Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 44304

برترى جويى برنامۀ تجزيه را تسريع مى کند/ توحید صیب دا تول ستا خوبونه دی

28 مارچ 2011, 13:19, توسط شبیر "کاکر"

توحیدی صیب محترم! تا هم لکه ویس ناصری غوندی خپل هغه جمیعیتی ببولای تکرارکړي . تاسو شورای نظاریان نه شرم لری او نه حیا اونه له خدای څخه بیریژیء
نن شپه میلمانه وو، مونږ دال پاخه کړي وو. تکُلف مو باید کړی وو. مونږ خو هسی هم میلمنو خراب کړي یو. روسان میلمانه وو، له صحرایی عربه نیوله تر تور پنجابی او بیا تر شنه سترګي امریکایی، ټولو خدمت په مونږ فرض دی. میلمانه دي او میلمه بیا دخدای دوست وي!!!
خو میلمه باید تر نوروزه نه وي، یو څو شپی وی او بس. خو زمونږ په کلتور کی هر څه له نورو خلکو توپیر لري، دلته بیا میلمه داهیره وي چی څه وخت لاړ شي.
که زر یی خلاصه وی، نو بیا وایی چی ته اوس کبرجن شوی یی، پیسه دار شوی، پښتو دی هیره کړی او څه او څه.
هماغه وو چی راغلو میلمنو ته باید ډوډی له ښاره راوړو، د شپی ۸:۳۰ بجی وی، موټر کی کیناستو، موټر کی لا دوخته دوه کسه وو، دسرک په منځ کی یوه ښکلی ماشومه چی وطنی جوړه یی اغوستی وه، ښکلی ښکاریده، ناصر ته می وویل چی ښکلی ماشومه دی. ورسره ولاړ یو ځوان هلک او ناسته په تور ټکري کی یوه ښځه وه. خپل افسوس مو ښکاره کړ، شاته ناست سړي په سرک ولاړ سړي انتقاد وکړ چی ولی غریبی نه کوي، ولی سوال ته لاس اوږده وي. دی هم سیی وایی. په کابل کی دسوال نه وی فارموله دادی چی ناوخت مهال سوالګر راوځی، پاکی جامی اغوندي او د سوال شعار یی داوي چی فلانکی ځای ته روان یم دلاری روپی راسره نشته که مرسته راسره وکړی. خلک هم کمک کوي، ځینی بیا تبصری کوي- دبیان ازادي دی.
د پیښور د بسونو یوه خاطره لرم: بس کی به ډیر ځله یو سوالګر راخته او د باجوړ په پلمه به یی سوال کاوه. دی به هره ورځ باجوړ ته ته خو نه رسیده. یوه ورځ یو سړي له لاسه ونیوه او ورته یی وویل چی راځه چی زه دی د باجوړ په بس کی وخیژوم. سوالګر چی هماغه ورک شو بیا یی درک ونه لګید.
کباب مو په دانه باغ کی له پیشوری چپلِ کباب هاوس!!! څخه وپیره. بارن هم شړکندی وریده تر څلور لاری یی ښه خوشته کړو. کورته نږدی مو له دوکانه ډیو بوتل راخیسته، دوکان کی تلویزون وو، تلویزون باندی د مولینا سیدخیلی د فاتحی مراسم وو یو پکولی چی ایډِټ شوی ږیره یی هم درلوده خبری کولی. پیل یی داسی وو:
برادرانِ مجاهد، فرزندانِ حبیب الله شهید (دسقاو ځوی-نامي غل)، فرزندانِ مسعود قهرمان(معرفی ته به یی اړتیا نه وي)، همسنګرانِ شهید سیدخیلی (کندز کی الوځول شوی امنیی قوماندان)، و یار و یاوران امان الله ګذر-دایی نوی غل دی او ...
