Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 43533

حامد کرزی از قیام برحق مردم مصر پند گیرد

6 فبروری 2011, 20:12, توسط شبیر "کاکر"

د پښتنو د نامه پرتم او عظمت، د توري بريښ او لوړ همت د هر دښنه په کسي او لېمه لکه اغزى جګېږي. تاريخي پېښو او شواهدو دا ښوولې ده، چي په دې سيمه او نړۍ کي داسي لوى سېک او طاقت يوازي د پښتانه دئ، چي له کورش او سکندره رانيولې، تر چنګېز، مغول، اېراني غلو، انګرېز، روس او امريکا سره ئې ډغري وهلي او د هر يوه سر ئې په تورو خاورو ور ننه ايستلى دئ . لوږه، بې کوري، پرديسي، وراني او مړينه ئې منلې ده، خو د مرئيتوب او ذلت ناولى ژوند ئې منلى نه دئ . دغو پښتنو د خپل هېواد او سيمي د تاريخ په بېلو، بېلو مهالونو کي داسي لوړي کارنامې او له وياړه ډکي افسانې پرې ايښي دي، چي د پښتنو تلپاته تاريخ او د دې هېواد رښتني زامن (نه پلورل سوي) به تل په وياړي او د بګړۍ شمله به ئې په جګه وي . په دې سيمه کي پښتون هغه قوم دئ، چي په خپل غښتلي موټ او لوى تدبير سره د ټولو يرغل ګرو او تيري کوونکو په وړاندي درېدلى دئ، په خپله وينه او سر ئې دا هېواد او اولس ساتلى دئ. خو اوس څه را سوي دي؟ چي خپل د لستوڼي ماران نه پېژنو، د لږ څه خوشمړو له پاره د خپل ورور سر پر اورغوي، خپل دښنه ته ډالۍ کوو، د هر پښتانه په کور کي د پاتا کمبله هواره ده، خپله پښتنه خور کونډه کوو، خپل پښتانه خوريان او ورېرونه يتيمان کوو، د سر تورو مندو او خوندو مو پر خوله ساندي او ژړاوي وي، د معصوم او نازولو پښتنو کوچنيانو پر باړخوګانو مو د اوښکو سېلونه بهېږي، خو د دغو بې وزلو د اوښکو د وچېدو او د دوى د شلېدلو ګرالبو د رغېدو سړى نه لرو. پر ژبه، نامه، تاريخ او ناموس مو ملنډي وهلي کېږي، د ژوند حق را څخه اخيستل کېږي، په خپل کور او هېواد کي بې واکه کېږو، ځواک مو له منځه وړل کېږي، باغ و کښت و پټى مو سوځول کېږي، د سړو څخه نېستمن کړل کېږو، د قوم سترګي او متفکر مغزونه مو که په منقولو يا معقول علومو کي دي، را وژل کېږي. سترګور او ژبه ور راپکښي پرېږدي نه، د سبا ورځي د وتلي او پښتانه ځلمي د روزني شرايط را څخه اخيستل کېږي او ..... دا ټولو ناخوالو ته که ځير سوو او په لاملونو پسي ئې سترګي ولغړوو او ماغزه ستړي کړو، نو تر هر څه وړاندي مو ذهن ته دا راګرځي، چي په دې سيمه کي داسي لرغونى، ځيرک، مستعد، غښتلى او پر هېواد او ژبه مين قوم (پښتون) څوک خپل واک او خپلي هوډي ته نه پرېږدي، د پښتانه له يووالي او برمه څخه بېرېږي . په هېواد کي د ننه د ښنه له دباندنيو دښنو سره لاس يو کړى دئ او د پښتانه په تباهۍ پسي ئې ليڅي رانغښتي دي . زما د دې خبري شاهدي دا ورځنۍ پېښي ورکوي . ښه په ځير وګورئ! په دې څو دېرش کلن ناورين کي