Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 43811

نامهء سرگشاده یک قندهاری به والیی قندهار

18 فبروری 2011, 17:12, توسط پرویز "بهمن"

خواننده های عزیز! یکی از دوستان قندهاری من یک نامه را بمن ازطریق ایمیل فرستاد این نامه اول درسایت بینوا سانسور شد ولی وقتی که سایت بینوار متوجه شد که کاپی این نامه به دیگران هم فرستاده شده است آنرا نشر کرد. کسانیکه درقندهار زنده گی میکنند میدانند که قندهار اولین ولایتی بود که طالبان به سبب بی کفایتی وجنگ سالاری وفساد ولواطت قومانداهای آن ولایت به پا خاستند وحکومت ربانی را سرنگون کردند حالا نیز آقای کرزی وتیم او چنان وضعیت را بالای مردم آورده است که مردم مجبور میشوند تا به طالبان رجوع کنند. یک شخص قندهاری بنام (احمد پوپل) که درلندن شغل تاکسی راند وخودش ازقبیلهء پوپل است به نگارنده گفت که: احمد ولی کرزی مردم را خودش تشویق میکند که به طالبان مراجعه کنند وبرای حل دعوا های حقوقی شان به محاکم طالبان رجوع کنند. این کارهای کرزی وتیم اوغان ملتی او قصدا به منصه ارا درمیاید تا زمینهء طالبانی شدن حکومت وحذف ومحو اقوام دیگر را سرعت ببخشد لطفا این پیام را تا آخربخوانید:

ای دکندهار کاناډ‌ا سالار والي تاته لکه چي دکندهار دشنبې دورځي بریدونه او په هغه کي وژني او عامه شتمنۍ ته ور اوښتي زیانونه هیڅ ښکاریدل چي ایله د پیښي څخه ۶ ورځي ورسته نن دخپلي خزې راواتې او دسیمي لیدو ته راغی هغه هم په داسي حال کي چي خپل کاناډائې خدایانودي دساتني زمه پرغاړه لرله .

ښاغلی ویسا ستا دویري او بې غیرتۍ دغه تماشا نن په کندهار کي دملي تلویزون څخه کندهاریانو په خپلو سترګو لیدل . په داسي حال کي چي سیمه دا شپږ ورځي کیږي چي دخلکو لخوا په مسلسل ډول پاکیږي نه پوهیږم ، ای شرابي او غافله والي دا نن ته دڅه شي لپاره دغه سیمي ته راوتلی وې؟؟ ښائې همدا به دي کتل چي خلکو سیمه پاکه کړې ده که نه ځکه تاته خو هغه یوسلو دیرش کسه زخمیان او شهیدان انسانان نه ښکاري که انسانان درته ښکاریدل نو په هغه ماسپیښن به پر درې بجو چي برید پای ته ورسید سیمه په خپلو سترکو کتلی وائې او دمړو او زخمیانو دپوښتني لپاره به روغتون ته ورغلی وائې !!!!!!!!!!! خو افسوس ..

ویسا خانه نن دي ثابته کړه چي په ریشتیا چي محمدزی ئې ځکه ښه ئې ویلي دي چي محمدزي یوازي خپله خیټه ښه مړولای سي نور نو دبل څه تمه مه ترې کوئ .

دکندهار په دې درست پنځه زره کلن تاریخ کي تا غوندي یو بې همته ، بې غیرته ، بې پروا ، بې رحمه ، فاسداو غافله والي نه ترسترګو کیږي . هیڅ والي شپږ ورځي وروسته په داسي ستر ناورینو کي برخه نده اخیستې لکه تاچي واخستل . بلکې دکندهار هر والي د ډيرو وړو وړو پیښو په رامنځته کیدو سره هم دکندهاریانو سره خپل خواخوږي په هم هغه ګړي مخامخ دپیښي په ځای کي څرګنده کړې ده .

ویسا خانه ستاسي دي خوا نه بدیږي لاکن زه خو ستاسي پر پښتونولي او نارینه توب دواړو شکمن یم . یوځل دي له سره پر پورته فطري ترکیب غور وکه او ځان هغسي نړی ته ښکاره که لکه څنګه چي اصلا ئې ، ځکه نارینه هیڅ کله داسي نه کوي لکه تا چي نن ورکړه .

زما په فکر نارینه هغسي وي لکه اسدالله خالد چي ددرست کندهار هم نه خوښیده بیا هم دهر برید په ساحه کي به خلکو داسي لیده تابه ویل یو ژورنالیست دپیښي په ساحه کي راپور چمتو کوي ، نارینه هغسي وي لکه ګل اغا شیرزی چي د هري پیښي ورسته به سرتور سر او لڅي پښې په روغتونو کي ګرځيده او زخمیانو ته به ئې هر ډول مادي او معنوي امکانات برابرول . ان دهغوی لپاره به ئې خپله وینه ورکول .

ښاغلی ویسا خانه لږ خو دکاناډ‌ا دغلامۍ توک له غاړي وباسه او دکندهارپر دې ویجاړه ، فاسده او ګډوډه اداره له سره غور وکړه . که په خبر نه ئې نو زه به دي خبر کړم . راته غوږ سه .

