Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 44160

یک نمونه ازنصیحت های پدرانهء حبیب الله غمخور به حامد کرزی

17 مارچ 2011, 18:51, توسط گوربز خان "عطاخیل "

کرزی صاحب پام چي داکارونکړئ

په هيڅ صورت علاقه نلرم اونه غواړم ددې هيواد دجمهوررئيس په توگه پرتاسو نړيوال اوزموږ دښمنان وخاندي

زه ده هيچاپه خاطر داليکنه نه کوم ،ځکه له داسي کوم چاسره چي دتيروپارلماني ټاکنوپه درشل کي ئي حق خوړل سوی وي دنږدې نه پېژنم اونه هم دداسي کوم وکيل سره اړېکي لرم چي اوس پر پارلماني آس سپور،پورته اوکښته خپل نيلی ځغلوي .

خوديوه افغان په توگه خيرکه په بهرکي اوسم ،دپارلماني اونوروانتخاباتوله قانوني حق نه محروم سوی يم ځان مکلف بولم تاسوته ددې ملک دجمهوررئيس په توگه دافغانستان دغوڅ اکثريت نظر ووايم .

ښاغلی کرزی صاحب !

هرکارچي پيلوئ ټول اړخونه (ښه اوبد،بريا اوناکامی ) ئې څوځله وسنجوئ دبې پرې عالمانو اوپوهانوسره دټولوهغوسره چي تاسو پرې باورلری چي عالم اوهوښيارسړی دی اوگټوره مشوره درکوی مشوره وکړی. دخپل حرکت قانوني،شرعی اوبشری اړخونه ، نړيوال تاثيرات ،دپلي کېدوشرايط اونور اړين اړخونه ئې ئي وسنجوی بيا فرمان صادر کړی اوياکوم بل عمل .کله چي موفرمان صادرکړ ،بيانودخپلې خبرې دبرياليتوب لپاره ترخپله وسه تلاښ وکړی .دهغه چادخبرو،شعارونو اوطرحو پروامه لرئ کوم چي ستاسو کړنه يافرمان دهغوي شخصي گټوته زيان رسوي .

اوس به راسو اصلي خبري ته :

تيره شپه مي داروپاپر وخت دشپې دوه نيموبجوشاوخواکي دطلوع تلويزيون دامريکا لپاره خپرونوپه پروگرام کي واوريدل چي ستاسوسره دمارچ پر ۱۵ مه دپارلمان ۳۵ وکيلانو ليدلې اوتاسوسره ئي ستاسو لخوا جوړې سوې ځانگړې محکمې دلغوه کېدوپر مسله خبري کړي .

دوي ددې شبکې ژورنالست ته وويل موږ دکرزی صاحب سره دځانگړې محکمې دلغوه کېدوپه خاطر خبري وکړې،ښاغلي کرزی وويل پوهيږم چي دسولي او امنيت راوستو يوازنۍ لار دځانگړې محکمې لغوه کېدل دي .

يوبل ښاغلي وويل : اميدواريو چي پدې دو درو ورځوکي دځانگړې محکمې سريال پاي ته ورسېږي .

حيران پاته سوم چي دا څه اورم ؟ کوم سريال ؟داڅومره سپکې خبرې اوديوه مملکت چي دوي ئي هم تبع اودپارلمان وکيلان دي دجمهوررئيس په ادرس داسي خبري کوي ،وايي چي پيل سوی سريال به ډير ژر پاي ته ورسېږي .