په ټول لوى افغانستان کي دپښتانه د قوم مشر، ډاکټر، انجينير، ملا، ښوونکى، طالب، ليکوال، شاعر، په کار پوه سړى، ملي سوداګر، په اولس خوږمن او .... وژل کېږي. که په شمالي ولايتو کي وژل کېږي هم پښتون دئ، که په مرکزي ولايتو کي وژل کېږي هم پښتون دئ، که والي يا مرستيال ئې وژل کېږي هم پښتون دئ، که وزير يا قوماندان وژل کېږي هم پښتون دئ. آيا يوازي پښتانه د مرګ له پاره زېږېدلي دي ؟ تاسي وګورئ! په دې ناورين کي د ناپښتنو څو د سر سړي وژل سوي دي ؟ حتى په ډېرو بدنامه سياستونو کي ښکېل ناپښتانه يوازي وژل سوي نه دي، بلکي تر خپل طبيعي عمره پوري ئې ځانونه په بېلو، بېلو دولتي چوکيو کي سريښ کړي دي او يا هم په اروپا او امريکا کي هوسا ژوند کوي. ژوندۍ بېلګي ئې تاسي اوس د سر په سترګو وينئ. د دې ناخوالو لامل په دوو څېزو کي وينم، يو خو زموږ د ځينو پښتنو په خپل نفس کي د اسپيتانه اخښل سوې ده، چي د څو ايکيو او يا چوکۍ له پاره په پښتنو پسي سوټيان څه چي، توپکان را اخلي او د نن او سبا سوچ بيا نه کوي، چي دغه ورور مي سبا هري ماتي او ګوډي ته درېداى سي او داړۍ پر مهال د ده پر اوږه لاس ايښوولاى سم . بل لامل ئې، چي زموږ پښتنو لږ نظر ور اوړي، هغه په هېواد کي د ننه د ځينو قومونو ځيني متعصبي او مفتني کړۍ او ډلي دي، چي د خپلو کرغېړنو غوښتنو او د پښتني واک د رالږولو له پاره د پردو په مرسته هر ډول توطيې او دسيسې جوړوي او د دغسي غوښتنو د سر ته رسولو له پاره د پردو او بل وطنو هر څه (.....) پر ځان مني . دغه ډول متعصبي او مفتني ډلي يا افراد د خپلو ناولو او ناروا غوښتنو له پاره د هيچا پر مرسته اسره نه کوي، که دا مرسته د اسرائيلو وي که د اېران؟، که د انګرېز وي يا روس . د دې ډلو په انګېرنه په سياست کي خور او ورور نسته . پښتنو ! د خداى (ج) رويونه درته نيسم، ځان او خپل دښنه وپېژنئ!!! خپل د سترګو کسي که در وژني او يا درباندي وژني، په غولېږئ مه! اور له خپلي لمني ځان ته مه بلوئ! ځان بې خپلي ښې کوئ مه! سبا به دا کارګان او بومان پر دې مېنه نه وي، خپله ارته لمنه مو بې عالمه، بې اديبه، بې ملا، بې ډاکټره، بې انجينيره، بې ښوونکې، بې طالبه، بې ليکواله، بې شاعره، او بې کاسبه کوئ مه! نژديو تاريخي پېښو دا وښووله، چي نا پښتنو په هر ډول او ښتونو کي خپل تېر سياسي مخالفتونه او مخاصمتونه هېر کړي دي، سور او تور په يوه ډله کي راټول سوي دي، د عقيدوي اختلاف له پاره ئې خپل د ټبر سړى وژلى نه دئ، بلکي هغه ئې د ځان ملګرى کړى دئ. له پوهي او تجربې څخه ئې د ځان په ګټه کار اخيستى دئ . خو يوازي موږ پښتانه يوو، چي هم بل راته بلا سوى دئ او هم خپل . که ژور فکر ونه کړو، دا ورځ ليري نه ده، چي خپل تش لاس به مو راته دښمن سي

جستجو در کابل پرس