۱ ـ دکندهار دټولو دولتي پوستونو څخه دي ۶۰ ٪ خالي پاته دي ؟
۲ ـ او دپاته ۴۰ ٪ مامورینو څخه ۳ ٪ دورځي په دفترو کي له بیري حاضري ورکوي ؟
۳ـ دټولو ریاستو څخه دي نمائې ریسان نه لري او پاته ریساتونه دي سرپریستان چلوي ؟
۴ ـ دښووني اوروزي بهیر دي دونه پڅ دی چي شاګردان مکتبو ته اوس (باغي وحش ) نوم کاروي ؟
۵ ـ درغلي خو پریږده په هغه خو ته خبر ئې ځکه تاته ئې خپله ۵۰ ٪ ونډه در روانه ده ؟
۶ـ ولسوالۍ خو دي اوس اوس ابادي کړې ؟ هغه به هم نه یادوم ؟
۷ ـ پولیس دي ټول کندهار ټوپکیان بولي په دې چي په سپینه ورځ د تلاښي په نو خلک شکوي .
۸ ـ استخبارات دي یوازي دبېګنا خلکو په نیولو او ایله کولو تجارت کوي او ترڅنګ ئې د مخالفنو وښارته راننوتلو کي کمیشنونه ترلاسه کوي ؟
۹ ـ محکمه او څارنوالي دي په داسي کسانو ډکه ده چي دویډو کلپونه ئې دکندهاریانو تیلفونونه پرسر اخستي دي چي دڅو تنو خبریالانو سره په پرس کلب کي شرابونه پر سر اړوي .
۱۰ ـ پوهنتون دي یوازي د حاضری کتاب ته ورته دي چي محصلین د پنځو دقیقو لپاره خپل نوم ثبتولو ته ورځي ؟
۱۱ـ بریشنا خودکندهاریانو هغه ارمان دی چي ډیرو ګور ته یوړ ؟
۱۲ـ ښاروالي دي لاره نه لري چی سپئ ښاروال دي خپل دفتر ته لاړ سي . او د۱۴۲ مامورینو څخه یوازي ۳۰ کسه کارپکښي کوي خو هغه هم لکه ترورستان دعامو خلکو ځانونه پټ ساتی نه چي څوک ئې له منځه یوسي .(بخښنه دي وي دسپي کلمه مي ځکه وکارول چي کندهاریان ئې ټول په سپي ښاروال یادوي )
۱۳ـ ګمرک په ځکه نه یادوم چي هغه خو ستا او احمدولي خان په شراکت دي ؟
۱۴ ـ دترانسپورټ ریاست خو اوس په پوسته رساني ریاست مسمی دی چي کابل ته مکتوب یوسه او راوړه ؟
۱۵ ـ دښځو ریاست خو ټول کندهار په (کـ... ... س کلاچه )پیژني چي ستاسو دتفریح مهم مرکز بلل کیږي ؟
۱۶ ـ افغانستان بانک او مستوفیت خو هغه ریاستونه دي چي خلک هرورځ دننه په زوره زوره پکښي ستاسي او کرزي صاحب ناموسونه یادوي چي دخلکو عادي کارونه په ورځو ورځو نه خلاصوي ؟
۱۷ ـ ددننه په ولایت کي دي څو پوسته خالي هغه خو به درمعلوم وي که نوي زه به ئې شمیره درکړم ۱۳ پوسته دي دمرستیال په شمول خالي دي ؟
۱۸ ـ حج اوقاف ، معدن ، انحصارات ،کار او ټولنیز ، پلان ، اقتصاد ریاستونه دي هغه ریاستونه دي چي مامورین ئې حاضري په خپل کور کي امضا کوي ، په ریاستونو کي یوازي چوکيداران شپې سبا کوي ؟
۱۹ـ داطلاعاتو کلتور ریاست دي دونه سمبولیک دی چي ستاسي په شراکت مافیا ئې لرغوني تاریخي سمي راسپړي دونه څوک نه لري چي دمه کلیمه پرخوله ورته راوړي ؟
۲۰ ـ ځني ریاستونه خو دي عامو کندهاریانو ته ورمعلوم ندي چي چیرته موقیعت لري لکه دبهرنیو چارو ریاست ، دسرحداتوریاست او داسي نور ...؟

ښاغلي ویسا دا او داسي سلګونه ستونزي هغه څه دي چي ستادغفلت ، فساد او بې غیرتي څخه دعامو کندهاریانو عادي ژوند په محشر بدلوي .
دسپوږمۍ صالون ، محبس او زرنګارصالون مخکني بریدونو ته ۷۱ میلونه افغانۍ خساره د دولت دبودیجې څخه ستا پښو ته په پاکټ کي نه راځي ترڅو ته ئې خپله غوښتنه مخامخ په کابل کي ونه کړې ، لاکن ته به ئې څه پوښتنه وکې ځکه چي دا دعامو کندهاریانو ته رسیدلی تاوان دی که ستا حصه پکښې وائې نو ان تر کاڼاډا به دي پسي ځغستلای .

ویسا خانه ستاکارونه چي کندهاریان ګوري هر یوه اوس دغه متل ګرځولی دی چي پر دې والي خو د(پسو دګنج )چوکیداري هم ډيره ده !!!!!!
چي دونه ستره دنده نسې تر سره کولای نو ولي دي دولایت چوکې پر ځان سریښ نیولې ده ؟ بسته دونه خو دي خامخا پیداکړي دي چي ستا راتلونکي اتلس نسلونو ته کافي وي نور ددې ذلت او بې غیرتۍ دژونده استعفا ورکړه او لاړ سه په کاناډاکي په خلاصه فضا کي ژوند وکړه چي دژوند په لذت پوه سې .
دا درسره زه وعده کوم چي کندهاریان دي هیڅکله محکمې ته نه راکشوي ، بیخي بغمه اوسه دوی چي اسدالله خالد او نور راکش نکړه تا هم په خدای که راکش کړي ځکه کندهاریانو نوردخپل حق غوښتنه دژوند له کتابه پاکه کړې ده .

سلیمان اغا ـ دخوږ کندهاردپوپلزو کوڅه

جستجو در کابل پرس