ماغزه می خراب شول یا به زه هسی عصبانی وم. کیدای شي دوی په حقه وي. خو هر څه چی وو، شاعران وایی چی مونږ ته د شعر ویلو پرمهال الهام کیږي ماته هم ددی لیکلو الهام وشو!!! مانا داشوه چی لیکوالان هم له شاعرانو کم ندي.
حاجی قدیر مړ شو، هر څه چی وو خو له سیدخیلی ډیر قوي او ډیر با رسوخه وو. استاد حکیم تڼیوال والوځول شو. استاد وو. د ایرانیانو خبره دانشمند وو، فیلسوف وو، داچی پکتیا ته یی څه کړي وو یا نه خو له سید خیلی ډیر اعلی او بالا وو، د مجاهدینو د حکومت لومړی وزیراعظم شهید کړای شو، حکمتیار هغه د مسعود مقابلی ته راویستلی وو، د کرزی حکومت پرمهال شهید شو خو هیڅ خبره نه وه، نه پری ټلوالی ویښته وشکول، نه پری حزب اسلامی څه وویل، ټولو ځانونه په کوچه حسن چپ کی ووهل.
څو ورځی مخکی د شهید مزاری کالیزه ولمانځل شوه، شهادت یی تجدید شو، د مسعود د شهادت ورځی ته دشهیدانو ورځ ویل کیږي. د فهیم هغی ته به څه ویل کیږي؟ زمونږ مولوی بورجان، استاد رحیم نیازی، استاد حبیب الرحمان شهید، مولوی خالص، مولوی محمد نبی او ... خو څوک نوم هم نه اخلي. دومره پښتانه وزیران، دومره پښتانه والیان ټول ولی ګونګ دي؟ په دی تجلیلونو ډیر کم ډالر مصرفیږي خو زیات ځای نیسي. مننه له څلورو حروفو تشکیل شوی خو که چاته استعمال شي، نو ډیر ځای نیسي.
په کندهار کی هره ورځ ډله،ډله مشران شهیدیږي، دکندهار مرستیال والی شهید شو خو نه ویر وو او نه هم ژړا، نه هم لمانځ غونډهخ، درهین بیا ریخ لاړ وو.
په شمال کی د پښتنو مشران سرخوري، هیڅوک یی هم په کیسه کی ندي، خو د سیدخیلی جنازی او فاتحی ته دنرشځو وزیر رهین هم تشریف وړي او سیدخیلی د فارسو ژبو هیواد نامتو مجاهد بولي.
هلکه چی دیی دومره باتور وای نو طالب جان به څنګه له منځه وړه. که زمونږ حال همداسی وو نو د ټلوالی ډیر غله به داسلام سپیڅلی رهبران شي. مونږ باید یو بل ومنو. کنه ورځ مو خرابه دی. که مونږ وغواړو یا ونه غواړو، قوم پالنی او ژب پالنی ته به تسلیمیږو.که مار څومره کوږ وُږ ځی، خو چی خپلی سوړی ته نږدی شی، نو سمیږي.
همدا نن ماښام په پکتیکا کی بده چاودنه شوی، په سلګونو کورنی به بیا په ویر ناستی دي، ګورو به چی حکومت، وحید عمر او د کورنیو چارو وزارت یی په اړه څه عکس العمل ښیی، که د کونړ، د نن پکتیکا پیښه، د ننګرهار وحشی پیښه بل چیری(کوم بل ټلوالی ولایت کی شوی وای) نو ډبل عبدالله، قانونی، زمونږ ږیرور سیاف او ټولو به غندله. د پښتون دی خدای مل شي. که مونږ د حکومت خلاف د مصریانو او یمنیانو او یا... غوندی نشو را پاڅیدلای، لږ تر لږه خو باید خپل قلمی جهاد وکړو، لږ خو باید خلک له هغه څه چی اهل قلم خبردي، خبر کړو.
تر نورو خبرو د خدای په امان.

جستجو در کابل پرس