول کیږي،چې دمجاهدينو دبري په صورت کې دټولوملي شتمنيو،دولتي دوايرو اوپه خصوصي سکتورکې درامنځته شويو پرمختګونوساتنه وشي، اودهيواد مسلکي کدرونه اوملي تجاران له کوم تبعيض پرته ددين او وطن خدمت ته لانور هم زيات وهڅول شي.

دمذاکراتوپه اړه :

اسلامي امارت دهيواد دروانې لانجې عامل ، په هیواد کې دبهرنيو يرغلګرو عسکرو موجودیت ، د هغوئ ړندې بمبارۍ، د شپې حملي، ظلمونه ، شکنجې او زورواکي بولي، او دمسائلو حل ددغو نارواوو په پای ته رسیدو کي ویني . همداراز، دهيواد او هيوادوالوددیني اودنیوي مصالحوتأمين د واقعي خپلواک اسلامي نظام په قیام کې ګڼي . دغه هدف ته د رسيدو لپاره په هره مشروعه لاره غوراوتامل كيداى شي. داسيرانودتبادلې په اړه چې تر اوسه پورې له کومولوريو سره تماسونه ټينګ شوي هغه هيڅکله هم دهيواد دروانې لانجې دپاى ته رسولو په برخه کې هر اړخيز مذا کرات نشي بلل کيداي .البته اسلامي امارت د یوه منظم سیاسي او نظامي ارګان په توګه پدې برخه کې ټاکلې او خپلواکه اجندا لري چې وخت په وخت یې څرګنده کړې هم ده.

دبن دراتلونکي کانفرنس په اړه :

داکانفرنس به د لس کاله مخکې کانفرنس نه توپیر ونلري، ځکه چي دافغان اولس رښتیني استازي پکښې برخه نلري، اونه هم دافغانستان دمشکلاتواساسي اوواقعي حل ته توجه پکښېکیږي ،دتیرو نورو کانفرانسونو او جرګو غوندې داکانفرانس هم یوازې تبلیغاتي او نمایشي اهداف لري، غواړي چي د یو څه وخت لپاره د نړیوالو توجه د افغانستان د مسئلې له واقعي حل څخه بلې خواته واړوي، او هغه څه به پکښې ویل کیږي کوم چي له وړاندې نه لاپه سپینه ماڼۍ اوپنټاګان کې فیصله شوي وي .

موږټولو هغونړیوالوته چي دافغانستان په موضوع کې دخیل دي، مشوره ورکووچې د افغانستان د مسئلې د مصنوعي او نمائیشي حل په ځای دې ددې مسئلې د واقعي او عملي حل په لټه کې شي. دوئ دې په افغانستان کې عیني واقعیتونه درک کړي ،افغانان دخپلو مسائلو دحل او خپلمنځي تفاهم خوراښه تاریخ لري، خوچي بهرنۍ مداخله بنده شي. دافغانستان اسلامي امارت دخپل یوه اصولي حق په توګه له خپل دین،وطن اوخاورې نه ددفاع روا مبارزه پرمخ بیایي چې علت یې په دې خاوره کې دبهرنیو یرغلګرو شتون دی. که نړیوال یرغلګرائتلاف زموږدخاورې اشغال پای ته ورسوي اسلامي امارت حاضردی چي دیوه سوله خوښي اوذمه وارنظام په حیث دسیمې اونړۍ له هیوادونوسره مثبتې اړیکې وساتي .

مونږ د ګاونډیو هیوادونو په ګډون له ټولو هیواونو نه غوښتنه کو چې د افغانستان د راتلونکي په اړوند د استعماري لوبو برخه ونه ګرځي، ځکه دغه کار د هیچا په ګټه نه دی. د افغانستان اسلامي امارت تصمیم لري چې ددوو میلیونو افغانانو د وینو د وارث په توګه به د افغانستان د راتلونکې په هکله د نورو له مداخلې پرته خپلواکې فیصلې کوي، چي په هغه کې به زموږ د شهیدانو ارمانونه، زمونږ ملي او اسلامي ګټې، د افغانانو وقار او عزت نغښتی وي. موږ ټولو خواوو ته څرګندوو چې افغانان تپل شوي رژیمونه نه منې، او نه دغه شان رژیمونه دلته دوام کولی شي.

جستجو در کابل پرس