نن دمارچ شپاړسمه چي کله کورته راغلم ټولې پاڼې واړولې او راواړولې هيڅ مي پيدا نکړه ،خوله نيکه مرغه روحی ويب پاڼې پدې هکله يو وړوکی خبر تردې عنوان لاندي چي،د ټولټاکنې د ځانګړې محکمې په اړه لاهم لانجه روانه ده داخبر خپورکړی : ((تر هغو وروسته چې په يو شمېر ولايتونوکې دولسي جرګې د ټاکنو رايې له سره شمېرل کيږي، د ولسي جرګې اندېښمنو غړو سختې هڅې پيل کړي چې د ټولټاکنو په اړه ځانګړې محکمه لغو شي . د ځينو خبرونو له مخې ولسمشر کرزي د محکمې د لغو کولو په اړه يوه اونۍ وخت غوښتی دی. بل خوا داسې خبرونه هم ترلاسه شوي ، چې د رايو د بيا شمېرنې له مخې د درغلۍ کچه ډېره لوړه ده او ښايي د ټولټاکنو کميسون مشر فضل احمد معنوي ونيول شي،خو د پروسې يو شمېر بهرني چارواکي هڅه کوي چې د نيول کېدو مخه يې ونيسي .))

دپارلماني ټاکنوددرغليو په هکله هغه دچاخبره دهوامرغانو هم شاهدي ويله ،عام خلک اوهغه چي حق ئې خوړل سوی هغه خوپر خپل ځاي پرېږده .

دټاکنوددرغليوپه اړوند دنظر خاوندانواوعامو خلکودرسنيو له لاري خپل اواز اوچت اواندېښنې څرگندي کړې ،دوي بېشمېره نيوه کې درلودې ،دبېلگې په توگه دوي ويل :

۱: که څه هم چې دمدنی ټولنو اوڅار ګرو ادارو دراپورونو سره سم په ټول هیوادکې د۲۰۰۰۰۰۰رایو په شا او خوا کې کارول شوی وخو که چیری دټولټاکنو دکمسیون خبره هم ومنو نو ۱۳۰۰۰۰۰ رایې یوازی درایې شمیرنې په بهیر کې په صندوقونو کې اچول شویدی .دغه ۱۳۰۰۰۰۰ رایې هغه رایې دی چې دسیاسی اړیکو او پیسو پر بنسټ ځانګړو نوماندانو ته اچول شوی دی.
۲:دټولټاکنو خپلواک کمسیون ددوی دوینا سره سم درایې شمیرنې په بهیرکې ۱۳۰۰۰۰۰ رایې باطلې کړی دی خو درایو دباطلیدو په پروسه کې داساسی قانون ۲۶ ماده او انتخاباتو دقانون ۵۷ ماده په ښکاره توګه تر پښو لاندې شوې ده .
داساسی قانون ۲۶ ماده وایی چې جرم یو فردی عمل دی اودیو انسان جرم بل ته نه انتقالیږی. خو دټولټاکنو کمسیون جرم ته ټولینزه بڼه ورکړې ده په دی ماناچې په هر مرکز کې چې کومشخص نوماند یوڅو جعلی رایې استعمالې کړیدی ، دکمسیون له خوا دهغه مرکز ټولې رایې باطلي اعلان سوې ،نوهغوچي په رښتياسره ئي خپل دخوښی کانديدته رايه ورکړې دهغوي حق ولي تر پښولاندي سي ؟دغه راز دانتخاباتو دقانون د۵۷ مادی سره سم هر هغه صندوق چې رایې یې مشکوکې وی باید دهغه حوزی دنوماندانو اویا ناظرینو تر نظر لاندی وڅیړل شیترڅود نوماند ته قناعت حاصل سي چې رایې یې باطلې دی،مگر دټولټاکنو کمسیون پر خپل سر بېله دېنه چي دنوماندانو اوناظرینو په نه شتون کې دغه صندوقونه خلاص کړی رایې باطلې اعلان کړې .

دټولټاکنو خپلواک کمسیون مکلف دی تر څو د اساسي قانون د ( ٨٣) يمې مادې دعملی کیدو رغنده زمینه برابره کړی. خودټولټاکنوخپلواک کمسیون نه یوازی لازمه زمینه برابره نه کړ ه بلکي په لوی لاس ئې دغه ماده تر پښو لاندی کړه.

جستجو در کابل پرس